نړۍ

چين: سنګيانګ ايالت د ريل ګاډي په تم ځای کې چاودنو درې تنه وژلي او له ۷۰ زيات ټپيان دي

د چين سنګيانګ ايالت چېرته چې، تل د وسلوالو او کميونست حکومت تر منځ جګړې روانې وي، د ريل ګاډي په تم ځای کې د چاودنو له امله درې تنه وژل شوي او ۷۹ ټپيان دي.
چينايي رسنۍ وايي، چې چاودنې د ريل ګاډي د تم ځای دروازې سره وشوې، چې خلکو د وېرې له امله منډې ترړې پيل کړې. لومړني راپورونه وايي، چې دغو چاودنو کې درې تنه وژل شوي او ۷۹ ټپيان دي. د چين روغتيايي چارواکي وايي، چې د ډېرو ټپیان روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.
له چاودنو وروسته سمدستي امنيتي ځواکونه سيمې ته راورسيدل او سيمه يې کلابنده کړه او في الحال دغه ايالت کې د ريل ګاډي خدمات هم ځنډول شوي دي.
د چين ځايي رسنۍ وايي، چې چينايي ولسمشر ژي جنپنګ هم د څلور ورځني سفر په ترڅ کې سينګيانګ ايالت ته راغلی، خو تر دې دمه د په دې اړه نور معلومات نشته، چې دی اوس هم دغه ايالت کې دی او کنه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x