ساقي د کوثر

شاعر: مولوي محمّدجان

ښه زيبا منور، تر قمر او آفتاب يې

په ښايست کې اعلٰی تر نرګس او ګلاب يې

چې دې راوړ تشريف د عشاقو بازار ته

ټول جهان په حيرت کې شو ستا و رخسار ته

په جمال او کمال د خوبانو جناب يې

ثاني نشته دا ستا د ښکلا او زينت

بهترين نازنين رب درکړی عزت

ته د حسن وفا او د مينې کتاب يې

وورېدې مللغرې دا ستا له لبانو

ستا خبرې شفاء ده د ټول بيمارانو

ته ساقي د کوثر په لو ورځ د حساب يې

عاشقان بې دلان په فرياد او سلګو دي

ستا و درته پراته خماريان د کلو دي

ته نظر پرې کوه ته حبيب د وهاب يې

مئينان دې د هجر په اور کې کباب دي

په لمبو د فراق کې احوال يې خراب دي

در بدر خاک په سر دي چې ته په نقاب يې

که سيراب دې سرداره د وصل په جام شم

څه به ښه وي چې زه دې هم شمار ستا غلام شم

خوار محمد جان سائل ته د رحم سحاب يې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د