
“مجاهد د ملا عبدالقیوم ذاکر په اړه د ازادۍ رادیو وروستی راپور رد کړ”
نن ټکی آسیا: د طالبانو رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په را استولې خبرپاڼه کې د خپلې ډلې د نظامي کمیسیون د مخکیني مشر ملا عبدالقیوم ذاکر په اړه د ازادۍ راډیو راپور په کلکه غندلی او داسې راپورونه یې د استخبراتي کړیو یوه خامه هڅه بللې.
نوموړی وایي، چې ملا ذاکر نه د پاکستاني طالبانو او نه د کوم بل چا له لورې نېول شوی، بلکي نوموړی ازاد ګرځي او پر خپلو چارو بوخت دی.
نوموړی د ازادۍ راډیو په شمول له ټولو رسنیو په ټېنګه غوښتې، چې د دوی پر ضد د استخباراتي لوبو او جنایتونو برخه نشي او په وینا يې په لوی لاس «ځانونه د دوی محاسبې ته برابر نه کړي.»
نوموړي همداراز د ازادۍ رادیو دا خبر جعلي او پرې د کارپوهانو پر غږولو هم ټينګه نېوکه کړې.