نظــر

ملت پالنه که ځان وژنه؟!

لیکوال

عبيدالله ســاحل

اصلاً اسلام کې د ملت پالنې او نشنليزم تيوري هېڅ ارزښت نلري، بلکې د « نېشن تيوري » د دې لپاره وپنځول شوه، چې د امت، اسلاميت، يهوديت او عيسويت سترو مفاهيمو کې درز راپيدا کړي او کوچني يې کړي. هلته چې يهوديت او عيسويت حاکم دی د نشنليزم د اور لمبې دومره ډيرې ژبانده نه دي، بلکې چيرته چې د امت او اسلاميت مفاهيم ژوندي دي او کار ورته کيږي هلته د نشنليزم د اور لمبې رسيدلي او د لويو هڅو مخه يې ډب کړې.

د اسلامي نړۍ د پاشل کيدو او ويشل کيدو پيلامه تر ډيره له همدې تيورۍ سرچينه اخلي، امت وويشل شو او ورځ تر بلې کړاو ته ورنږدې شو.

اوس ستونزه داده، چې د سټيټ دننه د يو بل په وړاندې زغم له منځه ولاړ، که موږ د ملک دننه يو بل ته اوږې ښکته کړو او ملي ارزښتونو ته ټول يو ډول احترام ولرو بيا هم ډیره ستونزه نشته، خو درد خبره داده چې موږ د ملکونو دننه په کوچنۍ جغرافيه کې بيا هم په ژبو او سمتونو پاشل شوي يو، يو قوم بل قوم ته تن نه ږدي او يوه ژبه بلې ژبې ته نه تسليمږي.

د ملکونو دننه نشنليستي او قوم پرستي د ملکونو ځواک او پياوړتيا له منځه وړي او د ټولو په زيان ده، ښه به دا وای، چې موږ د ابراهيمي ملت په توګه تبارز کړی وای، خو اوس له بده مرغه دې نعمت نه بې برخې يو؛ راځئ چې د افغان په توګه تبارز وکړو او خپل ټول وياړونه افغانستان ته منسوب کړو، نه کومې ژبې، قوم او سمت ته.

د پياوړي او با ثباته افغانستان په هيله!

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هندو کش

ښه نظر دی؛ خو له اروپا راغلیو اندو نو او ګوندونو اروپایي نشنلیزم ته وده ورکړه او په اسلامي هېوادونو کې یې د ملي پیدایښت د له منځه وړلو لپاره یې بېلابېلې هڅې پیل کړې. اخوان المسلمین بشپړ اروپایي نشنلیزم دی. که نه یې باوروئ له ژوندیو مشرانو یې وپوښتۍ او پر مړه شویو رهبرانو یې وتپئ! خلکیان او پر چمیان د نشنلیزم د ارږو پایي لوبې چپلاسي خادمان دي. هغه لوبه، چې انګریزانو په مصر او بیا هند کې پیل کړې؛ تر ننه روانه ده. اخوانیان، خلکیان او پرچمیان ولې په افغانستان کې د ګډ حکومت لرونکي شول؟ آیا… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

ساحل صاحب ، ډیره ښکلی لیکنی او ډیری ښکلی موضع ته مو ګوته نیولی ، رشتیا همدا سی ده په اسلام کی ژبه، قوم، سمت ، رنګ او داسی نور که اهمیت هم ولری هغه د هویت او پیژندنی د پاره دی او بس د اهلت او سیستم د پاره الهی نظام او دین مبین اسلام دی . مګر تاسی بیا اخره کی لیکلی چه [[ راځی چه د افغان په توکه تبارز وکړو ]] دا جمله هم نشنلستی ده ، لمړی افغان هم د پشتون بل نوم دی او دوهم که د افغانستان په نامه یی هم یاد کړو… نور لوستل »

مجيب الرحمان

عبيدالله ساحل صيب ښې سکالو ته مو اشاره کړې، خو مخکې لدې چې تاسو دا په ساده توګه د حل پولې ته ورشئ، مه هېروئ چې د افغان کلمه د نشنليزم سره تړاؤ نلري او نه هم د هاغو ټېکه دارانو ته د منلو وړ ده چې لکه يحودانو پشان يې پرته د خپل ځان جګؤونې بلې خوا ته او پراخې دنيا ته پام نشته. د بېلګې په توګه، د جمعيت، پدرام ډلې هاغه دوه مغرورې يحودصفته اورګانونه دي چې په ګرده افغانستان کې يې د يوه ملي ارزښت چې د افغانستان هويت خوندي کوي افغان په مقابل حتى له… نور لوستل »

غ.حضرت

هغه روحیات چه نن ئې افغان او ترک او ایرانی او عرب او هندی او اروپائی لری او همدارنګه هغه روحیات چه نن ئې د اسلام مبارزین لری ډېره به مشکله وی چه یا انسانی فطرت ته وفادار اوسی او یا د خدای او رسول د اوامرو تطبیق ته. نور به پرېږدو، د نن ورځی مجاهدین!!!! د سورئې نه نیولې تر قفقاز او پاکستان او افغانستان پوری په نظر کی ونیسی چه د یوه جعلی یا صحیح حدیث په استناد د خپل ورور سر غوڅوی نو د لوی نشنلیسټ یعنی ابلیس د پیروانو څخه څه توقع؟ په هر حال یو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x