طالبانو د «اشغال» په کومکي افغانانو غږ کړی چې له کمونستانو عبرت واخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): طالبانو د امریکايي ځواکونو ترڅنګ په ولاړو افغانانو غږ کړی چې د پخوانیو کمونستانو له برخلیک نه عبرت واخلي.

په افغانستان د شوروي یرغل د ۳۸مې کلیزې په مناسبت اعلامیه کې طالبانو د جدي ۶مه د افغانستان په تاریخ کې «توره ورځ» او د راوروسته ناخوالو زیږنده بللې.

طالبانو ویلي چې شوروي اتحاد د خپلو افغاني اجیرانو په مرسته په افغان مسلمان ولس آرامه ژوند په درد، شهادتونو، هجرتونو او ناخوالو بدل کړ، خو په وینا یې افغانانو د جهاد او مبارزې په مټ هیواد او نیمه نوره نړۍ د کمونیزم له شره خلاصه کړه.

د طالبانو اعلامیه زیاتوي چې امریکا د شوروي اتحاد له ماتې نه هیڅ زده نه کړل او په افغانستان یې یرغل وکړ، خو افغان ولس د تیر جهاد له تجاربو نه استفاده وکړه او دا ده امریکا یې د شوروي اتحاد په څیر له ماتې سره مخ کړې ده.

طالبانو په افغانستان کې له امریکایانو سره کومک «ستر ملي خیانت او جفا» ګڼلې او له هغوی سره په کومکي افغانانو یې غږ کړی چې «د اشغال تر سیوري او وزر لاندې خپل وروڼه له مینځه یونسي او د کمونستانو له ماتې او شرمیدلي حالت څخه عبرت واخلي».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د