افغانستان

ذکي: په افغانستان کې د بې کارۍ کچه مخ پر لوړېدو ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي وايي، اوسمهال دوه میلیونه افغانان بې کاره دي او که د بې کارۍ د مخنیوي لپاره هڅې ونه شي؛ نو راتلونکو پنځو کلونو کې به پنځه میلیونه افغانان دندې ونه لري.

نوموړي نن د سوداګرۍ خونې او کار نړیوال سازمان ګډې ناستې ته وویل، اوسمهال ۲۲،۴ سلنه کارګر خلک بې دندې دي او که د مخنیوي هڅې یې ونه شي؛ راتلونکو پنځو کلونو کې دغه شمېره پنځه میلیونه ته رسېږي.

د ذکي په خبره، که حکومت او خصوصي سکټور د دوی په جوړه کړې طرحه غور وکړي؛ نو هر کال به یوه میلیون خلکو ته کار پیدا شي.

ده وویل، که وزارتونه خپله بودیجه سمه ولګوي؛ نو هر کال به تر ۴سوه زرو خلکو ته کار پیدا شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر په افغانستان کې د بې کارۍ د لوړېدو اندېښنه داسې مهال ښيي، چې د ملي یووالي حکومت په راتګ نږدې یو میلیون خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي، چې ډېری یې لوستي ځوانان دي.

اوسمهال داسې زرګونه ځوانان هم بې دندې ګرځي، چې د ماسټرۍ تر کچې یې زده کړې کړي؛ خو په ادارو کې د شته اداري فساد له امله مناسبې دندې نه شي ترلاسه کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x