fbpx

ولې د ځیګر په ناروغۍ اخته کیږئ؟ لاملونه او نسخې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ځیګر د انسان په بدن کې د سترو او مهمو اعضاو څخه یو دی، چې په بدن کې د ۵۰۰ نه زیات کارونو کې مرسته کوي، لکه د وینې صفایي، زهرجن مواد ویستل، خوراکي شیان په قوت بدلول، ویټامنز زخیره کول او داسې نورو ډیرو شیانو کې مرسته کوي.

د طب متخصصینو د وینا له مخې ځیګر د هر هغه شي صفایي کوي کوم چې انسان خوري، که هغه خارجیږي یا په بدن کې مصرفیږي، خو ځیګر خپل کار پر مخ وړي، همدغه لامل دی چې څو عام شیان ځیګر زیانمنوي، خو که مونږ وغواړو ځیګر مو روغ او سالم پاتې شي دومره ستونزمن نه دی.

هغه شیان چې ځیګر ته زیان رسوي په لاندې ډول دي:

په مناسب ډول اوبه نه څکل: د ډاکټرانو د وینا له مخې روزانه اته ګیلاسه اوبه څکل د روغتیا لپاره ډیر ګټور دي، په ښکاره خو دا د انسان لپاره ډیرې بریښي، خو په حقیقت کې بدن ۶۵ سلنه پر اوبو ولاړ دی، مطلب انسان ته له دې هم ډیرې اوبه څکل پکار دي، خو کله چې ځیګر زهرجن مواد له بدنه وباسي اوبه یې مرسته کوي، او که اوبه په بدن کې کمې وي زهرجن مواد پاتې کیږي او انسان له نورو ناروغیو سره مخ کیږي.

نشه کول: په نړۍ کې ډیر خلک هر کال د نشه یي توکو له کبله مړه کیږي، په ځانګړي ډول یواځې امریکا کې د کال پنځوس لکه کسان د نشې له امله له مرګ سره کیږي، د یوې څيړنې له مخې ویل شوي چې نشه کول ۵۰ سلنه د ځیګر د سرطان لامل کیږي، د طب متخصصینو په وینا سګریټ د خطرناکو کیمیکلو نه ډک وي چې د بدن سیستمي فشار پورته کوي، ددې فشار پورته کیدو نتیجه کې د بدن ټول سیستم له منځه تلو امکان وي.

چاغوالی: چاغوالی د ډیرو خلکو لپاره سر درد وي، او هیڅوک نه غواړي له اندازې زیات ځان چاغ کړي، خو کله چې انسان ډیر چاغ شي، په بدن کې اضافي وازده د ځیګر نه شاوخوا راټولیږي، او انسان ته د ځیګر غوړوالي ناروغي پیدا کوي.

له اندازې زیاته بوره/چیني خوړل: خواږه خواړه یا څښاک د هر چا خوښ وي خو ددې زیات استعمال د ځیګر ناروغۍ زیږوي، ددې غټه وجه داده چې په عام ډول خواږه د ځیګر خلاوې کنترول کوي، خو کله چې خواړه زیات شي ځیګر لپاره ددې کنترول ستونزمن شي او ستر زیان رامنځته کوي، پکار داده چې د بورې استعمال کم او په اندازه وشي.

له ویده کیدو وړاندې ډوډۍ خوړل: ځیګر د شپې لخوا په بدن ډېر کار کوي، خو کله چې انسان د شپې لخوا ډوډۍ ډېره وخوري د ځیګر فعالیت زیات شي او د بدن کنترولول ورته هم  سخت شي، همدارنګه د شپې لخوا ډیره ډوډۍ خوړل د نورو ناروغیو ترڅنګ چاغوالی هم رامنځته کوي چې هغه پخپله د ځیګر لپاره ناروغي ده، نو پکار داده چې د شپې لخوا ډوډۍ کمه وخوړل شي او یا له ډوډۍ وروسته څو قدمه واخیستل شي.

ذهني فشار: د څیړنو پر اساس د بدن او ذهن ترمنځ اړیکه شته، کله چې انسان له اندازې زیات تر ذهني فشار لاندې راشي دده ځیګر ته زیان رسیږي، تر دې چې د انسان لپاه مرګ ګواښونکی ثابتیږي.

ورزش نه کول: ورزش کول باید د انسان د روزانه کارونو څخه یو وي، ځکه چې په دې سره د ځیګر فعالیت ښه کیږي او ورته ارام رسیږي، د طب متخصصین هر انسان ته لږ تر لږه په یوه اونۍ کې د ۱۵۰ تیز قدم اخیستلو او یا نورو منډو وهونکو لوبو کولو مشوره ورکوي.

درد ختمونکې دوایانې: د سر درد، تبه او یا د بدن درد لپاره انسان درد ختمونکې دوا استعمالوي، چې په عین وخت کې ارام ورکوي خو د اوږدمهاله وخت لپاره دغه دوایي استعمالول ځیګر ته زیان رسوي، ځکه چې د نورو خوړو په څیر دوا هم له ځیګر څخه تیریږي او د فعالیت پر وخت ورته زیان رسیږي.

سرچینه: ډان نیوز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د