نړۍ

چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژې کې د افغانستان په شاملولو غور کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ‌ ژي ويلي، چين او پاکستان فکر کوي، چې د دواړو هېوادونو ګډه اقتصادي پروژه «سي پيک» نوره هم پراخه کړي، تر څو چين له اسيا او اروپا سره وتړي او افغانستان هم په دغې پرژوې کې ورګډ کړي.

د چین د بهرنيو چارو وزیر دا څرګندونې نن د چين په پلازمېنې بيجينګ کې د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره د درې اړخيزې ناستې پر مهال کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د چين د بهرنيو چارو د وزير له خولې ليکلي، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې له تېرو څو کلونو راهيسې ترينګلې دي او وړانديز یې کړی، چې هېواد يې تيار دی د کابل او اسلام اباد تر منځ شته بې باوري له منځه يوسي او دواړه هېوادونه په ګډه له چين سره د سيمې په اقتصادي او سوله ييزو چارو کې مرسته وکړي.

وانګ‌ ژي وايي، چې د سيمې امنيت او ثبات لپاره د افغانستان او پاکستان  د دوستي اړيکې اړينې دي او هېواد يې فکر کوي، چې افغانستان هم د اقتصادي دهلېز په پروژې کې شامل کړي.

چين په پاکستان کې د ۵۷ ميلياردو ډالرو په ارزښت د اقتصادي دهلېز پروژه پيل کړې او دغه هېواد اوس ټينګار کوي، چې د دغې پروژې د کاميابيدو لپاره بايد افغانستان او پاکستان اړيکې هم يو بل سره ښې ولري.

وانګ‌ ژي وايي، چې افغانستان هغه مهال د اقتصادي دهلېز په پروژې کې داخلېدای شي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې له يو بل سره ښې وي او د دغو اړيکو د ښه کولو لپاره لومړی اسانه او وړو ګامونو ته اړتيا ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف هم ويلي، چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز ګډه پروژه د افغانستان او ایران لپاره هم ګټوره تمامېدی شي او بايد دغه پروژه نوره هم پراخه شي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د اړيکو رغولو لپاره د چين په منځګړيتوب ناستې پيل کړي، چې «درې اړخيزې ناستې» نومول شوي او نن يې لومړنۍ برخه وه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم په دغه ناسته کې د افغانستان په استازيتوب ګډون کړی و او د چين په منځګړيتوب يې له پاکستان سره د ښو اړيکو غوښتنه وکړه.

په دغې ناستې کې په دې هم پرېکړه وشوه، چې د افغانستان او سيمې د امنيت لپاره بايد له طالبانو سره د خبرو باوري بهير پيل شي.

چين، افغانستان او پاکستان په دې سلا شوي، چې د افغانستان بحران يوازې د خبرو له لارې اوارېدی شي او بايد د جګړې د زياتولو پر ځای له طالبانو سره د سولې یقني خبرې وشي او روان بحران ته د پای ټکی کېښودل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x