نظــر

له امریکایانو سره د طالبانو د دفاعي جګړي وسائل او تکتیکونه

شاهد (غزنیوال)

طالبان له تیرو ۱۶ کلونو راهیسي د امریکا او ناټو له مجهزو ځواکونو سره په د فاعي جګړه لګیا دی.

په دې جګړه کې طالبانو د امریکا او ناټو مجهزو ځواکونو په وړاندې داسې مقاومت کړی چې د نړۍ پوځي ماهرین او نظامي شنونکي ورته ګوته په غاښ دي.

پوښتنه داده چې طالبان دا حیرانوونکې جګړه په کومو وسلواو څه ډول تکتیکونو سره پرمخ بیايي ؟

هغوی ته د جګړې تکتیکونه څوک ورښيي ؟

او د امریکایانو ، ناټو او داخلي دری سوه زره کسیز ملي اردو په مقابل کې یې د وسله والو طالبانو شمیر څومره دی؟

طالبان په جګړه کې کومې وسلې کاروي؟

د افغانستان د هرولایت سوق الجیشي وضعیت ته په کتو سره طالبان له بهرنیانو او داخلي ځواکونو سره په جګړه کې بیلابیلې وسلې او مختلف تکتیکونه کاروي.

د بیلګې په توګه هلمند ولایت چې د بهرنیانو په خلاف د طالبانو د مقاومت تر ټولو ګرم محاذ بلل کیږي هغوی د بهرنیانو په خلاف له ځمکنیو ماینونو څخه ډیر کار اخلي ، ځکه د هلمند پراخو او هوارو دښتو او شګلنو سیمو د طالبانو لپاره د ماین خښولو لپاره ښه زمینه مساعده کړې ځکه نو هلته طالبان تر نورو جګړه ییزو تکتیکونو ځمکنيو ماینونو ته ډیره ترجیح ورکوي او بهرنیو ځواکونو ته یې ډیری تلفات هم د ماینونو په وسیله ورکړي.

په دې اړه په هلمند کې د برتانوي قوواو پوځي مشر بریګډیر مارک کارلتون (Brigadier Mark Carlton Smith) داسې وايي:

مونږ دلته (هلمند) کې د جګړې له یوه داسې نوعیت سره مخ یو چې په تکتیکي لحاظ ورکې هیڅ مهارت نه لرو.

ځکه مونږ چې د ماین شنډولو په برخه کې کومې زده کړې او تجربې لرو هغه معلوم ماینونه دي چې د ماین جوړلو د معلومو کمپنیو لخوا د معلومو تسلیحاتي مشخصاتو په لرلو سره جوړیږي.

مونږ په وچه او بحرکې د هرډول ماینونو خنثی کولو لپاره د ارد وارک ( MK4 Aardvark ) په نوم ډیر پرمختللي ماین شنډوونکي وسائل لرو چې هغه په ډیره لیري مسافه کې هرډول ماینونه په آساني سره شنډولای شي.

خو د حیرانتیا خبره داده چې په هلمند کې مونږ ترټولو زیات تلفات د همدي ماین شنډوونکو وسائلو د استعمال له وجې وینو، ځکه مونږ پرهغو باوري یو چې ماینونه شنډوي مګر بیا یو ناڅاپه ګورو چې خپله همدا د ماین شنډولو ۱۲ ټنه وزن لرونکې په عصري وسائلو مجهزه زغره واله وسیله د طالبانو لخوا د ځای پرځای شوي ماین ښکار کیږي.

او دا ځکه چې د طالبانو ماینونو د هغوی په خپل لاس جوړ شوي ماینونه دي چې د ماین جوړولو په هیڅ معیار نه دي برابر.

مثلا کله کله هغوی زمونږ د یوې زغروالې شوبلې د تیریدو په لاره کې په دومره زیاته اندازه چاودیدونکي مواد ځای پرځای کړي وي چې هغه د یوې واسطې د تخریب نه ، بلکې د لسو زغروالو پوځي وسائطو د له منځه وړلو پاور(قوت) لري.

د هغوی لخوا دا چاودیدونکي مواد په داسې تقلیدي ( کلیوالي) سیسټم ځای پرځای شوي وي چې نه یې زمونږ د ماین شنډولو ریموټي سیسټم کشف ولی شي او نه هم د هغو الیکترونیکي امواج له لیري انفجار ورکولای شي.

خلاصه دا چې په هلمند کې طالبان له بهرنیانو سره د جګړې په ډګرکې ډیر ترکیز په ځمکنیو ماینونو کوي ، خو د هغه ترڅنګ استشهادي بریدونه ، د خرپ او ترپ غلچکي عملیات ، او همدا راز له لیري څخه د شپي دوربین لرونکو توپکونو په وسیله بهرني او داخلي ځواکونه په نښه کوي.

خو په کندوز کې چې ځکمنی شرائط یې د هلمند برعکس دي هلته بیا د دښمن په خلاف د ښاري جګړو پر تکتیک ترکیز لري.

په بدخشان کې بیا د هلمند او کندوز برعکس هجومي بریدونو ته ډیر ترجیح ورکوي او په دې تکتیک سره یې د یاد ولایت ډیرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

خو په هلمند، کندوز، بدخشان او نورو ټولو ولایتونو کې ټوله جګړه د سپکو وسلو کلاشینکوف ، پیکا ، آر پي جي ام ۱۶ او نورې سپکي امریکايي وسلې د جګړې اساسي وسائل دي چې طالبان د هغوی په زریعه له بهرنیو او داخلي ځواکونو سره جګړه پرمخ بیايي.

همدا راز د ضرورت په وخت کې هاموي زغرګادي ، زیګویک ، دهشکه ، غرنی هاوان ، ۸۲ او ۷۵ ملي متري توپونه او یو شمیر نورې وسلې چې له دولتي ځواکونو څخه ولجه کړي بیرته د هغوی خلاف کاروي.

د پوځي تحرکاتو لپاره هم د ولایتونو او مناطقو په تغیر سره د طالبانو اساسي نقلیه وسائط ۱۲۵ ماډل هونډا موټرسایکلونه او هغه رینجر موټرونه دي چې تقریبا د هیواد په هرولایت کې یې له دولتي ځواکونو څخه غنیمت کړي او یا یې هم په پیسو رانیولې، کاروي.

د ماین جوړونې او متفجره موادو جوړولو تکتیک

په افغانستان کې د طالبانو په لاس جوړ شوي ماینونه هغه وسله ده چې تر بلې هرې وسلې یې امریکایان، د ناټو ځوکونه او داخلي عسکر زیات ځپلې دي . د هغو د جوړلو تکتیک ډیر آسانه او ورکې کاریدونکي مواد هم ډیر په آسانۍ سره تر لاسه کیدای شي.

دا تکتیک د طالبانو په لیکو کې دومره عام دی چې نیږدې د هغوی په هره دلګۍ کې د ماین جوړولو ماهرین شتون لري.

د طالبانو په لاس جوړ شوي ماینونه ( ‌ژیړې بوشکې) هغه وسله ده چې امریکايي او بهرنیو ځواکونو ته یې تر ټولو لویه ضربه په همدې وسلې ورکړې.
د یادو ماینونو د جوړولو تکتیک دومره آسانه دی چې د افغانستان په هرولایت کې یې محلي طالبان په داسې مهارت سره جوړه ولای شي چې د ارد وارک ام کی ۴ ( MK4 Aardvark ) په شان پرمختللي وسائل یې نه کشفولای او نه هم له لیري تخریبولای شي.

د امریکایانو په مقابل کې د جنګیدونکو طالبانو شمیر

تراوسه پوري د طالبانو په رسمي منابعو کې د بهرنیو ځواکونو په مقابل کې د جنګیدونکو طالبانو د ثابت شمیر په اړه څه نه دي ویل شوي ، خو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د طالبانو مقاومتي وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې هلته هر د وسلي اخیستونکی ځوان د طالبانو د صف بالقوه مجاهد دی.

خو اوس به وګورو چې پر طالبانو برید کوونکي امریکایان له پوځي لحاظه څومره ځواکمن او کوم پوځي وسائل لري؟

د امریکايي پوځ د رسمي ویب سایت (https://www.defense.gov )د معلوماتو له مخې د امریکا د متحده ایالاتو وسله وال پوځ د لاندې امکاناتو لرونکی پوځ دی:

امریکايي پوځ ((Military of the United States په نړیواله کچه د نړۍ د لومړۍ نمبر قوي پوځونو له جملې څخه ګڼل کیږي.

د امریکايي پوځ د داخل خدمت پوځیانو شمیر ( ۱۴۰۰۰۰۰ ) تنه ، د هوايي ځواک د جنګي الوتکو شمیر یې (۱۳۸۹۲) ، د زغروالو جنګي وسائطو شمیر یې (۱۵۰۸۹) ، د بحري ځواکونو د جنګي بیړیو شمیر یې (۴۷۳) او کلنی بودیجه یې (٥٩٧) ملیارده ډالره ده . چین ، روسیه او شمالي کوریا د امریکا پوځي ، سیاسي او اقتصادي سیالان دي ، خو کله یې هم له امریکا سره د مقابلې خیال په سرکې نه دی ورګرځولی.

امریکا د همدې مجهز او له تسلیحاتي او تخنیکي پلوه پرمختللي پوځ په وسیله پر طالبانو برید وکړ.

له هغوي سره په دې مقابله کې د نړۍ تر ټولو ځواکمن پوځي تړون (ناټو) او نور ۴۸ غربي هیوادونه هم ملګري وو، خو طالبانو یې پوره ۱۶ کاله مقابله وکړه او لاهم ورسره له امریکايي اشغال څخه د آزادي لپاره دفاعي جګړه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

له طالبانو سره دالله مرسته هم شته دی محکم ایمان دهیواد سره مینه دطالبانو یوه بله بیلکه دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x