کرېکټ: په ۲۰۱۷ کې ۵ حیرانونکي لوبې / انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): کرېکټ په اړه ویل کیږي چې تر څو د لوبې وروستی بال نه وي غورځول شوی، واقعیت که هر رنګه وي، پرېکړه باید ونه شي، ځکه چې هره لحظه لوبه د یوه اړخ څخه بل اړخ ته بدلیدای شي، یو لوبغاړی کولای شي چې د مقابل اړخ ټولې لوبډلې ته شکست ورکړي او همداسي یوه پوره لوبډله د یوه لوبغاړي په وړاندي بې بسه پاتې شي.

د ۲۰۱۷ کال د کرېکټ په نړۍ کې یو له هغو کلونو څخه وو چې د کرېکټ تاریخ ته یې حیرانونکي او نا اټکل شوي لوبې وړاندي کړي، چې د هغو څخه یې ځیني لاندي دي:

۱- افغانستان ویسټ انډیز ته په ۶۳ منډو شکست ورکړ

جون ۲۰۱۷، ویسټ انډیز

کله چې دکرېکټ مینوال په لندن کې د آی سي سي چمپینز ټرافي په لوبو کتلو اخته وه، ویسټ انډیزد افغانستان د لوبډلې کوربه وو.

ځکه چې په چمپینز ټرافي کې اته لوبډلې ګډون کوي، ویسټ انډیز نه وو توانیدلی چې په دغه ټورنامنټ کې ګډون وکړي، افغانستان ته یې بلنه ورکړې وه.

افغانستان په یوه ورځنۍ لومړۍ لوبه کې د جاوید احمدي په ۸۱ منډو سره وتوانید ۲۱۲ منډې جوړي کړي.

هدف اسانه ښکاریدی، په ځانګړي ډول په داسي وخت کې چې مقابل اړخ د نړۍ په سطحه یوه پيژندل شوې لوبډله ده او لوبغاړي يې د نړیوالو لوبو د تجربو څخه برخمن دي، خو د راشد خان په جادويي بالنګ باندي د ویسټ انډیز ۷ لوبغاړي وسوځېدل، نوموړي په ۸.۴ اورونو کې یوازي ۱۸ منډي ورکړې.

ویسټ انډیز د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې جوړي کړي او په ۶۳ منډو یې لوبه وبایلله.

دا د ۳ یوه ورځنیو لوبو د سیریز لومړی لوبه وه، دوهمه بیا ویسټ انډیز وګټله او دریمه د باران له وجي لغوه شوه.

۲- اسټرالیا هندوستان ته په ۳۳۳ منډو ماتې ورکړه

فروري ۲۰۱۷، پونه – هندوستان

هندوستان ددې تر مخه ۱۹ ټیسټ لوبې په پرلپسې توګه ګټلي وې، د ټیسټ سیریز په دغه لومړۍ لوبه کې هم د هندوستان پله درنه مالومیده، خو بیا هغه وشوه چې د هیڅ چا په ګمان کې نه وه.

اسټرالیا وتوانید چې په لومړي اننګ کې ۲۶۰ منډي جوړي کړي، دوی پر ۱۹۶ باندي ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړي وه، خو مایکل سټارک (بالر) په چټکه توګه په ۶۳ بالونو ۶۱ منډي جوړي کړې او هدف یې لږ سخت کړ.

خو کله چې هندوستان توپ وهنه پیل کړه، ټول لوبغاړي یې یوازي په ۱۰۵ منډو باندي وسوځېدل.

په دوهم اننګ کې یو ځل بیا د هندوستان بالران وتوانېدل چې اسټرالیا تر ۲۸۵ پوري محدود کړي.

هندوستان له هغه وروسته پوره دوه ورځې درلودې چې ۴۴۱ هدف ته ځان ورسوي خو د تېر په څېر یو ځل بیا ټول لوبغاړي یوازي په ۱۰۷ باندي وسوځېدل. او لوبه یې په ۳۳۳ منډو وبایلله.

ددغې لوبې غوره لوبغاړی «O’ Keefe» و، هغه ۱۲ وکټې واخیستې.

۳- پاکستان په ۱۸۰ منډو هندوستان ته ماتې ورکړه

جون ۲۰۱۷. د چمپینز ټرافي پای لوبه

دا د هندوستان د کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو خواشینوونکې ورځ وه، ځکه چې په پای لوبه کې د خپل ازلي حریف پاکستان څخه یې لوبه بایللې وه.

د لوبې تر مخه هیڅ چا دا ګمان نه کاوه چې پاکستان به ګټونکی وي، خو کرېکټ د ټولو ګمانونو خلاف لوبه ده.

هندوستان د چمپینز ټرافي لوبو ته په دې باور داخل شوی وو چې دا سیالي به ګټي، او ترپای لوبې همداسي روان و، هغوی یوه لوبه هم نه وه بایللې، ان پاکستان ته یې شرموونکې ماته ورکړې وه، خو دا ځل لوبه بېل ډول وه، پاکستان وتوانید چې د خپلو ټولو پخوانیو ماتو غچ واخلي.

هندوستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، دوی دا فکر کوی چې پاکستان به یو اسانه هدف ته محدود کړي، خو داسی ونه شوه، د هندوستان لوبغاړو سمه توپ اچونه ونه کړای شوه، او یا کیدای شي د پاکستان بخت برابر وو، ځکه چې بالر «بومرا» په یوه بال فخر زمان پر ۳ منډو وسوځوی، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه بال «نو بال» وو.

وروسته فخر زمان د احتیاط ټول تدابیر شاته وغورځول او په چټکې سلیزي سره یې د پاکستان منډې ۳۳۹ ته ورسولې.

بیا هم دا هدف د هندوستان لپاره اسانه وو، خو محمد عامر وتوانید چې د سر ۳ لوبغاړي « شیکر داون، روهیت شرما او ویرات کوهلي» وسوځوي، او هندوستان بالاخیره پر ۱۵۸ منډو ټول وسوځيد.

پاکستان دغه لوبه په ۱۸۰ منډو وګټله او چمپینز ټرافي يې په خپل نوم کړه.

۴- زیمبابوې سریلنکا ته په ۶ وکټونو ماتې ورکړه

جون ۲۰۱۷ – سریلنکا

د زیمبابوې لوبډله سریلنکا ته د ۵ یوه ورځینو لوبو د سیریز لپاره ورسیده، هیڅ امید نه وو چې هغوی به یوه لوبه هم وګټي، خو په ناڅاپي ډول زیمبابوې وتوانېد چې په لومړۍ لوبه کې کوربه هیواد ته په ۶ وکټونو ماتې ورکړي.

سریلنکا د لوبې پچه وګټله او انجیلیو ماتیوز د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د عادت سره سم د زیمبابوې بال اچونه داسی خاص نه وه، د سریلنکا لوبډله وتوانېده چې په پنځوسو اورونو کې ۳۱۶ هدف وټاکي چې ډیر سخت ښکاریده.

په جواب کې زمبابوې په ۴۶ منډو دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي وه او ۱۱ اورونه شوي وه.

خو اوپنر «Mire» او «Williams» تر منځ د ۱۵۰ منډو شراکت را منځته شو، چې له امله یې هدف تر لاسه کول اسانه شول او په اخیر کې سکندر رضا خپله لوبډله تر بریا ورسوله په داسي حال کې چې ۱۴ بالونه لا پاتې وه.

۵- سریلنکا هندوستان ته په ۷ وکټونو ماتې ورکړه

روانه میاشت ډیسمبر ۲۰۱۷- درمشالا – هندوستان

په لوبه کې بیا هم هندوستان په خپل هیواد کې د میلمه هیواد پر وړاندي ډیر غوره بلل کیده او داسي ګمان کېده چې په اسانۍ سره به لوبه وګټي، خو داسي ونه شوه.

هندوستان خپل دوه اوپنر لوبغاړي په لومړیو پنځه اورونو کې له لاسه ورکړه، وروسته د سریلنکا تیز بال غورځوونکي چې مشري يې لکمل کوله، د منځ لوبغاړي وسوځول، تر دې چې یو وخت د منډو شمېر ۲۹ و او د هندوستان ۷ لوبغاړي سوځېدلي وو.

خو بیا تجربه کار لوبغاړي دهوني د هندوستان عزت یو څه ور وساته، او منډي يې تر ۱۱۲ پوري وغځولې. هغه ۶۵ منډي جوړي کړي او د ۸۷ بالونو په وړاندی ودریدی.

په دغه لوبه کې بالر «لکمل» یوازي ۱۳ منډي ورکړې، لس اورونه یې وکړل او ۴ لوبغاړي يې وسوځول.

د هدف تر لاسه کولو لپاره سریلنکا دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې په اسانۍ سره وګټله.

لیکوال: ویپل ګوپتا – سرچینه: یاهو کرېکټ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د