
ولسي جرګه: امریکایان دې هم د روسانو په څېر وشړل شي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ولسي جرګې د نننۍ ناستې په امتیازي ساعت کې د جدي د شپږمې او پر افغانستان د روسي يرغل په اړه خبرې وکړي.
دغه جرګه چې پخپله غېږي کې، د روسانو پر وړاندې مقاومت کوونکي او د هغوی ملګري او مدافعین هم لري، دا ورځ د وحشت د پیل ورځ بولي.
سپوږمۍ راډيو د ولسي جرګې د غړو په حواله وايي، دوی د امریکایانو یرغل د روسانو له یرغل سره ورته وګاڼه او په وینا يې دا برید د هیچا په ګټه نه دی تمام شوی.
دوی پر امریکایانو غږ وکړ چې ژر تر ژره افغان خاوره پرېږدي او افغانان پخپله حکومت جوړولو ته پرېږدي.
ولسي جرګې د لومړي ځل لپاره غږ پورته کړ، چې په افغانستان کې د جګړې یوازينی عامل د بهرنیانو پوځي موجودیت دی.
د دوی په خبره که بهرنیان ووځي، د جګړې بل لوري ته به د جګړې پلمه پاتې نه شي باید ټوپک پر ځمکه کېږدي.
د ولسي جرګې غړو د بهرنیانو وتل او د سولې د خبرو پیل د ستونزو حل بولي.
تر دې وړاندې هم ولسي جرګې څو ځلې له امریکایانو سره د تړون لغوه کېدل غوښتي، خو دا ډول غوښتنو یوازې «احساساتي» بڼې درلودلې او موده وروسته دا غږ خاموش پاتې شوی دی.
ولسي جرګه په داسې حال کې د بهرنیانو وتل غواړي، چې افغان حکومت د امریکا د نوې جنګي ستراتېژۍ پراخ هرکلی کړی دی.
له ننه شاوخوا اته دېرش کاله وړاندې روسي یرغلګرو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا پر افغانستان یرغل وکړ، چې نهه کاله وروسته يې ماتې وخوړه او وتښتېدل.