افغانستان

کندز: طالبانو په دشت ارچي کې یوه پوسته او څلور اربکیان له منځه وړي

طالبان وايي چې نن يې د کندز د دشت ارچې په یوسفزو سیمه کې د اربکیانو لویه پوسته له منځه وړې او د دوو قوماندانانو په شمول يې څلور اربکیان وژلي دي.په وژل شويو کې د سیمې مشهور قوماندانان جمال او قادر هم شامل دي.

د سیمې اوسېدونکي هم مني چې په یاده سیمه کې د سهار له پنځو بجو د سپکو او درندو وسلو ډزې اورېدل کېدې چې څو ساعته يې دوام وکړ.طالبان په خپله خبرپاڼه کې وايي چې په یاد بريد کې يې پنځه تنه اربکیان ژوندي نیولي چې دوه يې زخمي او درې نور يې روغ دي.
خبرپاڼه زیاتوي «مجاهدينو په پوسته کې 2 پيکا ماشنيدار، 6 کلاشنکوفونه، 3 موټرسايکل او يو ګڼ شمېر نور مهمات او وسلې د غنيمت په توګه ترلاسه کړې»
په یاده جګړه کې طالبان د خپلو دوو ملګرو سرسري ټپي کېدل مني،یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم په بدخشان، فراه او ننګرهار کې د پوستو له منځه وړلو او سلګونو نظامي مسوولینو د وژلو او ژوندي نیولو خبرونه ورکړل شوي دي.
د شنونکو په باور که د طالبانو دا پرلپسې بریدونه و،  د ټاکنو دویم ممکنه پړاو به له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x