موسکا بې لګښته خیرات

children_smileکله نا کله انسان په خپل ژوند کي له داسي پېښو او دریځونو سره لاس او ګرېوان شي چي د تفکر حلقه یې تنګه شي, د سینې تنګي یې زړه کلابند کړي,  په ظاهري څېره یې د وېر او کاوړ آثار څرګند وي,  مخ یې توره لمبه وهي او څوک یې مخ ته نشي کتلای ، یواځینی شی چي د هغه مخ د کتلواو لیدلو وړ ګرزوي هغه (تبسم) یوه وړه موسکا ده ،

موسکا هغه ماده ده چي دوېرجني  ټنډي ګونجي ختموي او  دمخ تور والی په ګلابي رنګ بدلوي .

که هر څومره انسان له سختودرېځونو سره مخامخ شي خو یوه وړه خندا هغه نعمت دی چي د هغه د مخ ښکلا برېښوي، د هغه اود هغه د دوستانو په زړونو کي  د خوښي اوانبساط زړي شنه کوي ، اودا کومه د تعجب وړ خبره نه ده ، دخندا سرچینه د انسان په دننه کي هغه فطري احساس دی چي د هغه په خوشاله ساتلو او د وقایعو په وړاندي هغه ته د مقاومت کولو توان وربښي ، غالبا انسان ته سکون اوهوساینه ورپېرزو کوي ، تاسوبه داسي کسان ډېر لیدلي وي چي که له یوې خوا ددنیا غمونوپه سر اخېستی وي او تل د غمونو په سیوري کي د ژوند شپې اوورځي تېروي خو په عین وخت کي الله تعالی ورته د موسکا هغه نعمت هم ورباندي پېرزو کړی وي چي کله یې وینې هغه یې په داسي شکل په شونډو خپره وي چي ناروغانو ته روغتیا ډالۍ کوي ,  د وېر ځپلو انسانانو زړونه خوشاله کوي او د مصېبت وهلیو اوښکي وچوي، دنیوي غمونو د هغه د موسکا مخه نه وي نېولي, د ژوندانه ترږمیو د هغه د غاښونو په برېښ  تور پوښ نه وي غوړولی , او د ژوندانه په هر جمپ د هغه د موسکا ډېوه بله وي چي نه یوازي هغه ته بلکه نورو انسانانوته هم رڼا ورکوي .

ډېر داسي پېچلي دریځونه د انساني تاریخ په بهېرکي مېنځ ته راغلي دي چي غوره حل یې ځلانده موسکا ګڼلي شوي ده ، همدغي بې بهاموسکا ډېري داسي ستونځي په نطفه کي شنډي  کړي دي چي ممکن وولمبو یې وچ او لامده ټول سوځولي وای.

هغه کسان څومره بدمرغه دي چي په څېرو یې موسکا نه لیدلي کېږي که هغوی ته معلومه وای چي ددې وړې موسکا څومره مثبتي ګټي دي یوه شېبه به یې هم بخل نه وای ورباندي کړی ، موسکا د اعصابو ستوماني له مېنځه وړي ، نېکمرغي اوخوشالي زېږوي ، زړه ته سکون وربښي ، د مخ عضلاتو ته قوت بښي او هغه فعالوي ، انسان  د تنهایې له تیارو څخه راباسي ، اود خلګو په زړونو کي د هغه مینه او هرکلی پیدا کوي ، دموسکا درخته نوري هم زیاتي مېوې لري چي انسان په هره ګړۍ کي ورڅخه استفاده کولای شي .

موسکا داسي جادویې اغېزې لري چي نظرونه د ځان لوري ته راکاږي ، زړونه وړي او عقلونه ګونډه کوي ، یوازي یوه د پراخي ټنډي موسکاده ولوکه وړه وي تاسو یې آزمویلای شۍچي څومره په مقابل طرف ژوره اغېزه کوي .

له طبي پلوه هم ډاکټرانو په خپلو روغتیایي څېړنو کي دا خبره جوته کړي ده چي هغه څوک چي موسکا یې عادت وي د هغوی عمرونه د هغه چا په نسبت اوږده وي څوک چي له دې نعمت څخه بې برخي وي دا ځکه چي هغوی تل خوشاله وي په زړونو کي کوم رنځ نه پرېږدي او د همدغي موسکا په برکت عداوتونه نه پالي،  موسکا یې له ژوند څخه د خوشالي یوه زانګو جوړه کړي وي.

ځکه خومونږ اوس هم زیات داسي کتابونه په ولکه کي لرو چي لومړنیو پوهانو او علماوو لیکلي دي چي هغوی هم له دې برکتناکي وني څخه بې پروا نه دي پاته شوي د هغوی په لیکنو کي ټوکي ټکاري د لېونیانو اوناپوهانو په هکله قصې نکلونه او هغه اشعار  شامل دي چي لوستونکي په تنهایې کي خندوي او کوم چي اسلامي کتابتون اوس هم ورباندي غني دی ، هغوی دا پانګه ځکه راتلونکو نسلونو ته په مېراث پرې اېښي ده چي دا د موسکا ډېوه د مسلمانانو تر مېنځ تل ترتله ځلانده پاته شي .

دلته مونږ یواځي د (تبسم) موسکا خبره کوو هغه قهقهه خندا ګاني چي خېټي په کي ناڅي او شور او ځوږ جوړوي اود حاضرینو هټ هټې وي نه شرعاً روا دي او نه زمونږ د بحث موضوع دی دا ډول قهقهه خندا ګاني نه یواځي دا چي خوشالي نه جوړوي بلکه پایلي یې هم وېر او ماتم وي،

زمونږ مقصد هغه پسته او نازکه موسکا ده چي ستازړه خوشاله کړي په شونډو خپره شي غاښونه په کي سپین شي او د مخ سوراواوږده را کم کړي اوباړخوګانو ته كش ورکړي اونورو ته هم خوشالي اونېکمرغي ور وبښي.

داسلام حکیمانه شریعت د موسكاد اغېزمني وسلې په کارولو ټېنګار کوي کومه چي د انسانانو په زړونو کي د یو او بل مینه اومحبت پیدا کوي دا دی زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د انساني ټولني لارښود فرمایې :

عن أبي ذر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تبسمك في وجه أخيك صدقة (صحيح ابن حبان)

له أبوذر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  ستا تشه موسکا ستا د مسلمان ورور په مخ کي یوه صدقه او خیرات دی .

عن ابن عمر رضي الله عنهما قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  إن تبسمك في وجه أخيك يكتب لك به صدقة وإماطتك الأذى عن الطريق يكتب لك به صدقة وإن أمرك بالمعروف صدقة وإرشادك الضال يكتب لك به صدقة  (الترغيب والترهيب)

له ابن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: داچي د مسلمان ورور دخوشاله کولو په نیت هغه ته وخاندې پدې سره  یوخیرات درته لیکل کېږي، که له لاري څخه یو ضرر لېري کړې په دې هم یو خیرات درته لېکل کېږي ، که یوچاته دنېک کار امر وکړې نو هم یو خیرات درته لیکل کېږي، که له یوچا څخه لار ورکه وي او لار وروښيې هم یو خیرات درته لیکل کېږي .

موسکا یوه نېکمرغي او خوشالي ده چي زیات اجرونه او د الله تعالی په نزد ثوابونه لري چي د مسلمان د نېکیو په ترازو کي لوېږي او بېلانس یې ورباندي زیاتېږي.

ستا یوه وړه موسکا نه بیه لري اونه وخت نیسي ستا د ستونځو د حل یوه غوره وسېله موسكاده , هغه  ستا په واک کي ده عربي کي يوه مقوله ده وایې :

ابتسم تبسم لك الدنيا :

موسکا شه چي جهان در ته موسکاشي .

لیکنه: ابو خلیل قدوسي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.