واشنګټن پوسټ: د ټرمپ لومړی کال د امریکايانو لپاره تر اټکل زیات خراب

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې يوه ليکوال ليکلي، چې ډېری امریکايانو ۲۰۱۷ کال په داسې وېرې پيل کړ، چې ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر ټاکل شوی و، خو دا کال په داسې حالت کې پای ته رسېږي، چې د امریکايانو لپاره تر اټکل شوې اندازې هم زيات خراب و.

د مقالې ليکوال يوجين رابنسن پوښتنه کوي، چې چا به دا خبره يو ځل د ولسمشر له خولې اورېدلي وي، چې د سپين پوستو سخت دريځو او نازيانو په غونډې کې ګډونوال يې «تر ټولو غوره خلک» بللي دي؟ او دا به چا فکر کړی وي، چې ولسمشر دې په ملګرو ملتونو کې خپلې سفيرې ته پوره واک ورکړي، چې هغو هېوادونو د ګواښ په لهجه خبرې وکړي، کوم، چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ګټو لپاره رايه نه ورکوي.

ليکوال زياتوي، چې ايا تا کله داسې فکر هم کړی، چې د نړۍ ستر پوځي او اقتصادي ځواکمن هېواد دې د علمي او ساينسي اصولو مخالفت خپله جدي پرېکړه او قانون وبولي؟

ليکوال مخکې وايي، چې امریکايان له پيله په دې باور وو، چې ټرمپ يو ځان خوښی، نرګس طبیعته او د کمزوري فکر سړی دی، خو دوی هيله من وو، چې د ولسمشرۍ د واک د تر لاسه کولو پر مهال به پوخ شي، خو عملا هغه څه پېښ شول، چې امریکايي ولس يې تمه نه درلوده او روان کال د امریکايانو لپاره تر اټکل هم زيات بد او خطرناک ثابت شو.

د ليکوال په باور ډونلډ ټرمپ هره ورځ هغه ټلويزيونونه ګوري، چې د ده ستاينې کوي، دی پرمختللی بولي او د ده په اړه خپله کرکه او نيوکې پټوي، په ټول حکومت او هېواد کې يې مرستيالان او خواخوږي لږ شوي، ده ته د ملي امنيت په اړه سم معلومات نه ورکوي او د کابينې د غړو په ګډون د هغه ټول سلاکاران ټرمپ ته خوږې خبرې کوي، تر څو د ټرمپ د خوښۍ وړ وګرځي او دغه بې فکره ولسمشر په خپل واک کې وساتي. ټرمپ او د هغه سلاکاران تل هڅه کوي، چې د ټرمپ د ناقدينو او سمونپالانو غږونه خپ کړي او امریکايان اوسمهال تر يوې بدې او ناوړې تجربې تېريږي.

ليکوال زياتوي، امریکايي ولس وليدل، چې سږ کال د کانګريس جمهوري پلوو غړو ټرمپ ته غاړه کېښوده او د اجرائيي قوت لپاره يې پر هغه فشار زيات نه کړ. يوجين رابنسن وايي، چې د کانګريس غړي د ټرمپ په نا اهلۍ باوري دي، خو د هغه له پلويانو د وېرې او د طمعې له امله د هغه ملاتړ کوي، خو تاريخ به هېڅکله دغه موقع شناس خلک ونه بښي.

ليکوال دا هم وايي، چې د ټرمپ اداره د حساب په ورکولو هم باور نه لري، چې خپله لور او د هغې مېړه يې د نا اهلۍ سربېره د لوړپوړو سلاکارنو په دندې ګومارلي او په خپلې اداري د بشري سرچينو د کموالي سربېره د وړ چارواکو په ګومارلو نه دی توانېدلی.

يوجين رابنسن په ورجينيا او الامبا ايالتونو کې د جمهوري پلوو ناکامۍ ته په اشارې ويلي، چې دا د ډيموکراټانو بريا نه ده، بلکې د ټرمپ پر ضد د امریکايي ولس کامیابي ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د