د بلخ له مرکزي زندان نه پنځه بندیان تښتېدلي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت له مرکزي زندان څخه پنځه تنه بندیان په تېښته بریالي شوي دي.

د بلخ د پولیسو امر عبدالرزاق قادري ویلي، تېره شپه د مزار شریف په زندان کې پنځه بندیان له خپلې پنجرې عمومي زندان ته وتلي او د دېوال په سوري کولو سره یې تېښته کړې ده.

د قادري په خبره، پنځه واړه بندیان د جنايي پېښو په تور نیول شوي وو؛ خو تېره شپه یې تېښته کړې ده.

ده ویلي، د بندیانو د بېرته نیولو لپاره یې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د بلخ له مرکزي زندان نه پنځه بندیان داسې مهال تېښته کوي، چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په دغه ولایت کې د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور پر سر د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ ناندرۍ روانې دي.

د بلخ له پاره نوي ټاکل شوي والي انجینر داود تراوسه خپله دنده نه ده پیل کړې او نه هم جمعیت ګوند له نوموړي سره هوکړه کړې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د