افغانستان

ویسا: ولس مو د روسي یرغل په څېر تر وحشت لاندې دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ویسا، په تازه ګڼه کې د روسانو یرغل او روان وضعیت یو ډول بللی دی.

ورځپاڼې «د یو بدنام یرغل یاد» تر سرلیک لاندې، مطلب کې کاږي «دغه كليزه داسې مهال غندو چې په هېواد كې مو پردي پوځونه پراته دي. د هېواد فضايي حريم مو په لاس كې نه دى، ولس مو د يوې بې تعريفه جګړې په لمبو كې ښكېل دى، په ريښتينې معنا زموږ ولس د هماغې يرغل د سرو وحشتونو په ورته حالت كې دى.»

ورځپاڼې د روان وضعیت ملامتي هم د ځينو جهادي مشرانو پر اوږو اچولې او په وینا يې ولس يې خپل ارماني نظام ته نه رساوه.

ویسا کورنیو جګړو ته په اشارې لیکي: «د بري پر درشل يې د هېواد د عزت او وقار، ملي او ديني ارزښتونو د دفاع برميال جهاد يې د واك او اقتدار په جګړه بدل كړ.»

د ورځپانې په باور هماغه د روس وحشت او یرغل بیا تکرار شوی دی، خو په مقابل کې يې مبارزه بیا ځکه د څو تنو بولي چې په وینا يې ولس پوهېږي چې د دې مبارزې امتیازات په نسلونو نسلونو یوازې څو تنه لاس کې اخلي او ولس ماتم پر سر ګرځوي.

« پر هېواد مو يرغل تكرار شو، پر ولس مو د پرديو وحشتونه تكرار شول او لا روان دي. په هېواد كې مو پردي ځواكونه پراته دي، چې د جګړې او وژنې قومانده يې د خپلو مشرانو په لاس كې ده. يرغل تكرار شوى خو د هغې حماسې له تكراره تېر يو چې څو تنه يې تر نسلونو نسلونو د امتياز په خوږو ماړه دي خو ولس يې په نويو ماتمونو واوښت.»

ورځپاڼه په روان وضعیت کې پر افغانانو غږ کوي، چې د پردیو له دسیسو ځان وژغوري او پر یو دسترخوان را ټول شي.

روسانو اته دېرش کاله وړاندې له ۲۵ زره لښکر سره د افغان ملګرو په ملتیا د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ، چې نهه کاله کې يې سلګونه زره تنه انسانان تر تېغ تېر او سلګونه زره نور يې معیوبین تر شا پرېښودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x