نظــر

بي بي سي د اکبراغا ډلګۍ د “پخوانيو طالب مشرانو” نوی “غورځنګ” بولي! – ظریف افغان

پرون بي بي سي وېب پاڼې راپور خپور کړی، چې په کابل کې د دوی په قول د “پخوانیو طالب مشرانو” نوي “غورځنګ” نن خپل موجودیت اعلان کړ. دوی وايي دا “غورځنګ” د اکبراغا په مشرۍ منځ ته راغلی او اکبراغا د طالبانو “مشر” او د جیش المسلمین په نامه کومې ډلګۍ رهبر ګڼي. د بي بي سي له انځوره په څرګند ډول ښکاري، چې د دې “غورځنګ” د اعلان پر مهال یې پلویان له لس شل تنو نه اوړي. اکبراغا به د طالبانو د غورځنګ غړی و

، خو دومره نه و، چې “مشر” دې وباله شي او یا دې د طالبانو د خوځښت په منځ کې د جیش المسلمین په نامه د کومې ډلې مشر دې وګڼل شي. ځکه طالبانو د خپل غورځنګ دننه دغسې نورې ډلګۍ نه منلې.

بي بي سي ولې هوار ورکوي؟

د دې په اصطلاح “غورځنګ” مشر دا هم ویلي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې ناکامې دي او د قطر بهیر يې د امريکا له لوري “یوه تبليغاتي لوبه” بللې ده!

څو خبرې دي:

له ۲۰۰۸راهیسې د حزب اسلامي حکمتیار څانګې رسنیو کې وخت ناوخت دغسې هنګامې تودولې چې دوی پلاوی لېږلی او د سولې په تړاو له افغان حکومت او ګڼو نورو کورنیو او بهرنیو لوریو سره یې خبرې کړي. ویل کېږي چې د حکمتیار پلاوی تقریباً اتلس ځله د کابل او پېښور ترمنځ تګ راتګ کړی و. د هغه پلاوي یوه ځانګړنه دا وه، چې کابل ته په هر ځل راتګ کې به یې یو یو غړی ترې وربېلېده، حتا تر دې چې خبره تر قطب الدینه ورسېده او نور نو د هغه بهیر خبره په صفر کې ضرب شوه. د حزب د مذاکراتو مسئلې به هغه مهال لاپسې زور واخیست چې کله به په قطر کې طالب استازي کوم دیپلوماتیک پرمختګ کړی و. قطر بهیر هم حامد کرزی منزوی کړی و او هم ګلبدین حکمتیار. حتا د دفتر د پرانیستنې پر ورځ ګلدین حکمتیار یو ځل بیا له پېښوره کابل ته پلاوی راولېږه او کرزي هم په جوش او خروش سره ورته ښه راغلاست ووایه. کرزي غوښتل چې د حکمتیار د پلاوي له لارې د طالبانو خبرې تر سیوري لاندې راوړي.

د افغان حکومت بله تبلیغاتي حربه د معتصم اغاجان په نامه د پخواني طالب وه، چې طالبانو په ۲۰۱۰م کال کې له خپل غورځنګه وتلی وباله. معتصم په ۲۰۱۰م کال کې په کراچۍ کې په نښه شو، چې بیا افغان حکومت کابل ته راووست او له دې ځایه ترکیې ته ولاړ. ده به له ترکیې رسنیو ته وخت ناوخت یو نیم پیغام لېږه او خپل شتون به یې جوتاوه. د باوري سرچینو په حواله اغاجان او د ده مطبوعاتي انډیوال، عنایت کاکړ غوښتل چې په نظامي او فرهنګي طالبانو کې یوه ډله ځان ته جلا کړي چې د معتصم په ګټه تبلیغات وکړي، چې ونه توانېدل. په ترکیا کې اغاجان د سیاسي فعالیت اجازه نه درلوده، او هم ورته د هغه د ملګرو تګ راتګ اسانه نه وو، ځکه معتصم دبۍ ته کوچ وکړ، او له هغه ځایه څخه یې خپل فعالیت شروع کړ، چي په لومړیو کې باندي ځینی خبرونه، او لیکني هم خپرې شوې،  معتصم له دوبۍ رسنیو ته پیغامونه لېږل، هلته یې یو ځل د یوې جرګې خبره هم وکړه. له کابله د سولې عالي شورا د معصوم ستانکزي په مشرۍ پلاوی ورولېږه چې په اصطلاح د سولې خبرې وکړي. افغان حکومت له هغه سفره هم تر ډېره مطبوعاتي ګټه پورته کړه. خبر تر دې راورسېده چې روانه میاشت په دوبۍ کې د اغاجان د بې درکۍ خبر خپور شو او بالاخره معتصم اغاجان کابل ته راغی او دلته یې خپل عادي ژوند پیل کړ. تر دې مهاله یې کابل کې د کوم دفتر او یا عملي سیاست کوم اقدام نه دی کړی. د معتصم انډیوالان  هم په دغه ډول نوره د دې متره نه لري چې خلک وغولوي چې ګواکې طالبان دي او خبرې اترې کوي.

اوس د اکبراغا وار شو

افغان حکومت او د سولې عالي شورا دوه مطبوعاتي حربې له لاسه ورکړې. نور نه د حکمتیار د سولې پر پلاوو څوک باور کولای شي او نه هم د معتصم اغاجان. د اغاجان ډلګۍ هم تقریبا متلاشي شوه، د ده ځینې ملګري کراچۍ ته ولاړل او ځینې له ده سره کابل ته راغلل. د دې حربې د خلا ډکول په کار دي. د دې تشې د ډکولو لپاره اکبراغا ښه مهره ده. اکبراغا یو نالوستی انسان دی. کابل کې خلک داسې انګېري چې دی هم کوم ستر طالب دی. حاکمې رسنۍ هم کوښښ کوي چې دی همداسې وبرېښوي چې ګواکې کوم متنفذه طالب دی. خو دا ټولو طالبانو ته معلومه ده، چې دا سړی بې له مشرانو طالبانو نور نظامي طالبان نه پېژني. ما په خپله اکبراغا یوازې د کابل ځینو چېنلونو له لارې وپېژاند چې د طالب مشر او جیش المسلمین غورځنګ مشر به یې باله. د حکومت هڅه اوس دا ده چې نور به مطبوعاتي ګټه د حکمتیار او اغاجان پر ځای له ده پورته کوي.

تېرو پېښو ته په کتو سره، اوس به وخت ناوخت په کابل کې د دې بهیر غونډې کېږي، سفرونه به کوي، ناستې ولاړې به لري. رسنۍ به هم، لکه اوس چې بي بي سي د دوی د شتون خبر خپور کړی، دغسې به د ده هره ناپړېته ډېره جدي نیسي او کرايي تحلیلګران به یې تحلیلوي او ځینې به لکه د پخوانیو په څېر دا د طالبانو په تحریک کې «یو درز» ګڼي او ځینې به نور څه و څه…

کاش چې ښاغلي کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې دا خبره درک کړې وه چې په دغسې مطبوعاتي حربو او مفته خورو څېرو نه ده ته ګټه رسېږي او نه هم د سولې په تړاو کومه لاسته راوړنه لرلای شي. کله چې د سولې رښتیني تماسونه ژوندي شي، دی یې مخالفت کوي او بیا پر دغسې سوله ضدو دسیسو لاس پورې کوي. اوس به نو په کابل کې د قطب الدین هلال او معتصم اغاجان شتون څه ګټه ولري؟ حتا د کرزي پوزېشن ته څه ګټه لرلای شي؟ هېڅ، په داسې مفته خورو باور د کرزي د غلطیو د لړۍ یوه بله کړۍ اکبر اغا دی. دا به وخت ښيي، چې د اکبراغا حقیقت کله بربنډېږي…

 

  ظریف افغان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x