fbpx

فیسبوک د مخ پیژندنې لپاره نوې ځانګړتیا وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د فیسبوک ټولنیزې شبکې په یوه نوي راپور کې خبر ورکړی چې د شخصیت پیژندلو او ناقانونه لارو باندې خپرو شوو انځورونو مخنیوي لپاره به د مخ په پیژندنه کې پراختیا راولي، که چیرې د کوم فیسبوک کاروونکي انځور پر فیسبوک پرته له اجازې په بله پاڼه خپور شي هغه ته بې له دې چې نوم یې ورسره وي خبر ورکوي.

د فیسبوک شبکه په دې اړه وایي: په دې سره مونږ غواړو د هغه خلکو مخنیوی وکړو څوک چې پر فیسبوک پاڼه پرته له اجازې د بل چا انځور خپروي.

فیسبوک د نوې مخابراتي ټکنالوجۍ څخه د کار اخیستلو په موخه غواړي چې د نورو کاروونکو لخوا ناقانونه انځورونو خپرولو مخه ونیسي، ددې لپاره ړومبی دغې کس ته په فوري ډول خبر ورکول کیږي او بیا ددې کس ملګري ته خبر ورځي، تر څو خپل ملګری له دې خبر کړي چې انځور یې  په ناقانونه ډول پر فیسبوک پاڼه خپور شوی.

د فیسبوک مشرانو ددوه ملیاردو کاروونکو ګروپ ته په وینا کې وویل: “مونږ به تاسو ته یادونه کوو که چیرې ستاسو انځور د بل چا لخوا خپور شوی و”.

ددوی په وینا به دغه ځانګړتیا به ډیر زر وړاندې شي، او کسانو ته به اجازه ورکړل شي چې خپل انځورونه په خپرو شوو انځورونو کې په نښه کړي، که غواړي له هغه ځایه یې لري کړي، یا هغه کس ته خبرداری ورکړي، او یا هم دغه خبر فیسبوک ته د شکایت لپاره رپورټ کړي.

د یادونې وړ ده چې د فیسبوک په وینا به دغه خدمات د څه وجوهاتو له کبله د اروپایي ټولنې په شمول په کاناډا هېواد کې کار نه کوي.

سرچینه: عربي۲۱

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د