افغانستان

فراه: پشترود ولسوالۍ مرکز او اړوند دفترونه په بمونو والوځول شول

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په يوه ليږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې پرون ماذديګر د دوی سلګونو نظامي ملګرو د فراه ولايت پشترود ولسوالۍ پر مقر، امنيته قومندانۍ او ملي اردو مرکز څلورو خواوو څخه د سپکو او درنو وسلو درانه بريدونه پيل کړل، چې د څلور ساعته پرله پسې جګړې وروسته د دوی ملګرو د ولسوالۍ مرکز او نور اړوند دفترونه ونيول او له نيولو وروسته يې په بمونو والوځول.

احمدي زياتوي، چې په دغه جګړه کې د ولسوالۍ امنيتي او نورو اړونده کسانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ځينې يې په تېښته بريالي شوي.

 

د ښاغلي احمدي له قوله چې جګړه اوس هم روانه ده.
احمدي د همدې خبرپاڼې په ترڅ کې د هيواد له رسنيو هم ګيله کړې، چې د دوی کره خبرونه نه خپروي او دې سره خپل ناپيلتوب ته زيان رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x