افغانستان

روسیه: امریکا د تروریزم په پلمه نظامونه له منځه وړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): روسي چارواکي وايي، امریکا له تروریزم سره د مبارزې په پلمه سلامت نظامونه له منځه وړي.

د روسي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي امریکايي ځواکونه په زندانونو کې له خپلو مخالفینو څخه د تحقیق پر مهال هم له سختو شکنجو کار اخلي.

ویسا ورځپاڼه د دې روسي چارواکي له خولې لیکي، امریکا باید «له تروریزم سره مبارزې» نوم د نظامونو د ړنګولو لپاره نه وای استعمال کړی.

هغه د امریکا جنګي تګلاره ملامتوونکې بللې او په خبره يې امریکا له خپلې مبارزې ناوړه ګټه اخیستې ده.

لاوروف وايي، امریکا له تروریزم سره د مبارزې پر ځای خپلې ګټې را مخته کړې او اصلي هدف چې باید تروریزم يې له منځه وړی وای، لا هم پر ځای پاتې دی.

لاوروف په مشخصه توګه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو امریکا د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې مستقیم او غیر مستقیم جګړه پر مخ وړي.

دغه روسي چارواکی په داسې حال کې امریکا د نظامونو د تخریب سرلارې بولي، چې تازه ولسي جرګې هم پر امریکا غږ کړی چې افغانستان پرېږدي.

دوی د روسي یرغل د اته دېرشم کال په مناسبت د روسيې یرغل وغانده او ويې ویل چې امریکا هم باید د روسيې په ډول له هېواده وشړل شي.

تر سرګی لاوروف وړاندې په افغانستان کې د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابولوف هم غرب د داعش پر ملاتړ تورن کړی او په وینا يې د افغانستان په شمال کې داعشیان د غرب پر وسلو سمبال لیدل شوي، چې منځنۍ اسیا هېوادونوو او روسيې ته ستر ګواښ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x