نړۍ

پروفيسر ابراهيم: پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو اصلي لوری د پاکستان پوځ دی

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند جګپوړی مشر او پاکستاني طالبانو د مرکچي ټيم غړی سناتور ابراهيم وايي، پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو اصلي لوری د پاکستان پوځ دی، که دوی وغواړي دغه مذاکرات کاميابيدای شي.

سناتور ابراهيم نن پيښور کې د قبايلو يوې غونډې ته د وينا پر مهال و ويل، چې د پيغبمر عليه السلام له راتګه مخکې هم عربو د رجب، ذي القعده، ذي الحجة او محرم مياشتو د درناوي له امله دغو مياشتو کې جګړې نه کولې، دا دی رجب مياشت داخله شوه، نو دی له پاکستاني پوځ او طالبانو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې

جګړې او بريدونه دې ودروي او د خبرو اترو له لارې دې دغه ستونزه حل کړي.

 

پروفيسر ابراهيم زياته کړه، چې حکومت دې هيواد کې اسلامي نظام نافذ کړي، نو دی ډاډه دی، چې طالبان به دغه قانون ومني.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ويل، چې انصاف د قانون اساس دی، ولې قبايلي ولس تر اوسه د انصاف او عدل له مېوې څخه بې برخې دی.

پروفيسر ابراهيم وايي، چې د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ لا مذاکرات ندي پيل شوي، دوی تر اوسه د دواړو لوريو تر منځ د باوري فضا د جوړولو هڅه کړې، اصل مذاکرات به هغه مهال پيل شي، پاکستاني پوځ او طالبان دواړه پر يو مېز سره کښيني.

ابراهيم خان د خپلو خبرو په ترڅ کې تاکيد وکړ، چې د خبرو اصلي لوری د پاکستان پوځ دی، که دوی وغواړي نو مذاکرات بريالي کيدای او هيواد کې امن راتلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x