له ( نه ) څخه نه څنګه بیل کړو ؟

ماهر احسانزي

لومړنۍ (نه ) د نفي یا منفي امرکولو لپاره استعمالیږي او دا بل (نه) بیا د وستربل په توګه دتقریبآ زمونږ د ټولو په لیکنو کې د ( څخه ) لنډیز استعمالیږي .

د یوویشتمې پيړۍ ادلون ، بدلون ، له خوراک څښاک ، تلو راتلو له وسایلو رانیولي تر پښويې ( ګرامر ) پورې دخلکو د هوساینې ، ژر پوهیدنې او ژر ويلو اغېز کړی.

د بلاغت استادان اوس هغه کلمې چې په عادي خبرو یا بله ژبه ګړنۍ ژبه کې يې څنګه وایو ، هماغسې لیکي . دوی د خوشحال ، معنی ، معلومات ، طمع او چهار قلعه په ځای او س خوشال ، مانا ، مالومات ، تمه او چار کلا سمې ګڼې چې ګړنۍ ژبې ته ورته او دلږ ځای او وخت نیونکي دي.

ګړنۍ ژبه سربېره پردې چې په شعر او تېره په کیسه ایزو نثرونو کې د پيښې په وقوع د باور زیاتوالي ، شعر او نثرد ښکلا او تاکید او مبالغې سبب ګرځي : داسې هم نه ده چې هر ځای او هر ډول لیکنو کې ترې ګټنه وکړو .

دا ډول ژبه تر هغې په ادبي ژبو کې د لیکلو او ځایولو چانس لري ، چې د مطلب په رسولو او وضوح کې مرسته وکړي خو په هر مهال د ګړنۍ ژبې استعمال سره ددې چې دجملې دمعنوي شړیدو په تاوان مو اړوي ، د پښوييزو دویونو ( ګرامري قاعدو ) د ورکیدا او بلاخره د ژبې د وروسته تګ او مړینې سبب ګرځی.

د ( نه ) وستربل له اره د (څخه ) او (ځنې ) لنډيز دی ، چې د ( له) له سربل سره د هر نوم او خپلواکې کلمې وروسته راځي . مثلا : احمد له محمود څخه کتاب غواړي .دلته تر محمود وروسته (نه ) او (ځنې ) هم راوړلی او لیکلی شو .

د څخه او ځنې په ځای د ( نه ) وستربل کارونه ، کله کله په جمله کې د نفي له ( نه ) نه شو بیلولی. پدې جمله کې : احمد له محمود نه بیلیږي .

لوستونکی ترهغې د جملې پر مطلب نه رسیږي چې ترڅو بشيړ پراګراف ونه لولي . دلته ، لوستوونکی نه پوهیږي ، چې لیکوال د احمد او محمود دبیلتون خبره کوي او که د دوی د ملګرتوب ژمنتیا را یادوي ، چې په هر ډول حالاتو کې د صبرونې به په هر فصل کې ثابت حالت لري .

د څخه پر ځای د ( نه ) وستربل زمونږ د نثرسربېره په شعرونو کې هم بيخرته استعمال شوی خو د شعر او نثر ژبېیو له بله د ادا ، اهنګ او ځانګړو دویونو ( قاعدو ) په لرلو سره متضادې دي .

شعر چې د خپل مفهوم او مطلب دوضوح لپاره ډېرو ګرامري اوصول او پولې له خپل تول او تاله ځار کړي ؛ نو خبره يې هم راته پوره را رسولې .

یعني هرکلام يې د بلاغت تر څپرلاندې ، په مخ بیولی . په لنډیو کې اورو :

ستا به له مانه ګیله کیږي ــــــــ زما د کور په خلکو نه رسي لاسونه

یا عبدالرحمن بابا وايې :

ما له ډېرې ناچارۍ نه یارته شا کړه ـــــــــــ نا روا د ضرورت په وخت روا شي .

د لنډۍ او بیت په لومړيو مصرعو کې راغلې ( نه ) سره ددې چې د ( څخه ) کارول شوې بڼه ده خو کوم معنوي تعقید یا د مفهوم ګونګوالی په کې نه محسوسیږي .

دا سمه ده ، چې شعر به له څنګه ویلو سره اړیکه لري او شاعر به د خلکو د احساساتو او عاطفو د راپارولو لپاره ښکلي سیمبولونه ، استعارې ، تشبیه ګانې او نورې شعري ښکلا ګانې لټوي خو د شعر کلیمې چې د وسیلې او هدف دواړو چارې پرمخ بیايې ، باید داسې وپيیل شي ، چې لوستونکی د بیت په راغلي مفهوم کې دوه لاری نه کړي .

نثر چې د تول او تال ویره پکې راسره نشته ، د مفهوم او اهنګ په لحاظ لیکوال په خلاص مټ ، د خپل مطلب د بیان لپاره د کلیمو د بدلولو کومه ستونزه نه لري ؛ نو د کلیمو له درکه را پیدا شوی ابهام او ګونګوالی د لیکوال ټولې هڅې له صفر سره ضربوي .

په لیکنو او پراګرافونو کې د کلیمو له درکه په راپيدا شوي ابهام کې د نفي ( نه ) اود ( څخه) وستربل د لنډيز( نه ) ناسمه کارونه ، برخه اخلي .

د مثال لپاره به د (( د یهودو پټې توطيې او کرغیړن تاریخ )) د کتاب ۱۷۳ مخ یوه جمله سره ولولو:

(( پر شراب څښنه به بندیز ولګوو، ځکه له انسان څخه شیطان جوړوي ، همدارنګه هر کرغیړن عمل د نشې نه را ولاړیږي )).

په پورتنۍ جمله کې ژباړن د نشې هجوه بیانوي خو د څخه پر ځای د نفي د (نه) استعمال خبره پوره سرچپه کړې .

مطلب دادی چې د شرابو له څښلو د هر ډول کار او بدیو د ترسراوي ویره شته او هر ډول بده کړنه د شرابو له څښلو رورسته رامنځ ته کیداشي ؛ خو دلته د ( څخه ) وستربل لنډيز ( نه ) خبره او مفهوم ګونګ کړی او دا مانا ورکوي ، چې د شرابو په څښلو سره هر کرغیړن او بد عمل صورت نه نیسي .

په نثر کې چې د وزن پولیس راپسې نه ګرځي ، ددغسې معنوي تعقیدونو د خلاصون لپاره لازمه ده ، چې کلیمې سره بدلې رابدلې کړو .

د کامیابي لیکوالۍ له رازونو یو اړخ په دې کې دی ، چې کلیمه په خپل ځای استعمال شي . د څخه پرځای د (نه) استعمال نه کوم ایجاز دی او نه کومه بله داسې خوبي لري ، چې ځينې وختونه يې د معنوي ګونګوالي باوجود د ( له ) سربل د پوزې پيزوان کوو.

د نفي (نه) او د(څخه ) د لنډيز(نه ) د بیلونې لپاره په جملو کې که لږ نور هم مخکې لاړ شو او ووایو :

په هغه ځایونو کې چې لوستونکي د نفي د (نه ) او د ( نه ) وستربل په استعمال کې شکمن کیږي ، باید د وستربل اره (څخه) بڼه ولیکي.

په ځینو جملو کې دنفي او وستربل د (نه) يوځای استعمال او د شک له منځه وړلو لپاره د کامې له نښې هم ګټه اخیستلی شو . د کامې د نښې استعمال له ځایونو ، یو هم هغه ځای دی په کومو کې چې شک رامنځ ته کیږي . په دې جمله کې د کامې بیلو بیلو ځایونو کې کارول سره ددې چې د جملې مانا بدلوي ، د مفهوم په رسولو کې هم برخه اخلي .

زه مرسته له چا ، نه غواړم .

زه مرسته، له چا نه غواړم .

د لیک نښې استعمال په وجه لوستونکی پوهیږي ، چې راغلې (نه ) نفي لپاره استعمال شوې .

دغه راز د نفي د ( نه ) سره د څخه د لنډيز (نه ) د بیلوالي له ګڼو لارو داسې هم کولی شو :

په ټولو هغو خپلواکو کلیمو ( نومونو او ستاینومونو ) کې چې په بې اوازه توري پای ته رسیدلې وي نو د ( نه ) وستربل پرځای څرګنده ( ه) ور زیاته کړو . څرګنده (ه) مو سربېره پردې چې د نفي له بیلتونه خلاصوي ، جمله تر یوې اندازې پورې موزونه کوي او موزونو جملو ته لوستل سره ددې چې خوند راکوي ، یوه نیمه مو په ذهن کې غزونې کوي او د ولسي ادب او په تېره د لکه د کاکړیو تنده به مو ورباندې ماتېږي .

په لاندې مثالونو کې به يې سره پرتله کړو :

الف ـــــــــ غم دې زما دزړه له کوره نه ځي .

ب ـــــــــ غم دې زما د زړه له کور نه ، نه ځي .

ج ـــــــــــ غم دې زما د زړه له کور څخه نه ځي .

د ــــــــــ غم دې زما د زړه له کور ځنې نه ځي .

بله بیلګه :

الف ـــــــــــ احمد له محمود سره له کابل څخه خبرې وکړي .

ب ــــــــــ احمد له محمود سره له کابل نه خبرې وکړي .

ج ــــــــــ احمد له محمود سره له کابل ځنې خبرې وکړي .

د ــــــــــ احمد له محمود سره له کابله خبرې وکړي .

په پورتنيو دواړو راوړل شویو بیلګو کې هماغه جمله چې د ( څخه ، نه او ځنې ) وستربل خپل ځای څرګندې ( ه) ته پریښی وګورئ هم راونې لري اوهم کوم ابهام نه لري .

د څرګندې ( ه) د استعمال یو بل ځای هغه نومونه دي ، چې په نرم ( واو ) پای ته رسیدلي وي .

مثالونه :

خبرې له کنډو نه ، نه کیږي .

خبرې له کنډوه نه کیږي .

د څرګندې ( ه) د استعمال پرمهال که څوک وايې چې دا بیا د ښځینه نومونو له نښې ده او څوک ورباندې تېرنه وځي نو لومړی خو دا چې که له څرګندې ( ه) چې ښځینه نوم جوړ شو بیا له ښځينه نوم سره په خپل ار حالت کې د څخه وستربل نه راځي ؛ د څخه وستربل يې له اوښتي او مغیره حالت سره راځي او بله دا چې د جملې له مفهوم معلوميږي چې څه دي ؟

که لیکنه هرڅومره د ګڼو هغو اړخونو لرونکي وي چې د لیکنې لپاره اغیزناکې تماميږي خو چې کلیمې په خپله اصلي وظیفه او مانا استعمال نه کړي د لوستونکو لپاره د یو بې پروا لیکوال پرته بل هيڅ نوم نه لري .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د