lek taitanik

یو لیک په دوه لکه ډالره خرڅ شو

په بریتانیا کې د یوې بولۍ په جریان کې د یولیک په دوه لکه ډالره خرڅ شو، دغه لیک د ټایټینک د کښتۍ تر ډوبېدو څو ساعته مخکې لیکل شوی دی.

ویل کېږي چې دغه لیک د ټایټينک په کښتۍ کې یو مسافر ـ ایستهر هارټ ـ لیکلی دی.
تر دې وړاندې د ټايټينک د کښتۍ اړوند یو لیک په څلورنوي زره ډالر خرڅ شوی و، چې دې لیک يې ریکارډ مات کړ.
د ټایټینک کښتۍ په ۱۹۱۲م کال د اپریل په پنځلسمه په نارټ اټلاټینک سیمه کې ډوبه شوه، چې شاوخوا پنځلس سوه کسان پکې مړه شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د