نظــر

د جدي د شپږمې څو تاریخي درسونه

أبو عابد

د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه نیټه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو زموږ په اسلامي هیواد تیری وکړ.

شورویانو په همدې ورځ په لومړني یرغل کې خپل پخوانی کمونیست ګوډاګی حفیظ الله امین له ټولې کورنۍ سره په ډیر وحشت وواژه او خپل بل ګوډاګی ببرک کارمل یې په روسي ټانګ سپور راوست او د ارګ په تخت یې کیناوه.

دا چې په هره تاریخي واقعه کې مهمه دا وي چې د خپل روان حالت او راتلونکې لپاره ترې درسونه او عبرتونه را وایستل شي، په دې مختصره لیکنه کې هڅه کوو چې د جدي د شپږمې نیټې د مهمې واقعې په دلالاتو او عبرتونو باندې رڼا واچوو.

۱ ـ د شورویانو د خونړي یرغل لومړنی قرباني حفیظ الله امین و، امین هغه څوک و چې له دې وړاندې یې څوارلس کاله په افغانستان کې د شوروي کمونیزم د ګټو لپار کار کړی و، هغه خپل اسلامي او افغاني اصالت ته شا ګرځولې وه او له لنین او کرملین سره یې خپل برخلیک تړلی و، امین چې کله د افغانستان په ولسي جرګه کې د کابل وکیل و نو په هره مسئله کې به یې د اسلام او افغانیت له ګټو د دفاع په ځای د شوروي کمونیزم د دفاع لپاره استدلال کاوه. امین د شوروي کمونیزم د حاکمیت لپاره دافغانستان دوه سوه کلن شاهي رژیم د خونړۍ کودتا په زور راوپرځاوه، خو کله چې د امین شوروي بادرانو وغوښتل افغانستان په مستقیم ډول تر واک لاندې راولي، نو خپل دغه وفادار ګوډاګی یې له ټولې کورنۍ او چخ و پخ سره لومړی بې هوښه او بیا یې د الفا ګروپ د ځانګړو قاتلانو په لاس چارماري کړ.امین او د هغو ملګرو کمونیستو ګوډاګیانو ته د شورویانو وروستی انعام هم دا و چې په توهین آمیزه مرګ یې ووژل او په بې نښانه قبرونو کې نوم او نښان ور ورک کړ. د امین انجام اوسنیو د غرب ګوډاګیانو ته ښه عبرت کیدلای شي. دوی باید پوه شي چې اشغالګران له خپلو ګوډاګیانو یوازې د محروقاتو په حیث استفاده کوي او نور ورته هیڅ حیثیت او اهمیت نلري.

۲ ــ د ګوډاګیانو په شان د جدي شپږمه اشغالګرانو ته هم واضح پیغام له ځان سره لري.هغه وخت چې افغانستان د شوروي د څلویښتم لښکر تر ګامونو لاندې کیده، زموږ هیواد د دریمې نړۍ یو غریب، وروسته پاتې او په پوځي لحاظ کم وسه هیواد و. بالمقابل شوروي اتحاد د نړۍ په سطحه هغه پوځي قدرت و چې نه یوازې امریکا بلکې ټوله اروپا او غربي نړۍ یې مرعوبه کړې وه. تر دې چې غربیانو د شوروي له اذیته د ځان ساتلو لپاره په ګډه د ناټو پوځي تړون رامځته کړی و.

خو د جدي له شپږمې وروسته د افغان اولس جهاد او ویاړمن مقاومت ثابته کړه چې دا مؤمن اولس د الله تعالی د نصرت او خپلو شخصیتي مزایاوو په برکت د دې توان لري چې تر خپل توان درانه پيټي پورته کړي او تر خپل ځان په مراتبو ځواکمن دښمنان په ګونډو کړي. د جدي د شپږمې مست او مغرور یرغلګران نه یوازې دلته په پوځي لحاظ مات شول، بلکې په نړیواله کچه یې سیاسي اعتبار او نظریې هم شکست وخوړ چې پایله یې له درستې نړۍ د کمونیزم لمن ټولیدل شول.

۳ ــ په افغانستان د شوروي د یرغل په مهال د شوروي اتحاد مشري د برژنف په نوم د یو داسې لیوني شرابخور په لاس کې وه چې د عاداتو، کړنو، څیرې او ډیرو نورو مشخصاتو له اړخه کټ مټ د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ورته و. داسې فکر کیده چې د شوروي اتحاد دغه لیونی مشر به وتوانیږي چې د خپل لیونتوب په زور نړیوال مرعوب کړي اود درستې نړۍ په کابو کولو سره به د انټرناسیونالیست​ي ټولنې هغه ارمان پوره کړي چې له دې وړاندې لینن، تروتسکي، سټالین او نورو کمونیستي مشرانو له ځان سره ګور ته وړی و.

اما د جدي له یرغل وروسته حوادثو وښوده چې د برژنف پالیسۍ شوروي اتحاد ته د ګټه رسولو په ځای ددې ځواکمن هیواد بنیادونه لړزوي. په افغانستان برید چې د ملل متحد د اکثرو غړو هیوادونو لخوا محکوم شو، شوروي اتحاد یې په نړۍ کې له سیاسي انزاو سره مخامخ کړ. وروسته په دې هیواد کې د شورویانو جنایاتو د دوی د بشر پالنې او کور، کالي، ډوډۍ شعارونه هم تر پوښتنې لاندې راوستل او هغه وخت چې برژنف د خپل ژوند وروستۍ سلګۍ وهلې شوروي لښکر د افغانستان په جبه زاره کې داسې غرق و چې د بیرته ځان ایستلو مجال یې نه درلود.

۴ ــ د جدي د شپږمې له حادثې سره اړوند تر ټولو عبرتناک سرګذشت د هغه کمونیست ګوډاګي و چې د شورویانو په ټانګ سپور افغانستان ته راغی. ببرک کارمل چې خپل ژوند یې د شوروي د ګټو او سټراتیژیکي پلانونو تعمیل او تکمیل ته وقف کړی و تر دې حده په شوروي عاشق و چې حتی په خپل زوی یې هم د روسي ژبې یو نوم ايښی و. ببرک کارمل چې له دې پخوا یي په پرچم جریده کې په لینن درودونه ویل، د جدي په شپږمه یې تاریخي افغانستان د شوروي لښکرو پښو ته وغورځاوه او اولس یې له سخت امتحان سره مخامخ کړ.

مګر وروسته چې کله شورویانو شکست وخوړ، نو د خپلو ماتو او ناکامیو مسؤلیت یې هم خپل وفادار ګوډاګي ببرک کارمل ته ورپه غاړه کړ، له همدې امله یي لومړی هغه معزول او وروسته یې په مسکو کې نظر بند کړ، د ژوند په وروستیو کې د حیرتان بندر ته څیرمه په یوه کانتینر کې تر هغه وخته محبوس وساته چې همالته یې د رواني ځور او تنهایي په عالم کې ساه ورکړه.

د افغانستان وتلی خبریال حامد علمي چې د ژوند په وروستیو کې یي ببرک کارمل لیدلی و ، لیکي چې ببرک کارمل تر هر چا زیات له شورویانو شکایت کاوه،د نوموړي کانتینري ژوند او د بې وسۍ ژړا ګانې هغه څه وې چې د پردیو ګوډاګیانو ته یې عبرتناک درس له ځان سره درلود. د کارمل له ذلیلانه سرګذشت او انجام نه اوسني د امریکا ګوډاګیان زده کولای شي چې دوی لکه څنګه چې اوس د پردیو بادرانو تر ځغ لاندې د محکومیت ژوند تیروي انجام به یې له دې هم په مراتبو زیات عبرتناک وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

ښکلې ليکنه او مالوماتي وه خو چې حوالې مو هم ورکړي واى، د ببرک کارمل خينځير ژوند به ولې نه تنګېده چې ده په څه باندې 20000 خپلواکو عالمو استادانو باندې تورونه ورپورې کړل او د پولچرخي تورو تمبو ته يې واچول بيا يې پرته له وکيل او قضا ډله ييزه وژنې ترسره کړلې او مړي يې هم وارثينو ته ونه سپارل نو الله ج خو لوى ده انصاف خو به کېږي. بله ستونزه د اوسنيو دولتمشرانو داده چې دوى پخپل تاريخ باندې هېڅ مالومات نلري له کبله يې د پردو د لاس آلې ګرځي لګيا دي. پخوانى تاريخ بيا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x