افغانستان

ارګ له عطانور سره لانجه؛ «سیاسي رقابت» دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ارګ له عطامحمد نور سره لانجه «سیاسي رقابت» بللی او دا يې د سیاسي بې ثباتۍ په مانا اخیستل ناسم ګڼلي دي.

د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي د رویټرز خبري اژانس په غبرګون کې ویلي، سیاسي رقابتونه د ډیموکراسۍ اصل دی او باید سیاسي بې ثباتۍ ونه بلل شي.

رویټرز د بلخ او ارګ تر منځ د ناندریو په اړه خپاره کړي مطلب کې ویلي دي، چې افغانستان له سیاسي بن بست سره مخ دی.

وړاندې تر دې هم شنونکو ارګ پر دې ملامت بللی و، چې عطامحمد نور يې د یو مامور پر ځای یو سیاسي سیال ګڼلی و.

د دوی په باور د سیاسي سیالۍ تصور عطامحمد نور د دې وړ کړ، چې ارګ ورسره معاملې وکړي او ان د استعفا لپاره هم شرطونه وړاندې کړي.

د عطامحمد نور او ارګ ټکر چې د فرد او نظام ټکر بلل کېږي، د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د ارګ او بلخ ناندرۍ دویمې اوونۍ ته په ننوتو ښکاري خو لا يې هم د جوړ جاړي څرک نه لیدل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x