fbpx

بیت المقدس د تاریخ په لوړو او ژورو کې

قاري حبیب

فلسطین د عربي ټاپوزمې په لویدیځ کې د پخواني شام د هغې برخې نوم دی چې د اردن سیند او مدیترانې بحیرې تر منځ پرته ده.که څه هم ټول شام ارض الانبیاء بلل کیږي خو فلسطین بیا په شام کې هغه ځانګړې ټوټه ده چې الله تعالی یې په سورة الاسرا کې د فیض او برکت امتیاز په صراحت بیان کړی دی.د تاریخي روایاتو له مخې د فلسطین اصلي اوسیدونکي هغه سامي عرب قبائل وو چې له جزیرة العرب نه دغې زرخیزې سیمې ته کوچیدلي وو، وروسته دا سیمه د یهودانو تر واک لاندې راغله او بیا د پیړیو په اوږدو کې د مختلفو قومونو او مذهبي پیروانو تر منځ لاس په لاس په شوه.

په اسلامي تاریخ کې د فلسطین له نوم سره له هغه مهاله آشنا کیږو کله چې له اوس نه شاوخوا څلورزره کاله پخوا د ابراهیم علیه السلام عبرتناک سرګذشت او تاریخي سفر پیلیږي. ابراهیم علیه السلام د عراق په أور سیمه کې وزیږېد، له هغه ځایه یې د ترکیې حران سیمې ته هجرت وکړ،وروسته له حران څخه د شام په خوا روان شو او په فلسطین کې میشت شو. په فلسطین وچکالي راغله او ابراهیم علیه السلام مصر ته لاړ خو ډیر ژر بیرته فلسطین ته راستون شواو همدلته د اوسیدو له امله الخلیل ښار دده په نوم مسمی شو.

په فلسطین کې د بیت المقدس اوسنی ښار چې وروسته په ایلیاء او قدس سره ونومول شو د ابراهیم علیه السلام په زمانه کې د یبوس په نوم یادېده، ابراهیم علیه السلام لکه څنګه چې د ځمکې د مخ لومړنۍ ودانۍ بیت الله شریفه له سره ودانه کړې وه د مسجد الاقصی په نوم هغه تاریخي مسجد یي هم له سره ودان کړ چې د ادم علیه السلام له زمانې راهیسې د قدس په سیمه کې پر الله تعالی د باور لرونکو عبادتځای و. په صحیحینو کې د أبوذر غفاري رضی الله عنه نه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې وپوښتل چې په ځمکه کې تر ټولو لومړی کوم مسجد جوړ شوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب راکړ چې لومړی مسجد الحرام جوړ شوی دی. ما وپوښتل او دوهم کوم مسجد جوړ شوی؟ ځواب یي راکړ چې مسجد الاقصی. أبوذر غفاري رضی الله عنه وایي ما وپوښتل چې د دوی د تاسیس تر منځ څومره موده وه؟ نبي علیه السلام ځواب راکړ : څلویښت کاله.

له دیني لیدلوري مسجد اقصی د کومې مشخصې ودانۍ یا عمارت نوم نه دی، بلکې د هغه ځای نوم دی چې له څو زریزو راهیسې د پیغمبرانو د عبادت ځای پاته شوی دی.هغه ساحه چې د مسجد الاقصی اطلاق ورباندې کیږي د څه کم پنځه سوه متره طول او شاوخوا درې سوه متره عرض درلودونکې هغه ساحه ده چې اوسنی مسجد الاقصی، قبة الصخره او نور متبرک مقامات احاطه کوي.

دا مبارکه ځمکه لکه څنګه چې د ادم علیه السلام او ابراهیم علیه السلام د عبادت ځای پاته شوی، وروسته حضرت یوشع علیه السلام، موسی علیه السلام او یعقوب علیه السلام هم د الله تعالی په عبادت پاللی دی. داود علیه السلام دلته د عبادت لپاره ځانګړی محراب ودان کړی و او زوی یي حضرت سلیمان علیه السلام همدلته یو لوی معبد ودان کړ چې په هیکل سلیمان یي شهرت وموند او بیا د بخت نصر د یرغل په مهال ونړول شو.

د سلیمان علیه السلام له زمانې وروسته دا سیمه د یهودانو تر تصرف لاندې راغله، خو څرنګه چې یهود یو سرکشه قوم و الله تعالی ورباندې بیا بیا آفتونه نازل کړل. که څه هم د آخري نبي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له بعثت وړاندې د فلسطین یهود بیا بیا ترمختلفو یرغلونو لاندې راغلي خو په دوی دوه ستر عذابونه هغه راغلي چې قران کریم هم ورته په سورة الاسراء کې اشاره کوي. الله تعالی فرمایي: وَ قَضَیْنا إِلی بَنِی إِسْرائِیلَ فِی الْکِتابِ لَتُفْسِدُنَّ فِی الْأَرْضِ مَرَّتَیْنِ وَ لَتَعْلُنَّ عُلُوًّا کَبِیراً. الاسراء ۴ آیت

د فلسطین د یهودو لومړی ستر فساد هغه و چې د الله تعالی د استازو په نه منلو سربیره یې ځیني پيغمبران قتل کړل، الله تعالی د بابل حاکم بخت نصر په فلسطین حاکم کړ، بخت نصر په لسګونو زره یهود قتل کړ، نور یي له فلسطین څخه وشړل او ډير یي دغلامانو په ډول له ځان سره بوتلل، بخت نصر د سلیمان علیه السلام له وخته پاته معبدهم ونړاوه، فلسطین تر ډیرو کلونو د یهودو له تصرف څخه وتلی و تر دې چې د فارس حاکم کوروش په بخت نصر بری وموند او یهودانو ته یي اجازه ورکړه چې بیرته فلسطین ته راوګرځي.

د یهودو دوهمه لویه ناروا د عیسی علیه السلام د قتل هڅه وه، دوی په خپل باطل زعم هغه په دار کړ مګر په حقیقت کې الله تعالی هغه ترې نه اسمان ته پورته کړ، ددې جرم له امله الله تعالی په دوی د روم حاکمان مسلط کړل او دوی یي بیا بیا سخت وټکول، زرګونه یهود یي مړه اوګڼ نور یې له فلسطین څخه د نړۍ بیلابیلو برخو ته په تیښته مجبور کړل.

په څلورمه میلادي پیړۍ کې چې د روم امپراطور قسنطنطین مسیحیت قبول کړ، نو فلسطین چې د عیسی علیه السلام د تولد او د دوی په زعم د تصلیب ځای و د نوموړي لپاره یي ځانګړی تقدس درلود، د رومي امپراطور همدا دلچسپی ددې لامل شوه چې بیت المقدس د یهودو له واک څخه ووت او د روم مسیحي واکمن یي متولیان شول، د روم د امپراطورۍ له تقسیم وروسته بیت المقدس د ختیځ روم د امپراطورۍ تر واک لاندې پاته شو. د اوومې میلادۍ پیړۍ په لومړیو کې هغه مهال چې اسلام په جزیرة العرب کې ظهور کړی و، د فارس او روم واکمن له یو بل سره په جګړو بوخت وو، دغه وخت بیت المقدس د لنډوخت لپاره فارسیانو ونیو، خو د شام رومي حاکم هرقل ورباندې حمله وکړه او بیرته یي ددې مهم ښار واک په لاس کې واخیست.

د اسلام په راتګ سره د نورو اسماني ادیانو په شان په محمدي دین اسلام کې هم بیت المقدس لومړنۍ قبله وګرځول شوه. کله چې د اسراء او معراج واقعه راغله او نبي علیه السلام لومړی بیت المقدس ته لاړ، هلته یې د انبیاء کرامو امامت وکړ او بیا اسمانونو ته پورته شو، په دې سره په اسلام کې د بیت المقدس اهمیت او فضیلت نور هم څرګند شو. الله تعالی د اسراء د واقعې په اړه نازل کړیو آیتونو کې د بیت المقدس متبرک مقام په مسجد الاقصی سره ونوماوه او بیا د لومړنۍ قبلې همدا نوم شو.

وروسته که څه هم د مسلمانانو قبله بیت الله شریفه وټاکل شو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیت المقدس یو له هغو دریو مساجدو څخه وباله چې مسلمانان یې باید زیارت وکړي. عن أبي هريرةرضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “لا تشد الرحال إلا إلى ثلاثة مساجد: المسجد الحرام، ومسجد الرسول صلى الله عليه وسلم، ومسجد الأقصى. متفق علیه

هغه وخت چې اسلام د پراخیدو په حال کې و او اسلامي فتوحات روان و، په فلسطین او بیت المقدس کې که څه هم یهود موجود وو اما ددې ټولې ساحې واک د رومي مسیحیانو په لاس کې و، یهودان د څلورمې میلادي پیړۍ را وروسته نور د فلسطین او قدس شریف د واک په موضوع کې فریق نه بلل کیدل، حتی وروسته هم د صلیبي جګړو په مهال د بیت المقدس د واک اصلي دعوه داران صلیبي مسیحیان او مسلمانان ول او د یهودو لپاره چا دا حق په رسمیت نه پیژاند چې په دې مهمه ساحه دې واک ولري. دا چې څرنګه وروسته ددې سیمې واک یهودو ته ورکړل شو او په فلسطین کې یهودي دولت تشکیل شو، دې موضوع ته به وروسته کتنه وکړو.

په نبوي دور کې له رومي مسیحیانو سره د مؤته غزا قدس ته نږدې د اردن سیند په ختیځ غاړه وشوه، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې سیمې د فتحې لپاره د اسامه بن زید په مشرۍ لښکر تیار کړ، د ابوبکرصدیق رضی الله عنه په دور کې د ارتداد فتنې د شام او بیت المقدس فتحه وځنډوله، تر دې چې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په دور کې د ابوعبیده بن الجراح په مشرۍ اسلامۍ لښکر قدس ښار چې هغه مهال یروشیلم او ایلیاء بلل کیده محاصره کړ. له څه وخت محاصرې وروسته د ښار مسیحي مشر پادري صفرونیوس په دې شرط تسلیمي ته غاړه کيښوده چې د مسلمانانو خلیفه حضرت عمر رضی الله عنه به قدس ته راځي او دی به په خپل لاس د ښار واک ورسپاري. په ۱۵ هجري کال کې چې ۶۳۶ میلادي سره سمون خوري حضرت عمر رضی الله عنه پرته له جنګ څخه د قدس ښار ته ننوت، د اسلامي خلافت برخه یي کړاو په بیت المقدس یې ونوماوه.

قدس له هغه وروسته د راشده خلافت دغه راز اموي او عباسي دولتونو په مهال د مسلمانانو تر واک لاندې و. په اموي دوران کې عبدالمالک بن مروان قبة الصخره ودانه کړه دغه راز یې د مسجد اقصی له سره تأسیس کړ چې د نوموړي زوی ولید بن عبدالمالک دغه ودانۍ پسې تکمیل کړې. د امویانو له سقوط وروسته چې واحد اسلامي دولت ټوټه ټوټه شو، قدس بیا بیا د عباسیانو، فاطیمیونو او قرامطه وو تر منځ لاس په لاس شو. تر دې چې په ۱۰۷۱ میلادي کال کې د سلجوقیانو تر واک لاندې راغی.

دغه مهال چې اسلامي واکمنۍ له یو بل سره په خپلمنځي جګړو اخته وې اروپایي مسیحیانو فرصت غنیمت وباله او د صلیبي جګړو په اغاز سره یې د مدیترانې له اړخه په اسلامي قلمرو بریدونه پيل کړل، په ۱۰۹۹ میلادي کال کې صلیبي مسیحیانو د شام د نورو برخو په شان بیت المقدس هم ونیو او دلته یي له ۷۰ زره زیات مسلمانان په قتل ورسول. د صلیبي جګړو په وړاندې اسلامي جهاد پیل شو ، د بیت المقدس د آزادۍ لپاره ډيرې هڅې وشوې تر دې چې په ۱۱۸۷ میلادي کال کې د حطین په جنګ کې له بریا وروسته صلاح الدین ایوبي وتوانید چې په بیت المقدس کې هم صلیبیان مات کړي او دغه متبرک مقامات یو ځل بیا تر واک لاندې راولي. صلاح الدین ایوبي په قبة الصخره لګول شوی صلیب مات او رانسکور کړ او له ۸۸ کاله بیلتون وروسته یي قدس شریف یو ځل بیا له اسلامي جغرافیې سره پیوند کړ.

د سلطان صلاح الدین ایوبي له وفات وروسته په ۱۲۲۹ میلادي کال کې بیت المقدس د لنډې مودې لپاره یو ځل بیا صلیبیانو ونیو خو د ایوبي واکمو لخوا بیرته ورڅخه ازاد شو. کله چې د ختیځ لخوا په اسلامي نړۍ چنګیزي فتنه راپورته شوه، د ماوراء النهر، خراسان، فارس، عراق او شام د ډیرو برخو له نیولو وروسته تاتاریانو د فلسطین د نیولو اراده هم وکړه، خو په ۱۲۵۹ میلادي کال کې د مصر مملوکي حاکم سلطان قطز د بیت المقدس ختیځ ته د عین جالوت په ساحه کې تاتاریانو ته پریکنده شکست ورکړ چې همدا شکست د تاتاري یرغل د شکست پيلامه هم ثابت شو.

له دې وروسته د شپاړسمې میلادي پیړۍ تر وروستیو بیت المقدس د مملوکي سلطنیت تر واک لاندې و، تر دې چې په ۱۶۱۶ میلادي کال کې د عثماني سلطنیت مشر سلطان سلیم الاول دا سیمه په خپله واکمني کې شامله کړه. په په ۱۸۳۱ – ۱۸۴۰ م کلونوکې د مصر حاکم محمد علي فلسطین له مصر سره ملحق کړی خو عثمانیانو بیرته ترې ونیو، له دې لنډې مودې پرته د ۱۷ – ۱۸ او ۱۹ میلادي پیړیو په ټولو کلونو کې بیت المقدس د عثماني دولت تر واک لاندې و تر دې چې په ۱۹۱۷ میلادي کال کې د لومړي نړیوال جنګ په مقال د انګریزانو لخوا اشغال شو.

دا چې فلسطین او په خاص ډول بیت المقدس چې عثماني شاهانو د قدس الشریف لقب ورکړی و څرنګه چې په وروستي ځل د مسلمانانو له لاس ووت او بیا څرنګه دلته یو اسرائیلي دولت تشکیل شو یو اوږد مبحث دی. خو سرټکي یې دا دي چې یهودو له پیړیو پیړیو دا انتظار درلود چې دوی به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه بیرته خپل وطن کنعان( فلسطین) ته راګرځي. د نولسمې پیړۍ په وروستۍ نیمایي کې چې د یهودو صهیوني حرکت په زور کې و، یهودي مفکر هرتزل په ۱۸۹۵ میلادي کې یو کتاب ولیکه چې نوم یي و( یهودي دولت) نوموړي په دې کتاب کې د یهودو لپاره په دیني نظریه د ودان شوي هیواد تیوري تشریح کړه او د داسې یوه دولت د جوړیدو لپاره یي د فلسطین، ارجنټاین او یا هم په افریقا کې د یوګنډا کومه برخه د احتمالي سیمې په حیث وړاندیز کړه.

په ۱۸۹۷ کال کې د همدې نظریې په اساس د سوئیس په بال ښار کې د یهودو نړیوال کانفرانس جوړ شو او د یهودي دولت په عملي لارو چارو یې غور او پریکړې وکړې. په داسې حال کې چې د یهودو هڅې روانې وې په ۱۹۱۴ میلادي کال کې لومړۍ نړیواله جګړه ونښته چې یوې خواته د انګلیس او فرانس په مشرۍ ډيری اروپایي هیوادونه او بل اړخ ته المان او عثماني دولت وو. د جنګ په اوږدو کې دامریکا متحده ایالات د نندارچي په رول کې و او په دواړو اړخونو یي وسلې خرڅولې. په دې وخت کې انګلستان هڅه کوله چې امریکا هم په خپله ننګه په جګړه کې داخله کړي.انګریزان چې د فلسطین په ګاونډ کې مصر یي تر واک لاندې و او عرب یي د عثماني ترکانو خلاف پاڅولي وو د فلسطین راتلونکي احتمالي واکمن بلل کیدل. انګریزانو دغه مهال له یهودو سره یوه پټه معامله وکړه، هغه دا چې یهودي صهیوني تحریک به په امریکا کې د خپلې یهودي لابۍ د فشار په توسط امریکایي حکومت د متحدینو په ګټه په جګړه کې ګډیدو ته هڅوي او په مقابل کې به انګلیستان په فلسطین کې یهودو ته د دولت جوړولو لپاره ځمکه ورکوي.

د همدې معاهدې په اساس په ۱۹۱۷ میلادي کال کې چې کله انګریزانو د سویز په جګړه کې عثمانيانو ته شکست ورکړ او بیت المقدس یي اشغال کړ څو میاشتې وروسته د همدې کال د نومبر په دوهمه د انګلیس د بهرنیو چارو وزیر آرتور بالفور د یهودي دولت د تشکیل اعلامیه صادره کړه. د بالفور اعلامیه د یهودي دولت د تشکیل لومړۍ خښته شوه، له دې اعلامیې وروسته دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه فلسطین ته د یهودانو راتګ پیل شو، په جرمني کې د یهودو په وړاندې د هټلر سخت چلند دغه بهیر نور هم توند کړ، انګلیس غوښتل د بالفور د اعلامیې په تعقیب یهودي دولت رسما رامنځته کړي، خو د دوهم نړیوال جنګ پېښیدو دغه کار تر ۱۹۴۸ میلادي کال پورې وځنډاوه.

د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې تر منځ کلونو کې فلسطین ته د یهودو راتګ په قوت سره روان و، دغه راز فلسطین میشتو یهودو د انګلیس تر څار او ملاتړ لاندې له عربو مسلمانانو څخه پرلپسې ځمکې اخیستې او قبضه کولې، انګریزان چې فلسطین یي تر استعمار لاندې و یهودو ته یي ډول ډول ډول امتیازات مهیا کول خو بالمقابل عرب یي تر سختو محدودیتونو لاندې ساتلي وو. په دې ډول د انګریز په هڅو د دوو لسیزو په ترڅ کې په فلسطین کې د یهودو شمیر له زرګونو څخه لکونو ته ورسید او په فلسطین کې یوځل بیا یوه د پام وړ یهودي ټولنه رامنځته شوه.

د دوهم نړیوال جنګ له پای ته رسیدو وروسته چې انګریزانو د خپلو مستعمرو نه د وتلو اراده درلوده همدا وخت یي د یهودي دولت د رسما جوړولو لپاره مناسب وباله،مخکې له دې چې انګریزان له فلسطین څخه ووځي، انګلیستان او امریکا د ملل متحد له لارې د ۱۹۴۷ کال د نومبر په میاشت کې په رسمي توګه د فلسطین تقسیم او د یهودي دولت جوړیدل اعلان کړل. د ملګرو ملتونو د پریکړې له مخې د فلسطین خاوره په دریو برخو ویشل شوې وه، په دې ډول چې د قدس ښار او مقدسو مقاماتو واک به د ملل متحد په مشرۍ د یوې بې طرفه ادارې سره وي. د فلسطین د نورې ځمکې ۴۳ فیصده به عربو او ۵۷ فیصده به یهودانو ته ورکول کیږي تر څو په کې لومړنی یهودي دولت جوړ کړي.

خو یهودان چې له دې وړاندې یي پوځي ډلې جوړې کړې وې او د سترو قدرتونو ملاتړ هم ورسره و، هڅه یي کوله چې له ورکړل شوي سهم زیاته برخه د ځان کړي. تر دې چې کله د ملل متحد ځانګړی استازی کونت برنادوت د ملل متحد د پریکړې د تطبیق او د تقسیم د عملیي د څار لپاره فلسطین ته راغی، د یهودانو لخوا ووژل شو، یهودانو په لومړي قدم کې د نقب صحرا چې د پریکړه لیک له مخې د عربو برخه وه، په جبر سره ونیوله اووروسته یي د نورو سیمو د لاندې کولو او د مسلمانانو د شړلو لپاره زورزیاتی پيل کړ.

یهودانو د څو کلونوپه ترڅ کې د قدس ښار د ډیرو برخو په شمول د فلسطین اکثره سیمې قبضه کړې او مسلمانان یي لویدیځ اړخ ته دغزې تړانګې او ختیځ خواته د ضفه الغربیه( د اردن سیند لویدیځې غاړې) محدودې ساحې ته وشړل. د قدس ښار چې لویدیځه برخه یي له پیله د یهودو او شرقي خوا یي دمسلمانانو په لاس کې وه، وروسته یي شرقي خوا چې مقدس مقامات په کې دي هم یهودو ونیوله او د مسلمانانو د تدریجي شړلو عملیه یي پيل کړه.

د ۱۹۶۷ کال په جنګ کې چې اسرائیلو د کفري نړۍ په ملاتړ په لویدیځه غاړه سربیره د مصر سینا ټاپوزمه او د سوریې د جولان لوړې قبضه کړې،عرب دولتونه او فلسطیني مقاومت یي له سخت حالت سره مخامخ کړل.

وروسته مصر او اردن د اسرائیلو دولت په رسمیت وپیژاند چې دا د اسرائیلو په وړاندې د عربو لومړی تنزل و. همدې چلند اسرائیلو ته جرأت ورکړ او په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د اسرائیلو پارلمان بیت المقدس رسما خپله پلازمینه وبلله،د خلیج د جګړې په مهال چې دفلسطیني مقاومت مشر یاسر عرفات صدام حسین ته د کویټ د نیولو مبارکي ورکړه، فلسطینیان نور هم له عربي ملاتړ څخه محروم او اسرائیلو ته یوازې شول.

اسرائیلو که څه هم له تیرو څلورو لسیزو راهیسې بیت المقدس خپله پلازمینه بلله، مګر نورې نړۍ د اسرائیلو دغه سیاست په رسمیت نه پیژاند، نو ځکه نږدې ټولو هیوادونو خپل سفارتونه په تل آبیب کې ساتل او په بیت المقدس کې یې یوازې کونسلګرۍ درلودې. اوس چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ بیت المقدس د اسرائیلو رسمي پلازمینه وبلله او اراده لري چې دامریکا سفارت ورته را انتقال کړي، دا یوه داسې هڅه ده چې شاید نور له امریکا سره تړلي هیوادونه هم دې چارې ته تشویق کړي.

په امریکا کې یهودي لابۍ ژور نفوذ لري. لکه څنګه چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د امریکا یهودي لابۍ د دې هیواد واکمن د انګلیس په ګټه په جګړه کې داخلیدو ته وادار کړي وو اوس هم ویل کیږي چې د تیرو ټاکنو په مهال یهودي لابۍ چې د امریکا په اقتصاد او رسنیو قبضه لري له ډونالډ ټرامپ سره یې په دې شرط پراخې مرستې کړې وې چې نوموړی به د امریکا سفارت بیت المقدس ته نقلوي.د همدې معاملې په پایله کې اوس داسې ښکاري چې د اسلامي امت لومړنۍ کعبه یو ځل بیا له اسلامی جغرافیې بیلیږي او مسلمانان به یي بیا د یوه بل صلاح الدین د ظهور تر وخت په فراق کې ځوریږي.

و الی الله المشتکی و به نستعین

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

ډېره مننه ښکلې تاريخي ليکنه هيله ده چې همداسې د اسلام ټول تاريخ پر لپسې وليکئ دلته. بيا هم مننه