fbpx

ايا په اخره زمانه کې به پرمختللې وسائل او وسلې له منځه ولاړې شي؟

ليکوال: اصغر صلاح

ايا سپرلي به په اسونو او اوښانو وي، ايا جنګونه به په تورو او غشو وي؟

دوه خبرې شتون لري : يوه دا چې ايا رښتيا به هم په اخره زمانه کې خلک په اوښانو او اسونو سپاره او په تورو جنګ کوي او که رسول صلی الله علیه وسلم صحابه ؤ ته ځکه داسې خبره کوله چې هغه وخت کې دا رائج عمل ؤ او په همدې خبره ښه پوهېدلای شول.

په دې خبره کې ډېری علماؤ داعقيده لري چې ټول پرمختللي وسائل به کار پرېږدي سپرلی به په اسونو او اوښانو او په تورو او غشو به جنګ کېږي، او رسول صلی الله علیه وسلم چي په کومو الفاظو وينا کړې ظاهرا همغسې واقع کېږي او هېڅ تاويل په کې نه کوو او همدا د شيخ محمد بن صالح العثيمين رحمه الله او يوې ډلې علماؤ نظر دی، او په همدې اړه صحيح حديثونه په لاندې ډول دي:

او د همدې حديث نه معلومېږي چې د نړې تر ټولو ښه او بهتره خلک به شام ته د جهاد لپاره ځي، او همدې شام (سوريا) کې د حلب د دابق په سيمه کې به ترسره شي:

1. عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ ( لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَنْزِلَ الرُّومُ بِالأَعْمَاقِ – أَوْ بِدَابِقَ – فَيَخْرُجُ إِلَيْهِمْ جَيْشٌ مِنَ الْمَدِينَةِ مِنْ خِيَارِ أَهْلِ الأَرْضِ يَوْمَئِذٍ فَإِذَا تَصَافُّوا قَالَتِ الرُّومُ خَلُّوا بَيْنَنَا وَبَيْنَ الَّذِينَ سَبَوْا مِنَّا نُقَاتِلْهُمْ. فَيَقُولُ الْمُسْلِمُونَ لاَ وَاللَّهِ لاَ نُخَلِّي بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ إِخْوَانِنَا ، فَيُقَاتِلُونَهُمْ فَيَنْهَزِمُ ثُلُثٌ لاَ يَتُوبُ اللَّهُ عَلَيْهِمْ أَبَدًا وَيُقْتَلُ ثُلُثُهُمْ أَفْضَلُ الشُّهَدَاءِ عِنْدَ اللَّهِ وَيَفْتَتِحُ الثُّلُثُ لاَ يُفْتَنُونَ أَبَدًا فَيَفْتَتِحُونَ قُسْطُنْطِينِيَّةَ فَبَيْنَمَا هُمْ يَقْتَسِمُونَ الْغَنَائِمَ قَدْ عَلَّقُوا سُيُوفَهُمْ بِالزَّيْتُونِ إِذْ صَاحَ فِيهِمُ الشَّيْطَانُ إِنَّ الْمَسِيحَ قَدْ خَلَفَكُمْ فِي أَهْلِيكُمْ. فَيَخْرُجُونَ وَذَلِكَ بَاطِلٌ فَإِذَا جَاءُوا الشَّأْمَ خَرَجَ فَبَيْنَمَا هُمْ يُعِدُّونَ لِلْقِتَالِ يُسَوُّونَ الصُّفُوفَ إِذْ أُقِيمَتِ الصَّلاَةُ فَيَنْزِلُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ فَأَمَّهُمْ فَإِذَا رَآهُ عَدُوُّ اللَّهِ ذَابَ كَمَا يَذُوبُ الْمِلْحُ فِي الْمَاءِ فَلَوْ تَرَكَهُ لاَنْذَابَ حَتَّى يَهْلِكَ وَلَكِنْ يَقْتُلُهُ اللَّهُ بِيَدِهِ فَيُرِيهِمْ دَمَهُ فِي حَرْبَتِهِ ) . رواه مسلم ( 2897 )

د مسلم حديث په 2897 نمبر چې تر هغې به قيامت نه راځي چې روم به اعماق او يا هم دابق ( سوريا کې شام کې يو ځای دی حلب سره اوس چې چېرته جنګ روان دی ) نو يو لښکر به ورته راوځي د ځمکې تر ټولو بهترين خلک به وي، کله چې صفونه جوړ کړي نو روم به ورته ووايي چې مونږ او هغه چې مونږ نه مسلمانان شوي هغوی سره پرېږدی نو مسلمانان به ورته ووايي چې نه والله چې مونږ به تاسو ته خپل ورونه پرېنږدو نو جنګ به ورسره وکړي، (نور بيا دلته فتحه او شکست بيان شوی) او په اخر کې فرمايي هغه وخت چې دوی غنيمتونه تقسيموي او تورې به يې زيتونو کې زوړندې کړې وي شيطان به غږ وکړي چې دجال ستاسو کورونو ته ورسېده………) د حديث پوره متن په کمنټ کې دې

په دې حديث کې په ښکاره الفاظو بيان شوي چې دغه فارق جنګ سوريا يا په شام کې حلب کې يو کلی دی چې دابق نومېږي هلته کېږي او هلته به زيتون کرل کېږي او مسلمانان به د جنګ نه وروسته خپلې تورې په زيتونو کې رازوړندې کړي نو مونږ هم په حيث د مسلمان کولای شو دغه الفاظ په همدې معناوو راواخلو.

2. عن ابن مسعود رضي الله عنه – في حديث عن زمان الدجال – قال : فَجَاءَهُمْ الصَّرِيخُ أنَّ الدَّجَّالَ قَدْ خَلَفَهُمْ فِي ذَرَارِيِّهِمْ فَيَرْفُضُونَ مَا فِي أَيْدِيهِمْ وَيُقْبِلُونَ فَيَبْعَثُونَ عَشَرَةَ فَوَارِسَ طَلِيعَةً ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ( إِنِّي لَأَعْرِفُ أَسْمَاءَهُمْ وَأَسْمَاءَ آبَائِهِمْ وَأَلْوَانَ خُيُولِهِمْ، هُمْ خَيْرُ فَوَارِسَ عَلَى ظَهْرِ الْأَرْضِ يَوْمَئِذٍ ) أَوْ ( مِنْ خَيْرِ فَوَارِسَ عَلَى ظَهْرِ الْأَرْضِ يَوْمَئِذٍ ) . رواه مسلم ( 2899)

همدا راز د مسلم شريف يو بل حديث دي په 2899 نمبر دی:

روايت د ابن مسعود رضي الله عنه څخه دی چې د دجال د وخت په هکله دی، چې کله خلک اواز واوري چې د جال د دوي کورونو ته رسېدلی نو خلک به لس کسان د اس سپرېدونکي ولېږي نو رسول ص فرمايي( زه د هغه خلکو نومونه د پلار نومونه او د اسونو رنګونه پېژنم، د هغې ورځې د ځمکې په سر تر ټولو بهترين خلک دي. دحديث پوره متن لاندي شته.

3. عن النَّوَّاسَ بْنَ سَمْعَانَ قال : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ( سَيُوقِدُ الْمُسْلِمُونَ مِنْ قِسِيِّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ وَنُشَّابِهِمْ وَأَتْرِسَتِهِمْ سَبْعَ سِنِينَ ) رواه الترمذي ( 2240 ) وابن ماجه ( 4076 ) ، وصححه الألباني في ” صحيح الترمذي ” .
( قِسي ) جمع قوس ، ( نشابهم ) هي السهام ، ( أترستهم ) جمع ترس .

يو بل حديث چې د بخاري په شرط هم صحيح دی، ترمذي په 2240 نمبر او ابن ماجه په 4076 نمبر او امام الباني رحمه الله صحيح ګرځولي دي،
د نواس بن سمعان رض څخه راويت دی چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمايلي: مسلمانان به د ياجوج او ماجوج ليندې ، تورې او تبرونه اوه کلونو پورې سوځوي ) د حديث متن په پای کې دی.

دهمدې حديثونو او د رسول صلی الله علیه وسلم د ويناو څخه معلومېږي چې دغه پرمختللي وسائل به له منځه ځي او خلک به بېرته د اس اوښ توره او غشي عصر ته وګرځي او يواځينی همدغه تعبير دی چې پورته حديثونه په کې شرح کېدلای شي. او د ډېرو علماؤ اند همدا دی چې دغه کيمياوي او اتومي اسلحې به يو بل سره ختمې کړي او نړۍ به يو نوي ډګر ته داخله شي.

او په غيبو الله ښه پوهېږي.
===========
احادیث:
• عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ ( لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَنْزِلَ الرُّومُ بِالأَعْمَاقِ – أَوْ بِدَابِقَ – فَيَخْرُجُ إِلَيْهِمْ جَيْشٌ مِنَ الْمَدِينَةِ مِنْ خِيَارِ أَهْلِ الأَرْضِ يَوْمَئِذٍ فَإِذَا تَصَافُّوا قَالَتِ الرُّومُ خَلُّوا بَيْنَنَا وَبَيْنَ الَّذِينَ سَبَوْا مِنَّا نُقَاتِلْهُمْ. فَيَقُولُ الْمُسْلِمُونَ لاَ وَاللَّهِ لاَ نُخَلِّي بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ إِخْوَانِنَا ، فَيُقَاتِلُونَهُمْ فَيَنْهَزِمُ ثُلُثٌ لاَ يَتُوبُ اللَّهُ عَلَيْهِمْ أَبَدًا وَيُقْتَلُ ثُلُثُهُمْ أَفْضَلُ الشُّهَدَاءِ عِنْدَ اللَّهِ وَيَفْتَتِحُ الثُّلُثُ لاَ يُفْتَنُونَ أَبَدًا فَيَفْتَتِحُونَ قُسْطُنْطِينِيَّةَ فَبَيْنَمَا هُمْ يَقْتَسِمُونَ الْغَنَائِمَ قَدْ عَلَّقُوا سُيُوفَهُمْ بِالزَّيْتُونِ إِذْ صَاحَ فِيهِمُ الشَّيْطَانُ إِنَّ الْمَسِيحَ قَدْ خَلَفَكُمْ فِي أَهْلِيكُمْ. فَيَخْرُجُونَ وَذَلِكَ بَاطِلٌ فَإِذَا جَاءُوا الشَّأْمَ خَرَجَ فَبَيْنَمَا هُمْ يُعِدُّونَ لِلْقِتَالِ يُسَوُّونَ الصُّفُوفَ إِذْ أُقِيمَتِ الصَّلاَةُ فَيَنْزِلُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ فَأَمَّهُمْ فَإِذَا رَآهُ عَدُوُّ اللَّهِ ذَابَ كَمَا يَذُوبُ الْمِلْحُ فِي الْمَاءِ فَلَوْ تَرَكَهُ لاَنْذَابَ حَتَّى يَهْلِكَ وَلَكِنْ يَقْتُلُهُ اللَّهُ بِيَدِهِ فَيُرِيهِمْ دَمَهُ فِي حَرْبَتِهِ ) . رواه مسلم ( 2897 )

• عن ابن مسعود رضي الله عنه – في حديث عن زمان الدجال – قال : فَجَاءَهُمْ الصَّرِيخُ أنَّ الدَّجَّالَ قَدْ خَلَفَهُمْ فِي ذَرَارِيِّهِمْ فَيَرْفُضُونَ مَا فِي أَيْدِيهِمْ وَيُقْبِلُونَ فَيَبْعَثُونَ عَشَرَةَ فَوَارِسَ طَلِيعَةً ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ( إِنِّي لَأَعْرِفُ أَسْمَاءَهُمْ وَأَسْمَاءَ آبَائِهِمْ وَأَلْوَانَ خُيُولِهِمْ، هُمْ خَيْرُ فَوَارِسَ عَلَى ظَهْرِ الْأَرْضِ يَوْمَئِذٍ ) أَوْ ( مِنْ خَيْرِ فَوَارِسَ عَلَى ظَهْرِ الْأَرْضِ يَوْمَئِذٍ ) . رواه مسلم ( 2899)

• عن النَّوَّاسَ بْنَ سَمْعَانَ قال : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ( سَيُوقِدُ الْمُسْلِمُونَ مِنْ قِسِيِّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ وَنُشَّابِهِمْ وَأَتْرِسَتِهِمْ سَبْعَ سِنِينَ ) رواه الترمذي ( 2240 ) وابن ماجه ( 4076 ) ، وصححه الألباني في ” صحيح الترمذي ” .
( قِسي ) جمع قوس ، ( نشابهم ) هي السهام ، ( أترستهم ) جمع ترس .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Abdul Majeed Zakhil
میلمه
Abdul Majeed Zakhil

Thanks for thses kind of information
We are appreciate you