افغانستان

د کابل ـ ممبي ترمنځ هوايي دهلېز پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پلازمېنې کابل او د هند د ممبي ښارونو ترمنځ د صادراتو لپاره دویم هوايي دهلېز نن  په کابل کې رسماً پرانيستل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، د کابل ـ ممبي ښارونو ترمنځ د هوايي دهلېز په پرانیستو سره به د افغانستان تازه مېوې په اسانه هندوستان ته صادرېږي او دغه هوايي دهلېز به د صادراتو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه دهلېز په پرانیستو سره به د تازه مېوو په صادراتو کې زیاتوالی راشي.

دانش وویل، افغان حکومت هیله من دی، چې د افغانستان په ګاونډیو کې نور هېوادونه هم په خپلو تګلارو کې اقتصادي ودې ته لومړیتوب ورکړي.

د ده په خبره، د هندوستان حکومت ژمنه کړې، چې د افغانستان د حاصلاتو یو نندارتون په ممبي کې جوړوي؛ څو د افغانستان حاصالاتو ته په هندوستان کې بازار پیدا کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، په تېرو څو میاشتو کې له کابله نوي ډیلي ته د ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه او وچې مېوې او سبزیجات هندوستان ته صادر شوي دي.

هند په تېرو شپاړس کلونو کې له افغان حکومت سره دوه میلیارده ډالر مرسته کړې، چې د ولسي جرګې د ودانۍ جوړول، سلما بند جوړول او د دلارام او زرنج ترمنځ د لویې لارې جوړول یې د یادو مرستو څخه دي.

د چاه بهار بندر له پرانیستو سره افغان سوداګرو د پاکستان د کراچۍ پر بندر خپله تکیه کمه کړې او اوسمهال ډېر سوداګریز توکي له دغه بندره هېواد ته واردوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x