نړۍ

واشنګټن پوسټ: د امريکا د نظامي استخباراتو مشر او مرستيال يې له دندو ګوښه کيږي

د امريکا مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې د امريکا د نظامي استخباراتو مشر جنرال مايکل فلين او مرستيال يې ډيويډ چډ د يو شمېر نيوکو او اداري ګډوډيو له امله خپلې دندې پريږدي.
د امريکا د فاع وزارت پينټاګان څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دغه دواړه جګپوړي مشران غواړي له خپلو دندو تقاعد شي.
فرانس پريس د امريکا د نظامي استخباراتو له قوله ليکلي، چې دغه دواړه مشران د يو شمېر اداري ګډوډيو له امله دې ته مجبور کړای شول، چې له خپلو دندو لاس پر سر شي.
فرانس پريس زياتوي، چې دغو دواړو مشرانو په اداره د ګډوډيو سربېره خپلو ټيټ پوړو چارواکو سره هم د مور او ميرې رويه کوله او اداره کې يې ډلبازۍ پیل کړې وې.
پر افغانستان او عراق د امريکايي يرغل يوه لسيزه وروسته د امريکا نظامي استخبارات غواړي، چې خپل هيبت پر ځای کړي او په ټولو اړوندو چارو کې ښه کره او پر ځای معلومات ولري.
واشنګټن پوسټ زياتوي، چې کيدای شي ماري ليجر د نوموړې ادارې نوې مشره وټاکل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x