افغانستان

هلمند: مارجه کې دوه پوليس په خپلمنځي جګړه کې وژل شوي

نن ټکی اسيا: د هلمند ولايت مارجه ولسوالۍ چاواکي وايي، پرون چهارشنبه د دغې ولسوالۍ بازار څلور لارې کې يو پوليس ډزې وکړې او يو سړی يې و واژه.
چارواکي زياتوي، چې نوموړي پوليس د تېښتې هڅه کوله، چې بل پوليس پرې ډزې وکړې او په دوه اړخيزو ډزو کې دواړه پوليس و وژل شول.
پژواک خبري اژانس د سيمې د يو اوسيدونکي له قوله وايي، چې پوليس د سيمې له يو دوکاندار څخه په زور خوراکي توکي غوښتل، چې د هغه د انکار په صورت کې پرې پوليس ډزې وکړې او نوموړی دوکاندار يې و واژه.
خبر زياتوي، چې قاتل پوليس د تېښتې هڅه کوله چې د نورو پوليسو لخوا په نښه شو او دوه اړخيزه نښته کې دوه پوليس و وژل شول.
د سيمې خلک وايي، چې دوه پوليس او يو ولسي وګړي د خپلمنځي جګړې له امله وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x