جدي شپږمه: د بې واکۍ او خپلواکۍ يو خونړی تاريخ!

ډاکټر وحیدالله مصلح

کلونه وشول چې شوروي اتحاد د افغان په توانمنو مټو داسې پرځېدلی چې نور د تاریخ یو ستړې کوونکې لوستنه ده، په یوې بې انډولې جګړې کې نظریاتي جدل د ګټات او بیلات کرښې وویستې، اسلامي ویښتابه ددې ملت په شعور کې غزونې وکړې او حماسه یې له لاشعور نه د شعور نظریاتي جدل ته وویسته، دلته افغان د خپلواکۍ جګړه په داسې مهال ګټله چې نورې اسلامي نړئ کلونه کلونه د بیلات پر ذلت سر ایښی وو..

شوروي چې چېرته ننوتی نو ملتونه یې ځپلي او نظریې یې ماتې کړي، تر ټولو مهمه دا چې شوروي له هیڅ هیواده د بیا وتو داغ او پیغور نه وکتلی، دلته هم يو يو وخت داسې وو چې خروسچوف، اندري سخاروف ته په ډېر غرور ویل چې ( مونږ باید خپل سیاست تل د ځواک له مورچله اجرا کړو، مونږ به بل هیڅ سیاست خپل نه کړو، زمونږ مخالفان په بله ژبه نه پوهیږي)۱، خو کله چې د یوه ملت د بی ساري قهر په عتاب کې شوروي تاریخ راپرزېده او غرور یې ویلي کېده، د یوه عالم رسوایئ او ماتې وروسته بوریس ګروموف د شوروي لښکرو قومندان د دوستئ په پله اووښته او له ځان سره یې ویل، ( غواړم هغو کسانو ته د زړه له کومي کنځلې وکړم چې افغانستان ته يې د سرتیرو د لېږلو پرېکړه کړې وه، ما غوښتل هغه څوک رایاد کړم چې تر دې ورځې ژوندي را ونه رسېدل او د هغو له مېندو بښنه وغواړم..)شوروي د غرور په نیلي سپور راغی، د ویتنام د فتحې خرمستیو د شوروي اتحاد د زړو مشرانو عقلونه واړه کړي وو، په یو داسې هیواد یې د تیري ګناه وکړه چې د اسیا په زړه کې ویده زمری وو.. څومره توپیر دی ددې دوه ویناو تر مینځ،دا ویناوې د یوې امپراتورئ د هسکواله او بېسارې لویدنې له منځه راوتلي، تر مینځ یې نه یوازې د کلونو واټن دی بلکه د غرور او ذلت د عواطفو ګډوله هم لري، یو وخت داسې وو چې خروسچوف، اندري سخاروف ته په ډېر غرور ویل چې ( مونږ باید خپل سیاست تل د ځواک له مورچله اجرا کړو، مونږ به بل هیڅ سیاست خپل نه کړو، زمونږ مخالفان په بله ژبه نه پوهیږي)۱، خو کله چې د یوه ملت د بی ساري قهر په عتاب کې شوروي تاریخ راپرزېده او غرور یې ویلي کېده، د یوه عالم رسوایئ او ماتې وروسته بوریس ګروموف د شوروي لښکرو قومندان د دوستئ په پله اووښته او له ځان سره یې ویل، ( غواړم هغو کسانو ته د زړه له کومي کنځلې وکړم چې افغانستان ته يې د سرتیرو د لېږلو پرېکړه کړې وه، ما غوښتل هغه څوک رایاد کړم چې تر دې ورځې ژوندي را ونه رسېدل او د هغو له مېندو بښنه وغواړم..)۲.

پښتانه یو متل کوي چې د ملا له توره او ولس له زوره دی خدای ساته، شوروي لښکرو د یوه تاریخي ملت سره راخېستې وه، او دا داسې ملت دی چې ګروهه لري او تل یې جګړه د ګروهې لپاره کړې او ګټلې ده، هغوی له تاریخه نه وو زده کړي چې دلته په دا نزدی تیر شوي تاریخ کی افغانانو د ایرانیانو له ګرګینه نیولې بیا د انګلیس تر لښکرو د خپلواکئ جګړې په ګروهه ګټلي او ګروهه په جګړو ساتلې.
ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه په دې افتادګۍ کې لوی کړنګ یم

د یرغل موخې او لاملونه

۱- تودو اوبو ته د رسېدو خیال پلو او ستراتیژیکې ګټې:

پر مهالنیو عواملو له خبرو مخکې د هغه لرلید د څېړلو اړتیا ده چې تودو اوبو ته د رسېدو په خاطر تر شورویانو مخکې روسي امپراتورئ د نوموړي خوبونه لیدل، له بده مرغه او که له ښه مرغه افغانستان یو داسې جیوپولیټیک موقعیت لري چې د تاریخ په ټولو دورو کې امپراتورانو هڅې کړي چې د نورو هیوادونو د نیواک په خاطر لومړی افغانستان ایل کړي، د هیواد ستراتیژیک موقعیت دومره حیاتي دی چې په نړئ د حکومت کولو خوب یوازې د افغانستان له لارې ریښتیاو ته رسیږي، همدغه موقعیت لا له ډېره مخکې روسي امپراتوري د بخارا په نیولو سره د امو غاړې ته راښکله، او بیا د تزاریانو همدغه پراختیا غوښتونکي SovietSoldersسیاست ته شوروي لښکرو د کمونېزم چوپړ ته لوری ورکړ، د صبر کاسه یې ړنګه شوه، او له امو راواوښتل، د ۱۸۵۴-۱۸۵۶ پورې کلونو په ترڅ کې اروپایانو د کریمیا په جګړې کې روسیې ته ماته ورکړه او مدیترانیه یې پر مخ د ازاد تګ راتګ خنډ وګرځاوه، له هماغې وروسته روسي امپراتورئ ددې په هڅو کې شوه چې پر نړئ د حکومت کولو په خاطر باید تودې اوبه خپلې کړي، د امیر شېر علي خان د پاچاهئ په دوران کې د روسي امپراتورئ استازی جنرال ستالیتوف په ۱۸۷۸ کې کابل ته راورسېد، فقید محمود طرزی چې دا مهالی کوچنی وو د خپل پلار سره مل ددی ننداری برخوال وو، هغه وایي،( په هغه وخت کې زه ددې سفر په سیاسي اهمیت نه پوهیدم، سره له دی هم له هغو بحثونو نه چې زما د پلار او د هغه د ملګرو تر مینځ وشول او اوس چې زه هغه له خپل اوسني پوهاوي سره پرتله کوم، زه یوې موقتې نتیجې ته رسېدلی وم، ما زده کړه چې لوی پیتر خپلو ځای ناستو ته وصیت کړی و، چې د روس حکومت چې څومره کولی شي باید هند ته ځان ورسوي، چې د نړئ خزانه ګڼله کیږي، چې بیا په مناسب وخت کې د هند ټوله نیمه وچه ونیوله شي او په دې ډول د نړئ د لاندې کولو لپاره بیرغ جګ کړي، له دغه وصیت نه وروسته روسانو له پیترزبرګ او مسکو نه ورو ورو ځانونه د امو سیند غاړې ته رسولي دي)۳. په افغانستان کې د شوروي اتحاد پخوانی ستر پوځي سلاکار ستر جنرال الکساندر مایوروف هم په دې اړه خپل یادښت په دې ډول بیانوي: استینوف (دفاع وزیر ویلي وو چې) وسله وال پوځ د هندي سمندر تودو اوبو ته د وتلو د دندی سرته رسولو ته چمتو دی، د هندي سمندر تودو اوبو ته د وتلو فکر له اوږدې زمانې راهیسې د روسي واکمنو په مغزو کې تاویده، ان د لومړي پاول په پېر کې په ۱۷۹۸-۱۷۹۹ کلونو کې په (دون) کې د کازاکو پنځه ویشت زریز پوځ ټول شوی او د هند لور ته خوځول شوی و… او د منځنئ اسیا د لاندې کولو لپاره په ۱۸۷۹-۱۸۸۰ کلونو کې د جنرال سکوبیلیف زړور یرغلونه؟ د روسي عسکرو له خوا د (ګیوک تپې) کلا نیولو او عشق اباد د رالاندې کولو هم د هندي سمندر لور ته د وتلو لار هواروله ۴.russian-army

بله د ستراتیژیکو ګټو خبره ده، افغانستان د شمالي هیوادونو په شمول د شوروي ګټو د نفوذ سیمې ګڼلې کېدې، د خلقي کودتا په ټولو دورو کې شوروي اتحاد په خپلو دغو د نفوذ سیمو کې د چین او امریکا د لاسوهنو او مداخلو څخه میډیا په سر اخیستې وه، او شوروي اتحاد په هیڅ صورت دا نه غوښتل چې د هغوی د نفوذ په سیمه کې دې د هغوی ګټې وننګول شي، په دې اړه جنرال و.ا. کریوچکوف وايي: زه په پریکنده توګه تصدیقوم چې خبرې د شوروي اتحاد د دولتي ستراتیژیکو ګټو په باره کې کېدې.. له افغانستان سره مونږ ډېره لویه نژدې دوه زره پنځه سوه کیلو متره ګډه پوله درلوده.. د افغان شوروي ګډې پولې ستراتیژیک اهمیت درلود، هغه کیدای شوای د سولې او همکارئ او برعکس د بې اتفاقئ او لانجو کرښه واوسي.. د کی جي بي او د بهرنئ څارګرئ له لويې ادارې نه مونږ ته داسې د اندېښنې وړ معلومات رارسېدل چې د امریکا متحده ایالتونه په راتلونکي وخت کې غواړي د خپلو پوځي موخو لپاره زمونږ سهیلي پولي ته څېرمه سیمه وکاروي، دلته په ځای ده د هغه سخت مخالفت یادونه وشي، چې ددغه مرحلې یوه ځانګړنه وه، ځکه چې مونږ خو اصلاً د سړې جګړې په منځ کې وو، دې ټولو مسایلو هغه فضا رامنځته کړه چې افغانستان ته زمونږ د پوځونو د لیږلو پرېکړه په کې کېده.

۲- د خلق ګوند خپلمنځي ژور اختلافات:

داسې ویل کیږي چې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند له ډېر پخوا مهاله په غیر قانوني توګه زیرزميني فعالیتونه درلودل، ددغو زیر زمیني ګوندي فعالیتونو په منظمولو کې د پاکستان او هندوستان کمونیستو ګوندونو نقش درلود، هغه وخت چې تره کی په ممبئ کې وو له هندي کمونستانو سره یې اړیکې درلودې، خو په رسمي توګه د خلق ګوند بنسټ په ۱۳۴۳ یا ۱۹۶۵ لیږدیز کال کې کېښودل شو، په دې اړه دستګیر پنجشېری وایي: [د خلق دیموکراتیک ګوند لومړنئ کنګره په (۱۳۴۳، مرغومی، ۱۱) نېټه د ماسپښین په ۲ بجو د نورمحمد تره کي په کور کې چې په کابل ښار، څلورمې کارتې، شېر شاه مېنې کې یې موقعیت درلود، دایره شوه]۶، څیړونکي وایي چې په همدې لومړنئ کنګرې کې د ګوند د مشرتابه ترمینځ د اقتدار رقابت او اختلاف ښکاره وو، په ځانګړي توګه تره کي، ببرک کارمل او طاهر بدخشي چې په ترتیب سره هر یوه یې ۲۷، ۲۶ او ۲۵ رایې وړې وې کوښښ کاوه چې یوله بله مخکې شي او د ګوند مشرتابه ته ځان ورسوي، عبدالکریم میثاق چې په لومړئ کنګرې کې یې ګډون کړی وو، وایي : کله چې د خلق دیموکراتیک ګوند تاسیس شو، په دې ګوند کې د دریو کسانو ترمینځ په رهبرئ باندی رقابت وو، دا کسان تره کی، ببرک کارمل او طاهر بدخشي څخه عبارت وو، دا رقابت په دی شکل وو چې هر یوه کوښښ کاوه چې د مرکزي کمېټې غړي د ځان طرفداره کړي او خپل موقف په حزب کې مزبوت کړي، اساسي اختلاف په ظاهره توګه په رهبرئ وو، او په اصولو کې کوم اختلاف نه وو موجود۷. ، دغه اختلاف پر مخ تلو، یو وخت کارمل په مسکو کې په یوې وینا کې وویل چې هغه دغسې پرمختیا غوښتونکي پاچا ته احترام لري، کارمل چې لا له مخکې د پاچا لوښی ګڼل کیده، نور یې نو پلویان د تره کيانوله خوا شاهي کمونیستان بلل کېدل، د شاه پر ضد د ببرک د مبارزې همدې نسبي پڅتوب ګوند په دوه برخو وویشه، په ۱۳۴۶ ثور کې ګوند عملاً په دوه فرکسیونو وویشل شو، د تره کي په مشرئ د خلق ګوند او د کارمل په مشرئ د پرچم ګوند، په ۱۳۴۸ کې دستګیر پنجشیری، شهرالله شهیر او عبدالحکیم شرعي د کارمل له فرکسیونه جلا او د خلق کارګر په نوم یې ځانته ډلګئ جوړه کړه، لږ څه وروسته طاهر بدخشی په ۱۳۴۹ کې د تره کي د خلق ګونده ووت او د ستم ملي په نوم يې ګوند جوړ کړ، بدخشی او نور ستمیان په دې اند وو چې په هیواد کې د طبقاتي ستم تر څنګ پر لږکیو هم ستم شتون لري او پر ضد یې باید مبارزه وشي، له همدې امله دوی په کمونیستي ملي ضد او انټر ناسیونالیستي ترکیب کې ځای نه شول، داټولې هغه څانګونې وې چې د غوايي کودتا نه مخکې پېښې شوې وې، تر کودتا وروسته ډېر ژر هغه ایتلاف چې کلونه مخکې د محمدداودخان د پرزولو په خاطر د خلق او پرچم تر مینځ شوی وو، مات شو، په ګوند او دولت کې د کارمل د بانډ لوړ پوړي خلک تجرید شول، کارمل، نجیب، اناهیتا او داسې نور یې په بهرنیو هیوادونو کې سفیران شول، ځینې څیړونکي په دی اند دي چې دغسې انشعابونه د شوروي اتحاد په لارښونه رامینځته کیدل لکه هنري برادشر په دې اړه وايي چې: د کی جي بي استازو نه یوازې دا چې د کمونیستي ګوندونو تر مینځ څانګونې تشویقولې بلکه د نوموړو الهام بښونکي هم وو، تر څو په دې ډول د مسکو د موخو لپاره ترې استفاده وشي۸. خو بیا هم دغه درز لومړنی درز وو چې شورویان یې لږ وڅنډل، په دغه مهال کې د خلق ګوند تر مینځ اختلافونو د شوروي اتحاد ګټې ګواښلې، لږ څه وروسته امین پر خپل استاد، د شرق نابغه او خلاق! نورمحمد تره کي کودتا وکړه او د خلقیانو ترمینځ هم نه جوړیدونکی اختلاف پیښ شو، امین له یوې خوا د پرچمیانو بیخ وویسته او له بلې خوا په خپل فکري پلار او ګوندي ملګرو راوګرځیده، همدغه وخت وو چې شورویانو نور زغم له لاسه ورکاوه، او د افغانستان حالات یې د هجوم له لیده کتل، دکتور حلیم تنویر په دې اړه وايي: مسکو هم دخلق او پرچم په دې پېچلو مواضعو کې ګیر شو او په مقطعي ډول یې په خپل دریځ کې بدلون راوست، د مسکو لپاره کابل پلورل شویو مشرانو ارزښت نه درلود، دروسانو ټول پام دې خواته وو چې پر سیمه تسلط پیدا کړي او له افغانستانه اقتصادي ګټې تر لاسه کړي ۹.

۳- پر حفیظ الله امین بې اعتمادي:

امین وروسته له هغې چې د شوروي سفارت په مټ د تره کي او امین تر منځ د خبرو اترو په پلمه د خلکو کور! ارګ ته وغوښتل شو، او هلته له ناببره مرګوني بریده روغ ووت، د پایلې په توګه یې د تره کي په ضد پر کودتا لاس پورې کړ، د انتقام جذبې واخېست، جانداد ته یې امر وکړ چې د تره کي مېشت ځای محاصره او له بهر سره د تره کي اړیکې غوڅې کړي، او بیا یې په هماغه شپه کې د انقلابي شورا غونډه راوغوښته، د تره کي او شوروي سفیر له توطیې یې خبر او له دولتي او ګوندي دندو څخه يې د تره کي په لیری کولو قانع کړل، هغوی د رایو په اتفاق سره حفیظ الله امین د انقلابي شورا مشر او د ګوند د منشي په توګه وټاکه، امین تر ټولو لومړی تره کي وواژه او بیا یې د تره کي د فرکسیون ټولو لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه، او په مرګونو، زندانونو او تبعیدونو یې اړ کړل. څه وخت وروسته یې د شوروي سفیر پوزانوف له هیواده وشاړه، امین په دې کړنو سره ګوند او دولت له یوه شدید بحران سره مخ کړ، له یوې خوا یې د پرچمیانو او د تره کي د څانګې له خلقیانو سره راخېستې وه، له ملت او اسلامي نهضتونو سره یې هم نا پخلا کیدونکې جګړه په مخکې پرته وه، او د شوروي اتحاد سره یې هم اړیکې ترینګلې او سړې وې، الف هارون وایي: (د امین نېشنېلیستي او فکري ازادي د روسیانو خوښه نه وه، د خلقیانو او پرچمیانو په ټکولو کې هم روسیان ترې ګیله من وو، وارته یې کتل، امین یې مسکو ته وروباله، څرنګه چې دی د کی جي بي په توطیو پوه وو دا تګ یې ونه مانه) ۱۰ ، د شورویانو د اړیکو سوړوالی له هماغه لومړیه د بریژنیف د مبارکئ له تلګرامه ښکاره وو، دغه تلګرام ته که ځیر شو نو ډېر لنډ وو، (ملګری حفیظ الله امین! د خپل تقرر له امله زمونږ مبارکئ ومنئ، مونږ مطمین یو چې د شوروي اتحاد او افغانستان اړیکې به د دوستئ د تړون له مخې نور هم پرمختګ وکړي) دغه سړې اړیکې په همدومره لنډو ټکو کې په ښکاره د شوروي د ماڼیجنئ او په پټه د ژور انقلابي قهر غمازي کوي، دا ټول هغه څه وو چې شوروي اتحاد یې په افغانستان کې پرزیدونکي سوسیالېزم ته د اوږې ورکولو په فکر کړل.

۴- بې تجربې دولتداري او د ملي پشتوانې تشه:

بله مهمه خبره داده چې غوایي کودتا له هماغه لومړیه کومه ملي ننګه او ملاتړ نه درلود، اصلاً دا به د الفاظو له استعمال سره زیاتی وي چې نوموړې کودتا ته انقلاب وویل شي، دا یوه داسې کودتا وه چې هیڅ راز ولسي خواخوږي او ننګه ګارییف احمدوویچ محمود، چې د ډاکټر نجیب الله ستر مشاور او وروسته د شوروي اتحاد د ستر درستیز مرستیال پاتې شوی داسې وایي: ددغه انقلاب د خصوصیاتو او دهغه د سرته رسیدو د میتودونو له مخې په اصل کې دا یو ملي انقلاب نه و، بلکه پوځي کودتا وه، ځکه چې دغه کودتا یوازې د پوځي ټولګیو له خوا چې په کابل کې وو، په انقلابي روحیه سمبالو افسرانو تر مشرئ لاندې سرته ورسېده او په هغې کې کومو پراخو ټولنیزو سیاسي ځواکونو، په تېره بیا د هیواد وګړو ګډون نه و کړییې نه درلوده، له یوې خوا ولس مذهبي او اسلامپاله وو، له بلې خوا په هیواد کې د کارګرانو کچه په هغه اندزه نه وه چې د نوموړي کودتا لپاره د انقلاب بنسټونه جوړ کړي، د څیړونکو په اند هغه مهال د ټول هیواد په کچه یوازې څلور څلوېښت زره تنه کارګران شته وو، نوموړيو کارګرانو په عین وخت کې له کلیوالتوب او کرنې سره له مجبورې ورځې ټینګې اړیکې درلودې ځکه یوازې کارګرئ د هیچا د کور دردونه نه دوا کول، او کارګران اړ وو چې د ژوند تېرولو لپاره ډېرې لارې سره یوځای کړي او ځانونو ته لقمه ډودئ پیدا کړي، په دې اړه ګارییف احمدوویچ محمود، چې د ډاکټر نجیب الله ستر مشاور او وروسته د شوروي اتحاد د ستر درستیز مرستیال پاتې شوی داسې وایي: ددغه انقلاب د خصوصیاتو او دهغه د سرته رسیدو د میتودونو له مخې په اصل کې دا یو ملي انقلاب نه و، بلکه پوځي کودتا وه، ځکه چې دغه کودتا یوازې د پوځي ټولګیو له خوا چې په کابل کې وو، په انقلابي روحیه سمبالو افسرانو تر مشرئ لاندې سرته ورسېده او په هغې کې کومو پراخو ټولنیزو سیاسي ځواکونو، په تېره بیا د هیواد وګړو ګډون نه و کړی۱۱.

له بلې خوا د خلق ګوند مشران خام او لنډ پاري وو، په ملي او بین المللي کچه یې عیني واقعیتونه نه شول درک کولای، په دې نه پوهیدل چې له ولس سره په کومه توګه تعامل وکړي، او په دې برسېره یې نړئ یوازې د ایډیالوژئ له سترګو کتله، دوی تاریخ نه لوسته او له تاریخه یې نه زده کول، دوی یوازې د لینن کبیر او انقلاب کبیر تاریخونه لوستي وو، دغو بې تجربې دولتدارانو نه یوازې دا چې ملي ننګه نه درلوده، بلکه پر ملي او اسلامي ارزښتونو ډیر انقلابي راو ګرځیدل، کتلوي مهاجرتونو، اعدامونو، زندانونو، پر خلکو د خلکو د زمکو ویشلو، او تر هر څه مهم دا چې بې رحمو جګړو او ټول وژنو دوی نور هم په خلکو کې تجرید او ګوښه کړل، جنرال کریوچکوف د کی جي بي پخوانی مشر په دې اړه وايي:

(ولسمشر(تره کي) په لوړ غږ وويل: هغه څه چې په شوري اتحاد کې په شپېتو ددې پوښتنې ځواب کې چې د اسلام د سپيڅلي دين په تړاو به دنوي واک دريځ څه ډول وي، تره کي داسې وويل: ” پنځه کاله وروسته موږ ته راشئ وبه وينئ چې زموږ جوماتونه به ټول تش وي “کلونو کې سرته رسيدلي په افغانستان کې به د پنځو کالو په بهير کې سرته ورسيږي.

ددې پوښتنې ځواب کې چې د اسلام د سپيڅلي دين په تړاو به دنوي واک دريځ څه ډول وي، تره کي داسې وويل: ” پنځه کاله وروسته موږ ته راشئ وبه وينئ چې زموږ جوماتونه به ټول تش وي ” بايد وويل شي چې همدغه يوه څرګندونه ددې لپاره بس وه چې سړى په دې پوه شي، چې نوى رژيم په ناکامۍ محکوم دى.
..په هيواد باندې د سختو سزاګانو، بندي خانو اوترهګرۍ څپه راغله، په داسې حال کې چې په هيواد کې کادرونو ته زښته ډېره اړتيا وه ، پوځيان، په تېره بيا افسران، ددولتي موسسو کارکونکي، ګوندي کارکونکي، د سياسي سازمانونو مشران، د قومونو استازي او ديني اشخاص وژل کېدل. داسې يوه پېښه تېره شوې چې يو وخت د واکمنو له خوا کابل ته څه دپاسه پنځه سوه تنه قومي مشران ګواکې د خبرو اترو لپاره رابلل شوي وو، هغوى ټول په بې رحمۍ سره له منځه يووړل شول)۱۲. د پایلې په توګه کله چې نوی رژیم په ناکامئ محکوم شي نو د سوسیالېزم نړیوال ټیکه داران اړ وو چې ننګې ته یې را وړاندې شي، او لاس ورکړي.

۵- د مجاهدینو پرله پسې بریالیتوبونه:

کله چې د محمد داودخان په رژيم کې د کمونیستي عمالو کړنو د داود دولت ته د ملت او اسلامي نهضت پر ضد لوری ورکړ، د اسلامي نهضت غړي پاکستان ته په هجرت مجبور کړای شول، تبعید شول، او مسلح کار ته اړشول، دغې وسله والې مبارزې هغه مهال زور واخېست چې خلقیانو د خپل محسن محمد داودخان نظام نسکور کړ، ولس د اسلامي نهضت خوا ونیوه، له دولته یې لمن راټوله کړه، او علماو د دولت پر ضد د جهاد فتوا ورکړه، کله چې په ۱۳۵۷،۱۲،۲۴ ل ل نېټې د مسلمانو هیوادوالو پاڅون د هرات ښار انقلابي کړی وو نو خلقي دولت ځان د ملت په مقابل کې بې وسه وکوت، له شوروي اتحاده یې حتی د نظامي تیري غوښتنې وکړې، په دې اړه په افغانستان کې د شوروي ځواکونو قومندان بوریس ګروموف وايي( د مارچ په ۱۵ مه په هرات کې حکومتي ضد پاڅون پیل شو، په دغه پاڅون کې ستره ونډه د پښتنو قبیلو استازو درلوده.. بغاوت ایله د مارچ په شلمه وځپل شو، یوه ورځ وروسته د جلال اباد په ګارنېزیون کې د یوې دسیسې سټه راوسپړل شوه، له ۲۳۰ سرتېرو او افسرانو نه زیات د حکومتي ضد فعالیتونو په تور ونیول شول، دغو پیښو په کابل کې د انقلابي رژیم شته والی عملاً له خطر سره مخامخ کړ، دغې لانجې ته د مسکو د واک په ډیرو لوړو پوړیو کې هم پاملرنه وګرځول شوه)۱۳ ، په دې ډول د تره کي له کودتا نیولې بیا د امین د نظام تر پایه دولتي بنسټونه وښویدل، ډيرې ولسوالئ د مجاهدینو لاسته ورغلې، حالات داسې روان وو چې په نږدې وخت د دولت د ژر پرزېدو اټکل ترې کیده، شورویانو دا هرڅه په غور څارل او د یرغل لپاره یې د وړ وخت چانس له لاسه نه ورکاوه.

۶- ایډیالوژیک تصور:

ددې لپاره چې شورویان نړئ ونیسي، او ولسونه، ګروهې او دولتونه د سوسیالیستي استعمار تر نیواک لاندې راولي، خپل هر نیواک ته یې د انټر ناسیونالیستي مرستو ښه نوم ورکاوه، هر چېرته به چې کمونستي ګوند او دولت له ماتې سره مخ کېده، نو دوی به چټک غبرګون ښوده او خپلې انټر ناسونالیستي مرستې به یې ور رسولې، هنري برادشر په دې اړه وايي: مسکو اعتراف وکړ چې د هغوی په یرغل کې ایډیالوژیک ملحوظات هم دخیل وو، په دې اړه د شوروي کمونېست ګوند د سیاسي بیورو غړي ویکتور.وي.ګریشن ویلي وو چې: سوسیالیستي انټر ناسیونالېزم مونږ اړ کړو چې افغان ولس سره د ثور انقلاب په لاسته راوړنو کې مرسته وکړو)۱۴، په همدې توګه لیونید بریژنیف د شوروي د کمونست ګوند ارګان پراودا سره په یو مرکې کې د یرغل ایډیالوژیکوالی په دې تورو بیان کړی وو: چې که شوروي د افغانستان د حکومت غوښتنې ته ځواب نه وای ویلای نو ددې مانا به دا وای چې هغه هیواد دې پریښودل شوای وای چې امپریالېزم څیري څیري کړی وای، او تیري کونکي ځواکونه يې خوشی کړي وای چې په افغانستان کې هغه څه تکرار کاندي چې هغوی یې په چلي کې په کولو بریالي شول او د خلکو ازادي په وینو کې ډوب شوه)۱۵.

۷- د شوروي اتحاد اسلاموفوبیا:

شوروي اتحاد ویره درلوده چې هسی نه په افغانستان کې د اسلامي نهضت په د رونالد رېګن په کابینه کې د دولت وزیر جنرال الګساندر هېګ په ۱۹۸۸ کې د یوه روسي ژبي ژورنالېست سره په مرکې کې د روسيې همدغه اسلاموفوبیا په دې ډول بیان کړې وه چې: شوروي به افغانستان باندې له دې خاطره یرغل وکړ چې په خپلو سهیلي پولو کې د یوه بنسټ پاله اسلامي کمربند د ټینګیدو مخه ونیسي…پیاوړيتوب سره د منځنئ اسیا په ویدو ولسونو کې د خپلواکئ او اسلامي ژوندئ کېدنې روح پیدا او پراختیا ورکول شي، د رونالد رېګن په کابینه کې د دولت وزیر جنرال الګساندر هېګ په ۱۹۸۸ کې د یوه روسي ژبي ژورنالېست سره په مرکې کې د روسيې همدغه اسلاموفوبیا په دې ډول بیان کړې وه چې: شوروي به افغانستان باندې له دې خاطره یرغل وکړ چې په خپلو سهیلي پولو کې د یوه بنسټ پاله اسلامي کمربند د ټینګیدو مخه ونیسي… د افغانستان او شوروي تر منځ د امو سیند یواځینئ نرئ پوله پرته ده، او له دې کبله به ستاسو په سهیلي پولو کې هر یو بریالی اسلامي غورځنګ هرومرو د شوروي پر اسلامي جمهوریتونو اغېزه وکړي.. زه د بریژنیف په منطق پوهیږم ۱۶.

۸- د لویدیز لاس:

د ځینو په وینا افغانستان ته د شورویانو په راکشولو کې د لویدیز پلانونې کار وکړ، ددغه فکر لارویان وايي چې له یرغله ډېر پخوا امریکا په دې کار کاوه چې د شوروي لپاره د سیمې د نیواک زمینې برابرې کړي، او په دې ډول ترې د ویتنام د ماتې کسات واخلي، هغه مهال امریکایانو له یوې خوا د افغانستان جغرافیايي موقعیت او له بلې خوا د افغانانو اسلامپالنه او د نیواک ضد احساسات ښه پیژندل، او داسې اټکل یې کاوه چې که ددغو ټولو نیواک ضد اسانتیاو سره بیا د اسلامي-عربي هیوادونو،امریکا او اروپا مرستې یو ځای شي، نو د ویتنام د بدې ماتې پیغور به ومینځي.

خلق ګوند جنایت کوي
هر لامل چې وو، شوروي یې یرغل ته راکش کړ، خو د یرغل په اړه د خلق ګوند د مختلفو څانګو په موقفونو کې کوم اختلاف نه وو موجود، ګوند کمونیستي موخې اوسیر درلود، په لېنن یې درودونه ویل، له مارکسېزم او لېننېزم نه یې خبرې کولې، او په انټر ناسیونالیزم یې ایمان درلود، د انټرناسیونالیستي فلسفې په مقابل کې ملي حاکمیت او خپلواکئ کوم ارزښت نه درلود، په ټوله کې د خلق ګوند ټولو فرکسیونونو په ایډیالوژیک ډول له دغې یرغل سره کوم مخالفت نه شو کولای، کله چې تره کي له شوروي اتحاده د نظامي مرستو غوښتنه کوله نو کاسیګین یې په ځواب کې وویل چې: ماله تاسو نه د همدغسې یوه ځواب تمه درلوده، مونږ سره ملګري یو. مبارزه مو شریکه ده، یو له بله شرم کول نه دي په کار، ټولو شیانو ته باید له همدې زاویې وکتل شي ۱۷. ځینې خلک سطحي انګیري چې ښايي د خلق ګوند کوم ځانګړی فرکسیون او یا شخص به ددې یرغل بلونکی وي، دا سمه ده چې پرچم څانګې او په سر کې یې د کارمل غوندې سست لوخي مشر ته ددې زمینه برابره شوه چې د شوروي یرغل احسان ته یې ورمیږ کوږ شي، که نه دغسې مرستې د کمونېزم په قاموس کې د ویاړ ځای لري، هغه مهال چې د هرات ولسي پاڅون په اوج کې وو خلقي مشران د ملت په مقابل کې خپل پیاوړتوب ټکنی ولید، نو سم له واره یې له شوروي اتحاده د نظامي یرغل غوښتنې وکړې، ددې مدعا ښه ثبوت د همدغه پاڅو په اوج کې د کاسیګین او تره کي مخابراتي خبرې دي:

تره کی: زه هیله کوم چې له مونږ سره مرسته وکړئ.
کاسیګین: مونږ باید په دې اړه په خپلو کې سلا مشوره وکړو.
تره کی: تر هغې چې تاسې سلا مشورې کوئ هرات به زمونږ له لاسه وتلی وي.
..کاسیګین: که مونږ ډېر ژر نورې الوتکې او وسلې تاسو ته درکړو، نو تاسې نه شئ کولای چې نوي ټولګي جوړ کړئ؟
تره کی: دا کار ډېر وخت غواړي او تر هغې به هرات زمونږ له لاسه وتلی وي…باید تبلیغاتي او عملي مرستې سره یوځای شي، زه وړاندیز کوم چې تاسو په خپلو ټانکو او الوتکو افغاني نښانونه ونښلوئ او په دې توګه به هیڅوک هم هغه ونه پیژني، ستاسو پوځونه کیدای شي چې د کشک او کابل له لورو هرات ته ورشي.. د کشک او هرات تر منځ دومره واټن نه شته او کابل ته کیدای شي چې پوځونه په الوتکو کې راوړل شي، که تاسو کابل ته پوځونه راولیږئ او هغه له کابل نه هرات ته لاړ شي، نو زمونږ په اند هیڅوک به هم پرې خبر نه شي، خلک به فکر کوي چې دا ګنې حکومتي ځواکونه دي ۱۸.

او بیا چې کله کاسیګین د شوروي کمونیست ګوند په سیاسي بیورو غونډې کې له تره کي سره د خپلو خبرو په اړه معلومات شریکول نو یې وویل چې: له امین سره چې مې خبرې کولې، هغه هم هرات ته د پوځونو د لېږلو او د غلیم د ماتولو غوښتنه لرله.. امین ماته وویل چې افغاني انقلاب له غټو خنډونو سره مخ شوی او ژغورنه یې اوس یوازې د شوروي اتحاد په لاس کې ده ۱۹. ، جنرال کریوچکوف وايي: دواړو سیاسي ځواکونو (خلق او پرچم) دا هڅې کولې چې په افغانستان کې مونږ پوځي شتوالی ولرو، خو د بحران په له منځه وړلو کې هر یوه لوري شوروي پوځ ته مخالف رول ورکاوه ۲۰ ، دا ټول استنادونه د شوروي اتحاد د انټر ناسیونالیستي مرستو په مقابل کې د ټولو خلقي پرچمي لوریو پر یووالي او قناعت دلالت کوي، خو له بلې خوا داسې شواهد هم شته چې ښايي امین د نورو په نسبت خپلسری وو، هنري برادشر په دې اړه وايي چې: امین په ۱۹۷۹ سپتمبر په نهمې ویلي وو چې مونږ په دې ویاړو چې له هیڅ خارجي هیواده مو نه دي غوښتي چې زمونږ له پاره دې وجنګیږي. دا خبرې د هغه او د نوموړي د بهرنیو وزیر شاه ولي له خوا د دسمبر تر نیمايي پورې څو وارې تکرار شوې ۲۱.
له یرغله تقریباً درې ورځې مخکې د شورویانو لښکرې او نظامي مرستې د کابل تاشکند هوايي لیکې له لارې هیواد ته را شېوه شوې، ویل کیږي چې دا هرڅه له امین سره په ګډ تفاهم تر سره کیدل، د شوروي یرغل د پېلېدنې په درشل کې شوروي سفیر له حفیظ الله امین سره په لیدنه کې افغانستان ته د شوروي فوځونو رالیږلو خبره یاده کړې وه، جنرال لیاخو فسکي، وايي چې په همدې وخت کې په کابل کې شوروي سفیر مخکې تر مخکې حفیظ الله امین ته خبر ورکړ چې شوروي پوځونه افغانستان ته د راتلو په لاره کې دي، او امین هم لارښوونه کړې وه چې له هغوئ سره دې هر اړخیزه همکاري وشي. شورویانو امین په دې قانع کړی وو چې دوی د امین له نظامه پر ننګې خپلې لښکرې را ستولي دي، خو په پټه یې نور غوښتل چې ( حفیظ الله امین دې له څوکئ څخه ګوښه کړی شي او پرځای دې داسې خلک ورته وټاکل شي چې له شوروي اتحاد سره ټینګې او ډاډمنې اړیکې ولري، دې ته چمتو وي چې کابل ته ستانه شي او دولتي کودتا وکړي) ۲۲ ددغسې پټو کړنو تر ټولو غټه هیله له کارمل او ځینو مرورو خلقیانو کېده، د یرغل نه څه موده مخکې د تاجبېګ ماڼئ رغول شوې وه او امین ورته د اوسیدو په خاطر ور انتقال شوی وو، امین په داسې حال کې چې په دغه ورځ یې خپلو ګوندي ملګرو ته ډوډئ کړې وه، په ډوډئ کې د بې هوښئ دوا ورکول شوه، امین د معالج ډاکټر تر درملنې لاندې وو چې په همدې مهال کې پر ماڼئ ډزې پیل شوی، دغه برید د شوروي کوماندو ځواکونو ځانګړې قطعې چې زینت نومېده وکړ، د قطعې قومندان د کی جي بي یوه مامور جنرال ویکتور پاپوتین وو، دوی کابل ته د سفارت د ساتنې په پلمه تللي وو، کله یې چې عملیات پیل کړل د پاپوتین له لارښوونو سره سم هر هغه څوک چې له ماڼئ راوته باید له مینځه یووړل شي، د عملیاتو په پای کې پاپوتین له ماڼئ بیرون ته د تلو په مهال کې خپله هم له مینځه ولاړ، د حفیظ الله امین د مېرمن په وینا:( کله چې روسان پاس راوختل، ماشیندارې یې تاوې کړې نو ملالئ، ګلالئ او خوازک ولګېدل، لومړی چې راوختل د امین صاحب عکسونه یې په لاس کې وو غوټئ مخې ته ورغله ورته یې وویل تاسو فیر کوئ او دلته امین صاحب دی، ویل یې کوم دی؟دباندی يې چې ولیدل چې هلته ناست دی فیر یې پرې وکړ او ویې ویشت)۲۳ نور نو امین خپل انجام ته رسول شوی وو ، او د ۱۳۵۸ مرغومي په شپږمه د ببرک کارمل وینا د ترمذ له ښاره د کابل رادیو په څپو واورول شوه،کارمل داسې وښوده چې ګوندی دی له مخکې په کابل کې وو او د انقلابي شورا په مټ یې امین د ګوند او نورو دندو لیرې کړ، نوموړي ددې ښکارونه هم وکړه چې د امین له لیری کولو وروسته یې له شوروي اتحاده د مرستې غوښتنه وکړه، د غوایي کودتا په کولو سره چې د شوروي انټرناسیونالېزم مرستو لپاره کومه مقدماتي کودتا شوې وه، قدم په قدم د شوروي د ستراتیژیکوګټو په چوپړ کې پر مخ ولاړه، نورې کودتا ګانې وشوې او بالاخره شورویانو یرغل وکړ، نور نو هیواد د ازادو هیوادنو له کتاره ووت او د شوروي اتحاد تر نیواک لاندې د غریب هیواد ولس په یوه شدید مقامت لاس پورې کاوه.

نړیوال غبرګون او د ملګرو ملتونو موقف
کله چې شوروي اتحاد یرغل وکړ، نړئ له یوه انجام شوي عمل سره مخ شوې وه، په مجموع کې د وارسا د پکټ پورې تړلو هیوادونو پرته نورو ټولو هیوادونو نوموړی یرغل وغانده او د هیواد له ملي مقاومته یې په مختلفو بڼو سره ننګه وکړه، کله چې شوروي اتحاد خپلې لښکرې په ګران افغانستان کې پلې کړې، نو تر ټولو لومړی پاکستان د یرغل په دویمه ورځ خپله ژوره اندیښنه وښوده او له هیواده یې د شوروي اتحاد د لښکرو د بې قید وشرطه وتلو غوښتنه وکړه، جنرال ضیا الحق ددوه کلونو لپاره د امریکا نظامي مرستې چې هر کال له سلو میلیونو سره سمې وې بیخي لږې وګڼلې، نوموړي د خپلې څلور لکیزې اردو د ښې روزنې او نوې کونې په خاطر د وسلو غوښتنه وکړه، او ورسره په څنګ کې یې د ۱۹۸۰ جنوري ۲۷-۲۹ پورې په اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو بیړنئ غونډه راوغوښته غونډې ته د مجاهدینو استازي د ایران د بهرنیو چارو وزیر صادق قطبزاده په هیئت کې ګډ لاړل، اصلاً کوښښ ددې وو چې په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب باید مجاهدین برخه واخلي، خو ځینو تش په نوم اسلامي هیوادونو لکه سوریې، عراق، فلسطین او جنوبي یمن لومړې ددې کوښښ وکړ چې د مجاهدینو د استازیتوب مخه په ټول قیمت او زور ونیسي او حق یې د کابل ګوډا ته خوندي کړي، بل کوښښ یې دا وه چې باید د غونډې په اجنډا کې د لومړیتوب حق د فلسطین او اسراییلو شخړو ته ځانګړی کړي خو د غونډی د ګډونوالو د اکثریت له پرېکړې سره سم د کابل رژیم څوکئ وځنډول شوه، او د لومړیتوب حق پر افغانستان د شوروي یرغل پیښې ته ځانګړی شو، ددې غونډې په ترڅ کې ۳۵ هیوادونو شوروي یرغل وغانده، او له قیدو شرطه پرته یې د شورویانو د وتلو غوښتنه وکړه، دوی همداراز له اسلامي هیوادونو وغوښتل چې د کارمل رژیم په رسمیت ونه پیژني، غونډې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اغاشاهي په مشرئ درې کسیزه کمېټه جوړه کړه او دنده یې ورکړه چې د قضیې سولیز حل ولټوي.

د سعودي پاچا ملک خالد نوموړي یرغل پر اسلامي افغانستان استعماري تجاوز وګڼه، مصر یرغل وغانده او د ټانګ ضد راکټونه او نورې شوروي وسلې یې مجاهدینو ته په لاس کې ورکړې، چین هم په سختو ټکو کې یرغل وغانده او ویې ویل چې شوروي په یوه مستقل هیواد نظامي تیری کړی او د نوموړي هیواد دولت یې د تشدد له لارې ړنګولی دی.

ایران په دریمه ورځ خپل موقف روښانه کړ، قطبزاده د ایران د بهرنیو چارو وزیر مطبوعاتي کانفرانس ورکړ او شوروي یرغل یې وغانده، قطبزاده وویل: د ایران د حکومت اعتراض د سیاسي قدرت د ساتنې په خاطر یو سیاسي مانور نه بلکه هدف یې د هغو ځواکونو پر خلاف یو سیاسي مانور دی چې غواړي پر یوه مسلمان هیواد تجاوز وکړي۲۴.

امریکا چې د افغانستان په شمال کې یې د شوروي اتحاد مانورې له مخکې څارلې خپلې اندیښنې وار له مخکې څرګندې کړې وې، خو شوروي اتحاد دا هرڅه د معمول کړنې ګڼلې، کله چې حمله وشوه، د امریکا د متحدو ایالتونو لومړنی عکس العمل داوو چې ولې شوروي لوري له دوی سره د یرغل په اړه وار له مخه سلا نه ده کړې؟ همداراز یې ویلي وو چې شورویانو ولې یو قانوني ولسمشر وواژه؟ او د ملګروملتونو د ۵۱ مې مادې په اړه چې شورویانو د خپل یرغل د مشروعیت په اړه پرې استناد کاوه، وویل چې که امین دغسې غوښتنه کړې وه، ولې نو ووژل شو؟ کارتر لومړی یوازی دا ویل چې مسکو باید د خپلو سیاسي کړنو حاد عواقب وويني خو د جنوري په دویمه یې د ملي امنیت په غونډه کې د شورویانو پر ضد د سیاسي او اقتصادي تدبیرونو دواړو خبرو وکړه، محافظه کارو سناتورانو له کارتر نه په وار وار غوښتل چې د اتومي وسلو د تحدید تړون (سالټ ۲) خبرې اترې دې په ټپه ودرول شي، کارتر د جنوري په څلورمه ملت ته په وینا کې د شوروي یرغل پر ضد له شپږ ګونو بندیزونو یادونه وکړه:

۱- په شوروي اتحاد کې د نویو کونسلګریو د پرانېستنو ځنډول.
۲- دکلتوري او اقتصادي مبادلاتو ځنډول.
۳- د دواړو هیوادونو تر مینځ پر تجارت شدید بندیزونه.
۴- د امریکا د متحدو ایالتونو په اوبو کې د شوروي اتحاد د کښتیو په وړاندې خنډونه پیدا کول.

۵- په شوروي اتحاد د ۱۷ ټنو غنمو د خرڅلاو لغوه کول، خو ریګن وروسته د امریکایي بزګرانو د مخالفت له امله بیرته نوموړې تحریم لغوه کړ.
۶- په مسکو کې د ۱۹۸۰ کال په دوبي کې د اولمپیک په لوبو کې نه ګډون کول، په نوموړو لوبو کې پر امریکا برڅیره ۵۹ نورو هیوادونو هم ونډه وا نه خېسته ۲۵.
اروپایانو هم د تجاوز پر ضد موقف درلود، خو د امریکا غوندې تېز نه، حتی د بریتانیې پارلماني کمېټه د امریکا د شپږ ګونو بندیزونو سره هم چندانې موافقه نه وه، ډېری اروپایي هیوادونو ویل چې د (سالټ ۲) خبرې اترې دې نه بندیږي، سره له دی چې ځینو اروپایی هیوادونو له شوروی اتحاد سره د تجارتي اړیکو پر محدودیتونو تمرکز کاوه خو د ۱۹۸۰ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د المان صادرات د پخوا په نسبت ډیر شول، ولې نوموړي هیواد د اولمپیک لوبو کې له ګډونه انکار وکړ، اروپایي هیوادونو ددې هڅه هم وکړه چې د شوروي تیري په اړه د ناټو دریځ ته داسې لوری ورکړي چې له امریکا سره توپیر ولري، له همدې امله وو چې ناټو د شوروي یرغل حل لاره له سیاسي پلوه غوره بلله.

د شوروي یرغل پر ضد د خلکو سترګې د ملګرو ملتونو لورې ته اووښتې وې، خو خوارکي ملتونه د امنیت شورا د پینځو دایمي غړو په لاس کې ډېر بد ښکیل دي، له دغو غړو هر یو یې د امنیت په شورا کې د ويټو حق لري، اصلاً ملګري ملتونه تش په نوم جوړښت لري، او د استعماري هیوادونو د استعماري موخو لپاره د جواز او اسانتیاوو جوړولو کردارونه لوبوي، همدا لامل وو چې هر وار به د ملګرو ملتونو ملګرو ملتونو د ۱۳۵۸ د مرغومي په ۲۴ مه بیړنئ غونډه وکړه، او د ۱۸ رایو په مقابل کې د ۱۰۴ رایو په ورکولو سره یې له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه، په ۱۳۵۹،۸،۳۰ ملګروملتونو د دویم ځل لپاره د غونډې په ترڅ کې د ۱۱۱موافقو، ۲۲مخالفو، او ۱۲ ممتنعو رایو په ورکولو سره د شوروي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړهامنیت شورا ته د شوروي یرغل پر ضد مسوده وړاندې کېده نو د شوروي اتحاد له ویټو سره به مخ کېده، په دې اړه شوروي اتحاد په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره خپل استازي ته په یوه اشد محرم مکتوب کې لارښونه کوي چې: که څوک هڅه وکړي، د امنیت په شورا کې په افغانستان کې زمونږ اقدامات مطرح کړي، زیات ټینګار وکړئ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په اجنډا کې ددې موضوع د شاملولو مخه ونیول شي ۲۶. ، اندري سخاروف وايي چې یوازې د شوري (ویټو) ددې مخه ونیوله چې د امنیت په شورا کې شوروي مجازات شي۲۷.

ملګرو ملتونو د ۱۳۵۸ د مرغومي په ۲۴ مه بیړنئ غونډه وکړه، او د ۱۸ رایو په مقابل کې د ۱۰۴ رایو په ورکولو سره یې له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه، په ۱۳۵۹،۸،۳۰ ملګروملتونو د دویم ځل لپاره د غونډې په ترڅ کې د ۱۱۱موافقو، ۲۲مخالفو، او ۱۲ ممتنعو رایو په ورکولو سره د شوروي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه، په مجموع کې تقریباً د شوروي تیري نه وروسته اته ځلې ملګرو ملتونو د خپلو غونډو په ترڅ کې نه یوازې شوروي یرغل غندلی بلکه له افغانستانه یې د شوروي لښکرو د وتلو، د افغانستان د خپلواکئ، ملي حاکمیت او ځمکنئ بشپړتیا د بیا راګرځیدنې په اړه په قاطع اکثریت سره پریکړې کړي دي، خو دا چې نوموړو پرېکړو کوم اجرایوي بنسټ نه درلود، نو یې په شوروي لوري کوم ځانګړی اغیز هم نه درلود، یوازې د یوه سیاسي او اخلاقي فشار په توګه ترې نړیوالې ټولنې ګټه اخېسته.

د شوروي دننه غبرګون
په شوروي دننه حالات ډېر بوږنوونکي وو، د بیان او مطبوعاتو ازادي نه وه، یو ګوندیز سیستم حاکم وو، اپوزیسیون شتون نه درلود، او کا، جي، بي هر مخالف په ډیر لنډ وخت کې ځپه، نه یوازې مخالف بلکه د سټالین په مهال خو یې د ګوندي تصفیې په نامه په زرګونو کمونستان چارماري کړل، نو په دغسې یوه حالت کې به چې چا هم د نظام پر ضد خوله پرانېسته یابه وژل کیده، یابه زنداني کیده او یابه تبعید ېده، د هغه ځای له پیښو بهر دنیا یوازې له هغه څه نه خبریده چې شوروي د ازبکستان نامتو لیکوال عبدالرشید نور مرادوف چې اعتراف کوي: مونږ نن په دې پوهیږو چې د افغاني جګړې به اور بلولو کې څوک ملامت دي، خو مونږ ټول هم ملامت یو، ځکه چې پټه خوله ووتاس به خلکو ته وایه، ازادې میډیا اصلاً شتون نه درلود، ښايي له شوروي یرغل سره ډیرو شوروي منځلارو مخالفت ښودلی وي، خو د ازادو رسنیو د نه شتون له امله پرې څوک نه پوهیدل، شوروي اتحاد یو لوی زندان وو چې بهرنیان یې له حالته نه خبریدل، خو بیا هم هلته داسې ځواکمنې کړئ وې چې په خپلې بوګنونکې خاموشئ یې وروسته بیا پښیماني ښودلې وه لکه د ازبکستان نامتو لیکوال عبدالرشید نور مرادوف چې اعتراف کوي: مونږ نن په دې پوهیږو چې د افغاني جګړې به اور بلولو کې څوک ملامت دي، خو مونږ ټول هم ملامت یو، ځکه چې پټه خوله وو ۲۸ ، له دغې یرغل سره په مخالفت کې د نوبل جایزې ګټونکی او د هایدروجني بم طراح او پلار اندري دیمتریویچ سخاروف له شوروي یرغل سره مخالفت وکړ، نوموړي د (دې ولټ) ورځپاڼې خبریال مومندیل ته په شوروي اتحاد کې د کیدونکو اولمپیک لوبو په اړه خپل دریځ داسې ووایه: د المپیک پخواني قوانین په څرګنده وايي چې د المپیک د لوبو په بهیر کې باید جګړه ییز عملیات ودریږي، شوري اتحاد باید د افغانستان له خاورې څخه خپل پوځونه راوباسي، که یې له دغه کارڅخه سرغړاوی وکړ، د المپیک کمېټه باید په هغه هیواد کې له لوبو څخه ډډه وکړي چې په جګړه بوخت دی ۲۹ ، وروسته یې بیا د نیویارک ټایمز له خبریال انتوني استین سره مرکه وکړه، او د یرغل پر ضد یې خپل موقف په کې څرګند کړی وو، نوموړې مرکه په وار وار له امریکاغږ څخه خپره شوه، او په عامه افکارو یې پراخه اغېزه وکړه، له همدې امله شوروي اتحاد اړ شو چې له اندري سخاروفه ټول دولتي نښانونه واخلي او ګورکي ته یې تبعید کړي، سخاروف په ۱۹۸۰ کې بریژنیف ته پرانېستی لیک هم ولیکه او په ترڅ کې یې له لنډې مقدمې وروسته د شخړې د سیاسي هواري په لړکې ۷ مادیز وړاندیز کړی وو چې ځینې یې په دې ډول دي:

۱- شوروي او ملیشه دې اوربند اعلان او د روغې جوړې تړون دې لاسلیک کړي.
۲- شوروي دې اعلان کړي، چمتو دی، په بشپړه توګه خپل پوځونه، په داسې ډول له افغانستانه باسي چې ځای به یې د ملګرو ملتونو پوځونه نیسي.
۳- ملګري ملتونه، د خپلو پنځو دایمي غړیو په وجود کې، د افغانستان د نا پیېلتوب، خپلواکئ او سولې تضمین کوي، کیدای شي، په دې بهیر کې د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم ګډون ولري ۳۰.

هغه مهال په پوځ کې هم ځنې کړئ ددې یرغل له پایلو بوږنېدل، او ورسره مخالف وو، جنرال لیاخوفسکي په دې اړه وايي: هو، په دې کې شک نه شته چې د شوروي اتحاد د وسله والو پوځونو د ستر درستیز مشرتابه لکه ن.و.اګارکوف، س.ف.اخرامییف، و.ای. ورینیکوف او دغه راز د پلو ځواکونو لی قومندان ستر جنرال ای.ګ.پاولوفسکي د شوروي اتحاد د سیاسي مشرتابه له خوا د وروستئ پرېکړې تر کېدو پورې د پوځونو له لېږلو سره مخالفت کاوه… ۳۱

اسلامي نهضت د ملي مقاومت نوښتګر
په ۱۳۵۲ ل ل کال کې چې داودخان کودتا وکړه، له یوې خوا یې د یو ګوندیز نظام په را مینځته کولو سره پر ملت جمهوري دیکتاتوري وتپله، له بلې خوا یې د کمونستانو په مټ او غوښتنې اسلامي نهضت چې هغه مهال د (مسلمان ځوانان) په نوم یادیدل، تر کلکو پولیسي تعقیبونو لاندې ونیول، اصلاً د داودخان هماغه لومړئ ملت ته وینا پر مسلمانو ځوانانو د کړئ د تنګولو الهام ورکاوه، د کمونیستي ترمینالوژئ او ویونو کارولو او د ارتجاع د ټکولو مانا ګانې اسلامي نهضت ډېرې ښې تحلیلولای شوې، پېښې د خلق ګوند د مرام او مرحله ایزو توطیو سره ډېرې په توافق سره پر مخ تلې، د اسلامی نهضت په پلویانو زمکه سره شوه، زندانونه پرې ډک شول، او بالاخره په هجرت کولو اړ کړای شول، دولت د اسلامي نهضت د سر سړي او مشران په ډېر فاجعانه توګه شهیدان کړل، په لومړئ مرحله کې یې انجینیر حبیب الرحمن د کودتا په تور محاکمه او د ۲۳ کلونو په عمر یې د کودتا د لومړي کس په توګه په شهادت ورساوه، د داودخان جبر او کمونیستي عمالو پرېکړو د دولت پر ضد د ۱۳۵۴ کال وسله والو عملیاتو ته لاره هواره کړه، په دغې مرحله کې مولوي حبیب الرحمن، ډاکټر محمدعمر، او خواجه محمد محفوظ منصور د وسله وال پاڅون په تور بندیان او د دیوان حرب د پرېکړې له مخې چې په څوکیو یې کمونیستان ناست وو شهیدان شول، په دې ډول د مقاومت سلسله دا مهال د اسلامي نهضت مشران او فعالین چې په تبعید کې یې د خلقي رژیم پر ضد وسله واله مبارزه منظموله، په مختلفو تنظیمونو ویشل شوي وو، دوی په خپلو تنظیمونو کې مهاجر افغانان منظم او جذب کړل، او په دې ډول اسلامي تنظیمونو د خلقي دولتونو پر ضد پراخه مقاومت د مهاجرو افغانانو په مټ ولسي او ملي کاوهپیل شوه، په دې مرحله کې مقاومت یوازې د نهضت د پلویانو پورې ایسار شو، ملت ورسره دومره ننګه نه وه، خو کله چې په ۱۳۵۸ کال کې د غوایي کودتا پیښه شوه، کرار کرار مقاومت پراخېده، خلقي-پرچمي نوکیانو دا ځل اعلان کړی وو چې (سر مو په ټولو!) دوئ دې ته نه کتل چې څوک د اسلامي نهضت غړی دی که نه خو د دیندارئ، زمکه والتوب، او پانګه والتوب په تورونو یې پر خلکو د هغه مهال نوی جوړ شوی د څرخي پله زندان ډک کړ، د مسلمانو هیوادوالو له شخصي ملکیتونو نیولې تر مذهبي ازادیو پورې هرڅه محدود شوي وو، هر دیندار ته به د اخواني لقب ورکول کیده، او په همدې نوم یې په زرګونو خلک په کتلوي شکل سره شهیدان کړل، په هیواد کې پراخو تعذیبونو، ټول وژنو، او کتلوي شړنو ولس د دولت پر ضد د وسله وال پراخه مقاومت په برید ودراوه، ډیری هیوادوال پاکستان ته مهاجر شول، دا مهال د اسلامي نهضت مشران او فعالین چې په تبعید کې یې د خلقي رژیم پر ضد وسله واله مبارزه منظموله، په د افغانستان نه په دفاع کې د اسلامي نهضت شعوري، ائیډیالوژیکې او ملي کړنلارې د هیواد مختلفې پرګنې او قومونه پر ځان راټول کړل، او مقاومت ته یې پراخه ولسي ملاتړ ورکړ، نور نو شورویان د چینایانو، پاکستانیانو، ایرانیانو او امریکایانو! سره نه جنګیدل، دوی له یوه مسلمان ملت سره په جګړه کې غورځیدلي وو، او کله چې څوک د ملت پر ضد جنګیږي راپرځیږي.مختلفو تنظیمونو ویشل شوي وو، دوی په خپلو تنظیمونو کې مهاجر افغانان منظم او جذب کړل، او په دې ډول اسلامي تنظیمونو د خلقي دولتونو پر ضد پراخه مقاومت د مهاجرو افغانانو په مټ ولسي او ملي کاوه، او د پایلې په توګه یې د امین رژیم نزدی وه چې د مجاهدینو په لاس سقوط وکړي، همدغه مهال وو چې شوروي اتحاد لښکرو په ګران هیواد یرغل وکړ، او ببرک کارمل دغه د افغانستان د بدمرغئ او غلامئ معاصر بنستګر د کی، جي، بي د الفا ګروپ په ساتنې کې کابل ته ورسول شو، په پیل کې یې ټول سیاسي بندیان خوشې کړل، او مهاجرینو ته یې د عفوې په اعلانولو سره د بېرته راستنیدلو بلنه ورکړه، خو نور د اسلامي خاورې نه په دفاع کې افغاني ملاتړونو او ننګو د اسلامي نهضت په لیکو کې د ملي مقاومت او جهاد بنسټونه دومره پاخه کړي وو، چې د ذلت ستنېدنه او د جوړ جاړي منافقت نه په کې ځاییده، د افغانستان نه په دفاع کې د اسلامي نهضت شعوري، ائیډیالوژیکې او ملي کړنلارې د هیواد مختلفې پرګنې او قومونه پر ځان راټول کړل، او مقاومت ته یې پراخه ولسي ملاتړ ورکړ، نور نو شورویان د چینایانو، پاکستانیانو، ایرانیانو او امریکایانو! سره نه جنګیدل، دوی له یوه مسلمان ملت سره په جګړه کې غورځیدلي وو، او کله چې څوک د ملت پر ضد جنګیږي راپرځیږي.

شوروي ستمونه
څو لاملونو په هیواد کې د مقاومت په ملي او ولسي کولو کې ونډه درلوده، تر ټولو لومړی دا چې شورویان د اشرارو په ځای له ولس او پرګنو سره په جګړه کې ښکېل شوي وو، افغانستان ته د شوروي لښکرو د رالیږلو په مهال به لښکرو ته ویل کیدل چې دوی هلته د ثور انقلاب د ساتنې او ننګې په خاطر له خارجیانو سره جنګیږي، حتی تره کي د هرات د پاڅون په اوج کې څرګنده کړې وه چې ایران خپل څلور زره پوځونه په ملکي جامو کې هرات ته رالیږلي دي، خو کله چې شوروي لښکرو یرغل وکړ، دلته یې د انقلاب په ځای د یوې سوچه پوځي کودتا ننګه کوله، داسې کودتا چې د ضد پر خوا یې ولس ولاړ وو، خو شوروي تیوریستانو ددې هرڅه درک له لاسه ورکړی وو، د نړۍ نیونې زبېښاکي الواک ددوۍ عقلونه ړانده کړي وو، ډیر وروسته په دې پوهیدل چې دوئ د یوه ملت دیني او هیوادنیو اقدارو ته په سپکې ډېره درنه ناغه ورکوي، جنرال لیونید ولادیمیرویچ شیبارشین د کی، جي، بي پخوانی مرستیال وايي: د ۱۹۸۲ ز کال په پیل کې، زمونږ د لورې ډیرو کمو او زړه ورو خلکو دا جرات کاوه او په دې یې ټینګار کاوه، چې زمونږ پوځ او د کابل مشرتابه د بانډیستانو په وړاندې نه بلکه د افغاني مسلمانانو او د افغان ولس له لويې برخې سره جنګیږي ۳۱. د افغان ولس له لویې برخې سره جنګېدل په کیریلینکو د شوروي اتحاد د سیاسي بیورو غړی بیورو ته د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وایي چې مونږ هغوی ته هر څه ورکړل، نتیجه یې څه راوخته! همدوی وو چې د بی ګناه خلکو چانماري کول یې پیل کړل او بیا د ځان د سپینولو لپاره مونږ ته وايي چې ګواکی د لنین په وخت کې هم خلک اعدامېدل، وګورئ دغه دي مارکسیستان!پیل کې د خلقي دولتونو د ظلمونو زیږنده وه، که دیوه ملت له څلورو برخو یوه یې له هیواده وشړل شي نو بیا دولت د چا له خوا او د چا لپاره؟ سره له دی چې شوروي جنرالانو په خپلو یادښتونو او کتابونو کې په یوه خوله د ستمونو او ظلمونو پړه په افغاني لوري ور اچولې، د بیلګې په توګه کیریلینکو د شوروي اتحاد د سیاسي بیورو غړی بیورو ته د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وایي چې مونږ هغوی ته هر څه ورکړل، نتیجه یې څه راوخته! همدوی وو چې د بی ګناه خلکو چانماري کول یې پیل کړل او بیا د ځان د سپینولو لپاره مونږ ته وايي چې ګواکی د لنین په وخت کې هم خلک اعدامېدل، وګورئ دغه دي مارکسیستان!۳۲ ښه، پوښتنه داده چې ایا خلقي دولت دا ټول ظلمونه په خپل سر کول، بیا نو د شوروي سلاکارانو شتون او لارښوونې څه مانا؟ او دا چې شوروي لوری د افغان دولت په نسبت ځان هیومانست ښیي نو د شوروي اسارت لاندې ولسونو د ټول وژنو، د کمونست ګوند د تصفیې په ترڅ کې د لسګونو زره کمونستانو له وژنو او د سټالین او بیریا له بیرحمو او وژونکو کردارونو له تاریخه به دوی کومې کومې نادودې پټې کړي، اصلاً دې ټولو ظلمونو د شوروي تاریخ او کمونیستي فطرت سره کوم تضاد نه درلود، بلکه ورڅخه یې الهام اخیسته، ویل کيږي چې د امین په کاري کوټه کې به تل د سټالین انځور ځړیده، او سټالین هغه کساتګر انسان وو چې د شخصي انا په خاطر یې په لسګونو زره ګوندي فعالین له منځه وړي دي.

د شورويان پر ضد د مقاومت ملي کولو بل مهم عامل د اسلامي خوځښت دا به له تاریخ سره ملنډې وي چې دا ستر ملت دې د یوې خونړئ او ګټونکې جګړې په پای کې اتلان ونه لري، ددې جګړې اتلان د ملت له متن او منځه راوتلي هغه اسلامپالي مجاهدین دي چې د خلقي دولت له پیله یې بیا د شوروي تیري په ټولو دورو مقاومت د بري مقام ته ورساوه.منظمې لیکې وې چې له هیواده بهر یې د نړئ تر ټولو ستر مهاجرتونه په مقاومت کې تنظیمول، اسلامي خوځښت د مقاومت بنسټونه جوړول، او اتلولۍ یې زیږولې، ددوئ اسلامي لید، کړنلارو، نظم او دسپلین افغان ولس د اتل په مقام ودراوه، دا به له تاریخ سره ملنډې وي چې دا ستر ملت دې د یوې خونړئ او ګټونکې جګړې په پای کې اتلان ونه لري، ددې جګړې اتلان د ملت له متن او منځه راوتلي هغه اسلامپالي مجاهدین دي چې د خلقي دولت له پیله یې بیا د شوروي تیري په ټولو دورو مقاومت د بري مقام ته ورساوه.

په هیواد کې شوروي ظلمونو هر اړخیزه بڼه درلوده، له انساني تلفاتو نیولې بیا تر، ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او هر اړخیزو زیانونو پورې د شوروي فیزیکي او مانوي تیري زیږنده دي، د هیواد په تعلیمي نصاب کې لاسوهنې وشوې،کتابونه د شوروي سلیقې سره سم عیار شول، او په لکونو جلدونو کې یې چاپولو د افغانستان اقتصاد ته زیان ورساوه، په دولتي چاپخانو کې ګوندي تبلیغاتي کتابونه، بروشرې، پاڼې، اخبارونه، مجلې په لکونو لکونو شمېر کې د بیې له پرې کولو پرته چاپ شوې، شوروي ژبې رسمي تدریسي ځای ونیوه، او دشوروي کلتور د عامولو په خاطر ځای په ځای ( د شوروي د دوستئ خونې) جوړې شوې، شوروي کتابونه او انځوریزې رسنئ په وړیا توګه د هیوادوالو د بې فرهنګه کولو په خاطر ویشل کېدې، شوروي تقلید د دولت له لومړیتوبونو څخه وو، له خپل دین او فرهنګه د تښتیدو او شوروي فرهنګ منلو په خاطر په زرګونو هیوادوال شوروي اتحاد ته ولیږل شول، په دوی کې زیات شمیر یتیمان هم شامل وو، په زرګونو بندیان شوروي اتحاد ولیږدول شول، ویل کیږي چې دوئ یې هلته په اتومي بټیو کې په کارونو ګمارل، په سیاسي توګه تر ټولو لومړی یو ګوندیز سیستم حاکم وو، حتی د خپلو ګوندي فرکسیونونو زغم هم شتون نه درلود، دولت په ټوله مانا سوسیالیستي، دیکتاتور، او د مذهب او ملت ضد وو، هیڅ راز د رایې او بیان ازادئ شتون نه درلود، هیواد په یوه زندان اووښتی وو، په اقتصادي لحاظ خو نظام اصلاً د کمونستي اییډیالوژئ په بنسټ رامینځ ته شوی وو چې له مخې یې اقتصاد زېربنا ګڼل کیده، شخصي ملکیتونه عملاً له خطر سره مخ وو، د افغانستان غوندی هیواد کې چې نه په کې پانګه والان موجود وو او نه پراخ زمکه وال، کمونستانو د متوسطو خلکو پانګې او زمکې ضبطې او دولتي کړې، او په دې ډول یې یو ځانګړی اقتصادي نظام له خپلو ټولو بدیو سره پر خلکو وتپه، د خلکو زمکې یې په خلکو وویشلې او خپلو کې یې سره په جنګ کړل، ټولنیزه شیمه خو هله له منځه ولاړه چې د خلکو دیني او ملي ارزښتونه ټول وګواښل شول، د ملت څلورمه برخه (شپږ میلیونه) خلک له هیواده وشړل شول، او پاتې خلکو په هیوادکې د زندان شپې تیرولې، د شوروي اتحاد د فکري او پوځي یرغل په ټولو دورو کې په مجموعي توګه یو نیم میلیون افغانان شهیدان شول، او په لکونو معیوبان، دغه بدمرغه تیري په لکونو کونډې او یتیمان شاته پریښودل، د ۱۳۶۷ غوایي د اومې د غندنې په مراسمو کې د افغانستان د اسلامي حزب امیر انجنیر حکمتیار د پیښو د ارقامو یوه شننه وړاندې کړه او ویې ویل چې: په تیرو لسو کلونو کې جګړې دا ښايي چې په هرو څلورو دقیقو کې یو افغان شهید شوی، په هره دقیقه کې یو افغان له هیواد بهر ته په مهاجرت اړ شوی، په هرو دولسو دقیقو کې یو تن بندي شوی، او په هرو دریو دقیقو کې یو تن زخمي شوی دی، ۶۰ سلنه کورونه ویجاړ شوي، او اویا سلنه کرنیزې زمکې خرابې شوې دي۳۳.

په افغانستان کې د شوروي ټولوژنو کیسو څخه به یوه د شوروي ستر جنرال مایاروف له خولې ولولو: د فبروري د څوارلسمې په دویمه نیمایي کې د فرقې د کشف کنډک د ګزمې یوه یوولس کسیزه ډله د لومړي بریدمن (ک) تر قوماندې لاندې جلال اباد ته څېرمه پر ګزمه بوخته وه، د ډلې قوماندان پتېیلې وه چې خپل کنډک ته د کباب لپاره د پسونو ډالۍ له ځانه سره یوسي، کله چې (ک) او دهغه ډله د یوه خټین کور له دیوال نه د پسونو په لټه ورواوښته، هلته یې درې ځوانې ښځې، دوه سپین ږیري سړي او له شپږو تر لسو کلو شپږ یا اووه کوچنیان په نظر ورغلل، یوه واړه ضابط چې خپل شهرت یې پټولې نه شو یادونه کړې وه چې پیغلوټې بدې نه دي، د واړه ضابط خبرې لکه سپرغئ په نورو کې هم اور بل کړ، دلته نو دغه واړه ضابط خپل عسکري بالاپوش غورځولی او د یوې ښځې د نیولو په نیت خوځیدلی و:

هلکه ماڼو وهئ، ماڼو وهئ (یانې ژر کوئ، پیلوئ یې)
زمونږ انټر ناسیونالیستانو د سپین ږیرو او ماشومانو تر مخه تر پایه د ښځو پر عزتزمونږ انټر ناسیونالیستانو د سپین ږیرو او ماشومانو تر مخه تر پایه د ښځو پر عزت تیری کړی و، دا تیری دوه ساعته روان و، ماشومانو چې یوه ګوټ ته په منډه خلاص شوي وو، په ژړا او نارو له خپلو میندو سره دمرستې هڅه کوله، سپین ږیري چې لړزېدل خدای ته زارئ پیل کړې وې چې رحم پرې وکړي او ویې ژغوري. وروسته واړه ضابط امر کړی و: (اور) لومړی یې هغه ښځه وویشته چې همدا لږه شېبه وړاندې یې پر عزت تیری شوی و تیری کړی و، دا تیری دوه ساعته روان و، ماشومانو چې یوه ګوټ ته په منډه خلاص شوي وو، په ژړا او نارو له خپلو میندو سره دمرستې هڅه کوله، سپین ږیري چې لړزېدل خدای ته زارئ پیل کړې وې چې رحم پرې وکړي او ویې ژغوري. وروسته واړه ضابط امر کړی و: (اور) لومړی یې هغه ښځه وویشته چې همدا لږه شېبه وړاندې یې پر عزت تیری شوی و، وروسته یې نور ټول هم وویشتل، وروسته یې د زغره وال ګاډي د تېلو له ټانکۍ نه تېل راخیستي پر مړو یې شیندلي، دپاسه یې پرې کالي، زړې لتې او د کلیوال بېوزلي کور کټونه، لېمڅي او پوزي غورځولي او بیا یې اور ور اچولی دی، د خټین کور غولی سرو لمبو رانغښتی و۳۴.

شوروي تلفات
شورویانو ته جګړه ډیره درنه تمامه شوه، ددوئ پوځ، ټکنالوژي، او روبل ټول دلته مصرف شول، دوئ له یوه مسلمان ملته جګړه بایلله او نړیوال اعتبار ته یې زیان رسیده، دا ټول ددوۍ د زړو متعصبو کمونستو مشرانو د عجولانه پریکړو پایله وه، تقریباً د لسو کلونو په ترڅ کې ددوئ یو میلیون اردو د افغانستان په لیدلو مشرف شوه، دوی ووژل شول او معیوب شول، او کله به یې چې هره دوره د پوځي خدمت پوره کولو وروسته خپل هیواد ته تلله نو هلته به یې له ځان سره د یوې بې هدفه نا اعلان شوې جګړې د زیان بې پایه کیسې وړلې، په دې جګړې کې څومره شوروي پوځیان ووژل شول؟ دا د شوروي جګړې هغه پټ اړخ دی چې د شوروي اتحاد په برسېرنو دروغو کې پټ دي، شورويانو په دې اړه هیڅکله ریښتیا ونه ویل، حتی هغوی د خپلو وژلو شویو سرتېرو په قبرونو د یادښتونو د دلیکلو اجازه هم نه ورکوله، په ۱۹۸۱ د جولای په ۳۰ مه د کمونېست ګوند سیاسي بیورو کې په دې اړه په زړه پورې بحث وشو: سوسلوف: که چېرې مونږ اوس د هغوی (وژلو شویو پوځیانو) د یاد تلپاتي کولو ته پیل وکړو، په دې باب به دهغوی په قبرونو باندې لیکنې کوو، چې په ځینو هدیرو کې به دا ډول څو څو قبرونه جوړ شي، چې له سیاسي پلوه دا دومره سم کار نه دی.
اندروپوف: ښکاره خبره ده، چې له عزت او درناوي سره باید ښخ شی، خو دهغوی یاد تلپاتی کول د اوس لپاره وختي دی.جنرال ګارییف د شوروي تلفاتو په اړه وايي: د دقیقو معلوماتو له مخې شوروي پوځونو د کورنیو چارو وزارت او د سرحدي پوځونو سره ۱۴۴۵۳ تنه تلفات وکړل، (په دوی کې) ۱۳۸۳۳ له اردو څخه، ۵۷۲ تنه د کاجي بي له ټولګیو څخه، ۲۸ تنه د کورنیو چارو وزارت څخه، او ۲۰ تنه له نورو موسسو څخه وژل شوي دي، همداراز ۱۹۰ کسان پوځي مشاورین، متخصصین، کارپوهان او ژباړونکي وژل شوي
کېرلینکو: اوس دا مناسبه نه ده، چې په قبرونو باندې ډبرینې تختې ودرول شي۳۵.
په داسې حال کې چې شوروي اتحاد د خپلو خلکو له سترګو د افغان شوروي جګړې قربانیان پټوي، نو بیا ایا د هغو په جنګي ارقامو باور کیدای شي؟ خو اړ یو چې د همغوی په ارقامو ځکه استناد وکړو، چې په دې اړه خپلواک معلومات نه شته. جنرال ګارییف د شوروي تلفاتو په اړه وايي: د دقیقو معلوماتو له مخې شوروي پوځونو د کورنیو چارو وزارت او د سرحدي پوځونو سره ۱۴۴۵۳ تنه تلفات وکړل، (په دوی کې) ۱۳۸۳۳ له اردو څخه، ۵۷۲ تنه د کاجي بي له ټولګیو څخه، ۲۸ تنه د کورنیو چارو وزارت څخه، او ۲۰ تنه له نورو موسسو څخه وژل شوي دي، همداراز ۱۹۰ کسان پوځي مشاورین، متخصصین، کارپوهان او ژباړونکي وژل شوي، صحي تلفات ۴۹۹۸۳ کسانو ته رسېده، له هغوی څخه یې ۳۸۶۱۴ (۷۷٪) علاج شوي، او ۶۶۶۹کسان معیوب شوي، سربېره په دې ۴۱۷ کسان بې درکه او یا هم یرغمل نیول شوي، له هغوی څخه یې د ۱۹۹۹ ز کال د جنوري تر لومړۍ نېټې پورې ۱۳۰ کسان راستانه د پوځي تخنیک تلفات په دې ډول وو، ۱۰۳ الوتکې، ۳۱۷ هلیکوپترې، ۱۴۷ ټانکونه، ۱۳۱۴ محاربوي ماشیونونه او زریپوشونه، ۴۳۳ میله توپونه او هاوانونه، ۱۱۳۰۹ موټرونه، ۱۱۳۶۹، د انجینرئ تخنیک، او ۱۱۳۸ مخابرې او د قرارګاه موټرونه۳۶.شول… د پوځي تخنیک تلفات په دې ډول وو، ۱۰۳ الوتکې، ۳۱۷ هلیکوپترې، ۱۴۷ ټانکونه، ۱۳۱۴ محاربوي ماشیونونه او زریپوشونه، ۴۳۳ میله توپونه او هاوانونه، ۱۱۳۰۹ موټرونه، ۱۱۳۶۹، د انجینرئ تخنیک، او ۱۱۳۸ مخابرې او د قرارګاه موټرونه۳۶.

خو د شوروي جنرالانو په خلاف د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت راپورونه بیا د شوروي تلفاتو شمیر ډیره ښايي: (۱۳۶۵،قوس،۲۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تاییدوي چې مجاهدینو د تیرو دریو میاشتو به جریان کې روزانه یوه الوتکه را غورزلې، د یوه راپور له مخې د جګړې له پیله تر اوسه پورې ۱۰۰۰ الوتکې د مجاهدینو له خوا را غورزول شوي دي … (۱۳۶۶،جدي،۲) د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له راپور سره سم، په ۱۹۸۷ کې په افغانستان کې د درې زرو په شاوخوا کې شوروي عسکر وژل شوي دي، او د مداخلې له وخته تر ۱۹۸۷ دسمبره پورې یې مجموعي تلفات ۳۳-۳۸ زرو ته رسیږي۳۷.د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت راپورونه بیا د شوروي تلفاتو شمیر ډیره ښايي: (۱۳۶۵،قوس،۲۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تاییدوي چې مجاهدینو د تیرو دریو میاشتو به جریان کې روزانه یوه الوتکه را غورزلې، د یوه راپور له مخې د جګړې له پیله تر اوسه پورې ۱۰۰۰ الوتکې د مجاهدینو له خوا را غورزول شوي دي …
چین په ۱۹۸۱ کې اټکل کړی وو چې یوازې د تیلو او نظامي لګښتونو له پلوه شوروي اتحاد په افغانستان کې روزانه ۳-۴ میلیونه ډالره مصرفوي، یوه لویدیزه سرچینه د ۱۹۸۱ په لومړئ نیمايي کې د نوموړي هیواد د نظامي لګښتونو نه پرته اقتصادي لګښتونه تر ۶۰۰ میلیونو ډیر اټکلوي، او د یوه بل تخمین په بنسټ د شورويانو روزانه لګښتونه له ۱۰ تر ‍۱۲ میلیونو پورې ښودل شوي دي۳۸.

د خلقي-پرچمي مشرتابه سپکه سټه
کله چې سړی په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جنرالونو په مستندو کتابونو کې د خلقي-پرچمي مشرانو په اړه شوروي لیدونه لولي نو په ذهن کې یې په اړه د غلامئ ډیر بد کردارونه انځوریږي، دا یوازې مایاروف نه دی چې ببرک ته یابو وایي او ټول مشرتابه مصنوعي څېرې بولي، هلته چې هر جنرال او مشاور په لیکلو لاس پورې کړی نو ددوئ پر چاکرۍ، بې وسۍ او ذلت بلا لیکنې کوي، دا د استعمار ځانګړنه ده چې د لاس لاندی خلکو پروا نه ساتي، او په اړه یې ریښتینئ په جار وايي، دلته هڅه شوې ده د شوروي جنرالانو په یادښتونو استناد وشي.جنرال ګروموف د خلقي-پرچمي مشرتابه په اړه داسې قضاوت کوي: د افغانستان مشران ددغه انټرناسیونالیستي مرستو له امله زمونږ شکر ګزار وو، خو دغې شکر ګزارئ هم خپل رازونه درلودل، هغوی پوهیدل چې یوازې زمونږ په مټو او زمونږ د مرستو په زور په دغو څوکیو ناست دي، له همدې امله هغو دقیقاً زمونږ خولې ته کتل او زمونږ مشورې او لارښوونې به یې ټکی ټکی سرته رسولې. د افغانستان مشران په دې ښه پوهیدل چې په هیواد کې اصلي څېرې هغه دي چې زور لري، نو ځکه هغوی زمونږ د هیواد د بې شمېره استازو په منځ کې د یوه ډېر ساده اصل پر بنسټ د جدایئ کرښه ایستله: څوک چې زورور دی، هغه مهم دی

جنرال ګروموف د خلقي-پرچمي مشرتابه په اړه داسې قضاوت کوي: د افغانستان مشران ددغه انټرناسیونالیستي مرستو له امله زمونږ شکر ګزار وو، خو دغې شکر ګزارئ هم خپل رازونه درلودل، هغوی پوهیدل چې یوازې زمونږ په مټو او زمونږ د مرستو په زور په دغو څوکیو ناست دي، له همدې امله هغو دقیقاً زمونږ خولې ته کتل او زمونږ مشورې او لارښوونې به یې ټکی ټکی سرته رسولې. د افغانستان مشران په دې ښه پوهیدل چې په هیواد کې اصلي څېرې هغه دي چې زور لري، نو ځکه هغوی زمونږ د هیواد د بې شمېره استازو په منځ کې د یوه ډېر ساده اصل پر بنسټ د جدایئ کرښه ایستله: څوک چې زورور دی، هغه مهم دی۳۹.

د بي، بي، سي پښتو څانګې ویاند داود جنبش وايي( مایوروف په خپله لومړنۍ مکالمه کې راته ویلي وو، ببرک کارمل، نجیب، اناهیتا… دا ټول مصنوعي خلک دي، په لاس جوړې شوې څېرې دي).

ستر جنرال الکساندر مایاروف په افغانستان کې پخوانی ستر شوري سلاکار وايي:
اصلاً زه تل د ببرک دوه مخۍ ته حیرانیدم، د کوم وړوکي بریالیتوب له امله به یې حالت له وارخطایۍ نه تر هیجاني خوښۍ بدلون کاوه، خو برخلیک ورته د نړئ د یوه لرغوني هیواد په تاریخ کې ځای ورکړ، دا بله خبره ده چې دا څه ډول ځای دی، او یا به راتلونکي توکمونه د هغه کړنې څنګه ارزوي، خو د افغانستان په تاریخ کې ورته د تل لپاره ځای بیل شوی دی، د دولت مشر..
ویل کیږي چې ببرک کارمل ډیر زیات شراب وهل، د ده له ډیرې شراب خورۍ نور مایاروف هم تنګ ته راغلی وو، نوموړی د هماغه مهال کیسه را اخلي چې څنګه یې افغان ولسمشر له شرابو منع کاوه:

د بي، بي، سي پښتو څانګې ویاند داود جنبش وايي( مایوروف په خپله لومړنۍ مکالمه کې راته ویلي وو، ببرک کارمل، نجیب، اناهیتا… دا ټول مصنوعي خلک دي، په لاس جوړې شوې څېرې دي).

زه ستر جنرال مایاروف د افغانستان په دیموکراتیک جمهوریت کې لوی پوځي سلاکار تاسې ببرک کارمل په ټینګه د شرابو له څښلو منع کوم، او ټینګار کوم چې سملاسي له دغه کار نه لاس واخلئ… (ژباړن ته وايي) ټکی په ټکی ورته وژباړه، که دی ببرک کارمل همدا نن له شرابو څښلو نه لاس وانه خلي نو زه به، یوري اندروپوف او دیمتري اوستینوف ته خبر ورکړم او هرڅه به په پای کې لیونید بریژنیف ته ورسیږي، (ببرک ژباړونکي ته وویل) دی پوښتنه کوي چې څه وکړم، هغه د ثور انقلاب لپاره هر څه ته چمتو دی، ژوند ترې ځارولی شی، هر هغه څه به وکړي چې ملګری بریژنیف، اندروپوف، اوستینوف، ګرومیکو يې ورته وايي…

جنرال مایاروف زياتوي: په ژوند کې مې احمقان، لټان او شرابیان نه خوښیدل، او دلته دا ټول صفتونه په یوه کس کې راټول شوي وو، او داسړی بیا ګوندي لارښود او د دولت مشر و، له ارګ نه بیروحه راووتم، زه پوهیدم چې څه ناولې او خبیثه پیښه شوې ده، خو کار دی شوی دی، وړاندې څه وکړو.ستر جنرال الکساندر مایاروف په افغانستان کې پخوانی ستر شوري سلاکار وايي:اصلاً زه تل د ببرک دوه مخۍ ته حیرانیدم، د کوم وړوکي بریالیتوب له امله به یې حالت له وارخطایۍ نه تر هیجاني خوښۍ بدلون کاوه، خو برخلیک ورته د نړئ د یوه لرغوني هیواد په تاریخ کې ځای ورکړ، دا بله خبره ده چې دا څه ډول ځای دی، او یا به راتلونکي توکمونه د هغه کړنې څنګه ارزوي، خو د افغانستان په تاریخ کې ورته د تل لپاره ځای بیل شوی دی، د دولت مشر..

د لوی سلاکار مایاروف کور د کابل په هغه سیمه کې وو چې هلته سفارتونه مېشت وو، خو په همدومره مصئون ځای کې یې کور د مجاهدینو تر غلچکي برید لاندی راغی، تر بریده وروسته حالت داسې بیانوي:

د دفاع، خاد، او کورنیو چارو وزیران په دریو زغره والو ګاډو کې ویلا ته راغلل، چیریومنیخ او ژباړونکی کوستین ورسره وو، ولادیمیر چیریومنیخ له عادي حالت نه ډیر پریشان او کینه کښ بریښیده.

چیریومنیخ له راننوتلو سره جوخت په بې صبرئ وویل:
دادي د ثور د ستر انقلاب مدافعان مې راوستي دي، دوئ تر نامه کاږه ولاړ وو، (تر خبرو اترو ورسته یې د مخه ښې شېبې داسې انځوروي) ما ورسره د غیږې له ورکړې پرته مخه ښه وکړه، چیریومنیخ له وره نه ورسره ووت، او چې چیریومنیخ څنګه راستون شو نو ژبه یې پرانېسته:
نجیب د سپي زوی دی! خاین دی!
ماپرې زیاته کړه:
او د اندروپوف باوري سړی.
په یوه بل ځای کې وايي:
وینه توی شوې او په تېره نجیب او باریس کارلوویچ(کارمل) ډېره وینه وبهوله، زه په هغو ورځو لعنت وایم.
همدغه راز نوموړی جنرال په خپل کتاب کې څو ځایه ببرک ته د یابو په کارولو سره لیکي چې:
چیریومنیخ همداسې په خپلې خبرې ټینګار کوي چې، د یابو د بدلولو وخت، بیخي وخت یې دی. (بل ځای بیا لیکي) مونږ خپل دفتر ته راغلو او چیریومنیخ یوځلې بیا وویل: د یابو د بدلولو وخت دی، ما د یادونې په دود وویل، ده ته لا د مسکو په کنګره کې وینا اورول تر مخه دي.
جنرال ماياروف یوځل بیا د ببرک کارمل په اړه وايي: تر اوسه هم دغه څېره لا راته ډېره مرموزه بریښي! له منطقه وتلې یوه نه تشریح کیدونکې څېره! هیواد په اور کې سوځي سلګونه او زرګونه هیوادوال یې مري، د هیواد اقتصاد یې په ړنګېدو دی، خو دی ارام دی او خوښي کوي، زه دې شي حیران او لک څک کولم، خو تر څه وخته مې باید دا هر څه منلی او زغملی وای، چیریومنیخ البته چې خپله خبره بیا بیا کوله:جنرال ماياروف یوځل بیا د ببرک کارمل په اړه وايي: تر اوسه هم دغه څېره لا راته ډېره مرموزه بریښي! له منطقه وتلې یوه نه تشریح کیدونکې څېره! هیواد په اور کې سوځي سلګونه او زرګونه هیوادوال یې مري، د هیواد اقتصاد یې په ړنګېدو دی، خو دی ارام دی او خوښي کوي، زه دې شي حیران او لک څک کولم
نور د یابو د بدلولو وخت دی۴۰.

یو وخت جنرال کریوچکوف د کی جي بي پخوانی لوړ رتبه مامور چې وروسته د همدغې ادارې مشر هم شو، د غوايي کودتا نه وروسته په لومړیو کې کابل ته سفر درلود، تره کي سره د لیدنو کتنو خاطرې داسې بیانوي: ټول هغه څه چې د تره کي له خوا وویل شول په ما باندې یې یو دروند اغیز وکړ، دده وینا له انقلابي رومانتیک، له سوسیالیستي راتلونکي او له هغې خوشبینئ نه ډک وو، چې ترې د سیاستوال بې تجربې توب ان زما په اند ماشومانه ساده توب را څرګندیدل. مایې خبرو ته غوږ نیولی وو، اوحیران وم، د ثور له انقلاب نه ټول ټال درې میاشتې تیرې شوي دي، خو د افغان ولس مشر سر اسمان ته پورته شوی دی او د واقعیت هر ډول احساس یې له لاسه ورکړی دی… وروسته ماته څو څو واره د تره کي دغه څرګندونې په یاد راتلې د هغه د تیر وتنې په ژوروالي او له هغې نه د رامنځته شویو ستونزو په پټ ریښتوني سبب باندې لاډیر په جوته توګه پوهیدم، د لنډ اندو، کوتاه بینو لیډرانو د تیروتنو له امله افغان ولس سزا وزغمله او په یوه اوږده خونړي تقابل کې ښکیل شو۴۱.

جنرال بوریس ګروموف، په افغانستان کې د شوروي اتحاد د دفاع وزارت د اوپراتیفي ډلې مشر جنرال والنتین ایوانوویچ وارینیکوف په استناد د کارمل په اړه وايي چې: په کارمل نه خپلو انډیوالانو، نه ولس، او نه زمونږ سلاکارانو باور کاوه، هغه د لوړې کچې عوام غولوونکی او ډېر ماهر فرکسیون باز وو، د انقلابي جملو تر شا د پټیدو سخت مهارت یې درلود، هر ځل چې به کومه خطا ترې وشوه، نو د نورو د قناعت لپاره به یې ویل: ملګرو، اوس زه په هر څه پوه شوی یم، نورې تېروتنې به رانه ونه شي! … یوه خبره بیخي د لمر غوندې روښانه ده، هغه د خلکو لپاره عملاً مبارزه نه کوله، په دولتي او ګوندي چارو کې یې یوه لویه بیرو کراتیکه اداره منځ ته راوړه… له بده مرغه ډیرو په کارمل پورې هسې زړه تړلی و، او دهغه فرېب یې خوړ۴۲.

د ژنیو تړون
د اندروپوف د شخصیت په اړه ضد ونقض خبرې کیږي، ځینې یې یو متعصب کمونیست او ځینې یې بیا یو اصلاح غوښتونکی او د روغې جوړې سړی بولي، هر څه چې وو په شوروي مشرانو کې نوموړي د لومړي ځل لپاره د تیري اشتباه ومنله، نوموړی په دې لټه کې شو چې ستونزې ته یو سیاسي حل راوباسي، کارمل یې په وار وار وپوهاوه چې شوروي لښکرې ښايي نور تر ډیره پاتې نه شي او افغان دولت باید په اوږده مهال کې په خپله له خپلې کودتا ننګه وکړي، نوموړي د بریژنیف د ښخولو په مراسمو کې د جنرال ضیاالحق او بهرنیو چارو له وزیر یعقوب خان سره د ۴۰ دقیقو پټه کتنه درلوده، او په ترڅ کې یې د سیاسي حل په خبرې زور راوړی وو، د اندروپوف له نظره شوروي اړخ حاضر وو چې شوروي لښکرې وباسي خو په دې شرط چې پاکستان به هم له مجاهدینو سره نورې پوځي مرستې بندې کړي، تر څو په دې ډول له شوري پرته افغان دولت ته سردرد پاتی نه شي، جنرال ضیا د شوروي انعطاف منونکي سیاست سره د هوکړې سر یووړ، خو بیا د امریکا ولسمشر ریګن په مداخلې سره د خبرو اترو له اوږدولو یې سر وغړاوه، اندروپوف ومړ او د شوروي پوځونو په عزت سره ویستلو ارمان یې ګور ته یووړ، کله چې ګورباچوف د شوروي اتحاد مشر شو، تر ټولو لومړی یې د دفاع د ژنیو تړون تر ټولو غټې موخې په دې ډول وې:۱- مجاهدین چې د مقاومت وارثین وو، له خبرو اترو بهر وساتل شي.۲- شوروي اتحاد د یوه تړون له مخې ووځي، او ځان ته د اوړو پوزه کیدي.۳- د کابل دولت ته قانوني نړیوال اعتبار ورکړي.وزارت ته امر وکړ چې د۱-۲ کلونو په ترڅ کې د افغانستان نظامي حل راوباسي، خو چې کله دی هم پر نظامي حل کې ناکامه شو، نو یې د ژنیو خبرو اترو ته ادامه ورکړه، په دغو خبرو کې شوروي اتحاد او امریکې د نړیوالو تضمینونکو په توګه او د افغانستان او پاکستان دولتونو د خبرو اترو د مستقیمو لورويو په توګه ګډون درلود، د خبرو اترو منځګړتوب د ملګرو ملتونو استازي کود وویز کاوه، د ژنیو تړون تر ټولو غټې موخې په دې ډول وې:
۱- مجاهدین چې د مقاومت وارثین وو، له خبرو اترو بهر وساتل شي.
۲- شوروي اتحاد د یوه تړون له مخې ووځي، او ځان ته د اوړو پوزه کیدي.
۳- د کابل دولت ته قانوني نړیوال اعتبار ورکړي.

په نوموړي تړون کې له افغانستانه په دوه مرحلو کې د شوروي لښکرو د ویستلو خبره یاده شوې وه، دکتور محمدحلم تنویر وايي: معاهده د ۱۳۶۷ د ثور په ۲۵ مه د کابل رژیم او پاکستان تر منځ په ژنیو کې لاسلیک شوه، او افغاني مجاهدین د قضیې د یوه اړخ په توګه بهر وساتل شول، دا معاهده پر څو موافقو مشتمله وه، لومړی قرارداد د دواړو خواو پر متقابلو اړیکو خصوصاً پر نه مداخله او نه تجاوز، دویم د مهاجرینو داو طلبانه بیرته ستنیدنه، دریم د افغانستان د مسالې د حل لپاره خپلمنځي اړیکې په کې شاملې وې۴۳. ټولو جهادي تنظیمونو په ګډه د ژنیو تړون مردود وشمیره چې اعلامیه یې په ۱۳۶۷،حمل، ۲۷ نېټه د شهادت په خپرونه کې خپره شوه، په نوموړې اعلاميې کې راغلي وو: د افغانستان مسلمان مجاهدین د خپل مسلمان ملت په استازیتوب د خبرو اترو د موجودې بڼې سره خپل مخالفت اعلاموي، او هغه غیر عادلانه ګڼي، نو طبیعي ده چې د دغسې تړون په مقابل کې کوم تعهد او التزام نه لري ځکه چې:
۱- زمونږ مومن ملت په نوموړو خبرو اترو کې ګډون نه لري.
۲- په دې تړون کې د ملګرو ملتونو د اساسنامې پرېکړې چې د ملتونو د سرنوشت ټاکلو په حق تاکید کوي، رعایت نه دی شوی، او دا د افغانستان د ملت هغه حق نه تضمینوي چې خپل سرنوشت د بهرني ګواښ نه پرته په خپله وټاکي.
۳- د ژنیو په خبرو اترو کې د ملګرو ملتونو له هغو فیصلو سره چې د ملګرو ملتونو سرمنشي یې مکلف کړی وو ترڅو د افغانستان د ټولو اړخونو په تفاهم کې دې د افغانستان د قضیې بیړنی او عادلانه حل راوباسي، مخالفت شوی دی، ځکه چې له هماغه پیله تراوسه له مجاهدینو سره چې د اصلي قضیې د دوه و اړخونو څخه یو اړخ دی، هيڅ قسم تماس نه دی نیول شوي، او په غیاب کې یې پرېکړه شوی ده…

انجینیر حکمتیار په دې اړه له امریکاغږ راډیو سره په ۱۳۶۷،ثور،۱۹ نیټه وویل: د ژنیو تړون د پردیو په واسطه ترتیب شوې، او له بنسټه یې ردوو، ددې تړون او د هغه د پایلو په اړه هیڅ راز التزام نه لرو. ۴۴.

نوموړی تړون د ټولو جهادي تنظیمونو مشرانو په جلا جلا توګه هم وغانده او خپل ډیر ښکاره مخالفت یې ورسره وښوده، همدا راز د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه، او ځینو ناپییلو لورویو لکه عبدالحکیم طبیبي، پخواني لومړي وزیر ډاکټر محمد یوسف او نورو له خوا هم په محتاط انداز سره وغندل شو.د ژنیو تړون د باعزته وتلو لپاره یوه ډرامه وه، خو نړیوال ضمیر په دې پوهیده چې دلته یوه پراخه مقاومت، نظریاتي ټکر او اوږدې جګړې د استعمار ځواک وننګاوه، او نه یوازې له هیواده یې وتښتاوه بلکه نور یې د کمونیزم فلسفه د معاصر انسان له غوښتنو ډیره ټیټه وښوده، کمونیزم نور د بنګړو یو داسې بار وو چې په یارئ یې هر څوک شرمېده، شوروي اقتصاد د افغان جګړې له امله د خپلې ماتې نظریې پېټی تر ډیره په شا نه شو ګرځولای.

شرمېدلې ماته
د ژنیو تړون د باعزته وتلو لپاره یوه ډرامه وه، خو نړیوال ضمیر په دې پوهیده چې دلته یوه پراخه مقاومت، نظریاتي ټکر او اوږدې جګړې د استعمار ځواک وننګاوه، او نه یوازې له هیواده یې وتښتاوه بلکه نور یې د کمونیزم فلسفه د معاصر انسان له غوښتنو ډیره ټیټه وښوده، کمونیزم نور د بنګړو یو داسې بار وو چې په یارئ یې هر څوک شرمېده، شوروي اقتصاد د افغان جګړې له امله د خپلې ماتې نظریې پېټی تر ډیره په شا نه شو ګرځولای.

زمونږ ملت یوازې شوروي لښکرې نه بلکه شوري تاریخ او کمونیستي اییډیالوژي داسې شرمیدلي مات کړل، چې نور به یې یوازې د ګروموف، مایوروف او کی جي بي د زړو مشرانو په یادښتونو کې کیسې لولو، مقاومت ددې ملت د شعور برخه ده چې په هر تکرار کې لا انقلابي کیږي په دې وطن کې د استعمار تکرار او د مقاومت قهر ښه سره جوړ راغلي، د ازاد اوسیدو هنر دا ملت بل هنر ته نه پریږدي، ددې سیمې هنر دلته جامد هم نه دی پاتې شوې کلونه مخکې یې په برصغیر کې پاکستان وزیږاوه، هند یې ازاد کړ، او بیا د شوروي پر پولو واوښت او منځنئ اسیا ته یې د ازاد اوسیدو چل وروښود، دا ملت استعمار ته لیمه نه ټیټوي، نو ځکه تل په سر د خپلو او پردو ګوزارونه خوري خو زرې زرې کیږي نه، بلکه له هر ګوزار سر پخیږي.زمونږ ملت یوازې شوروي لښکرې نه بلکه شوري تاریخ او کمونیستي اییډیالوژي داسې شرمیدلي مات کړل، چې نور به یې یوازې د ګروموف، مایوروف او کی جي بي د زړو مشرانو په یادښتونو کې کیسې لولو، مقاومت ددې ملت د شعور برخه ده چې په هر تکرار کې لا انقلابي کیږي په دې وطن کې د استعمار تکرار او د مقاومت قهر ښه سره جوړ راغلي، د ازاد اوسیدو هنر دا ملت بل هنر ته نه پریږدي

خو چې کله د همدې ماتې فلسفې له یوه ضدي لاروي سره د بحث په لاره ګډ شی نو به درته وايي چې: شورویان په خپله ووتل، د شورويانو اقتصاد مات شو نو ځکه مات شول، دا د نجیب الله هڅې وې چې له شورویانو یې وغوښتل نور خپل هیواد ته ستانه شي، ګورباچف د سیا د پټ ځري په توګه شورویان بیرته را وویستل، او نورې ډیرې خبرې.

خو ایا شورویان د همدې لپاره راغلي وو چې بیرته لاړ شي؟ څومره ساده او سطحي انګیرنه ده، دا منطق ډېر خندوونکی دی.

سمه ده د شورویانو اقتصاد راولوید، خو ولی راولوید؟ کله چې په افغان شوروي جګړه کې د شورویانو ورځیني جګړه ایز لګښتونه له ۱۰-۱۲ میلیونو پورې وي، او جګړه یې کوم بیړنی عاید ونه لري نو اقتصاد به یې نه ماتیږي؟ تر کومه به غلام ولسونه وږي ساتي؟ د افغانانو بیساري مقاومت د شوروي اتحاد اقتصاد دومره کم ځواکه کړ چې نور یې نو د اشغال اوږدولو وس نه درلود، لومړی یې له افغانستان پښې سپکې کړی او بیا یې له نړئ نه.

نجیب د شطرنج دانه وه، مستقل شخصیت یې نه درلود، له شوروي پرته افغانستان هغه ته هم بایللې لوبه وه، خو خوارکی له ګورباچوفه مجبور وو، د ګوند او دولت مشرتابه ته رسیدو لپاره حریص وو، نو له همدې امله یې په شوروي کې د بدلیدونکي وضعیت په تناظر کې د شوروي دیکتې له برکته هم ګوندي او دولتي مشري وګټله او هم یې له افغانستانه د شوروي لښکرو د ویستلو په اړه د جنرال لیاخو فسکي وايي: د افغانستان جمهوریت مشرتوب (ډاکټر نجيب) اوس کلکې هڅې کوي چې د امریکا او پاکستان له خوا د ژنیو تړون نه د سرغړونو په ځواب کې د شوروي پوځونو وتل وځنډوي او په دې توګه د غويي انقلاب د بریاوو له منځه تلو مخه ونیسي…تر هغې وروسته د افغان مشرتابه له خوا ورته غوښتنې بیخي په وار وار او کلکه توګه وړاندې کېدې… هر څومره چې به د شوروي پوځونو د وتلو د دویم پړاو وخت رانږدې کېده، هماغومره به د افغانستان له مشرتابه سره د خپل سبا او برخلیک اندیښنه هم زیاتیده، هغوی په کلکه توګه هلې ځلې کولې چې که وکړای شي شوروي پوځونه په افغانستان کې تم کړيګورباچوف له سیاسته ننګه وکړه، خو کله چې شورویانو پښې سپکولې نو نجیب په لوی لاس ددې هڅې پیل کړې چې په هره بانه چې وي شورویان تم کړي، جنرال لیاخو فسکي وايي: د افغانستان جمهوریت مشرتوب (ډاکټر نجيب) اوس کلکې هڅې کوي چې د امریکا او پاکستان له خوا د ژنیو تړون نه د سرغړونو په ځواب کې د شوروي پوځونو وتل وځنډوي او په دې توګه د غويي انقلاب د بریاوو له منځه تلو مخه ونیسي…تر هغې وروسته د افغان مشرتابه له خوا ورته غوښتنې بیخي په وار وار او کلکه توګه وړاندې کېدې… هر څومره چې به د شوروي پوځونو د وتلو د دویم پړاو وخت رانږدې کېده، هماغومره به د افغانستان له مشرتابه سره د خپل سبا او برخلیک اندیښنه هم زیاتیده، هغوی په کلکه توګه هلې ځلې کولې چې که وکړای شي شوروي پوځونه په افغانستان کې تم کړي۴۵.
په لنډه توګه ویلای شو چې د شورویانو په ماتې کې لاندې لاملونو کارنده ونډه درلوده:
۱- د افغانانو پیاوړې ارادې، نه ماتیدونکي عزم او اوږده مقاومت شورویان مات او له هیواده وویستل.
۲- له جهاد سره پراخه نړیوال ملاتړ.
۳- د همدې نا اعلان شوې اوږدې جګړې له امله شوروي اقتصاد راولوید او نور یې د کمونیستي نظریې تپل شوي جنګي ماشین د چلولو وړتیا نه درلوده.
۴- هغو زړو شوروي مشرانو چې افغانستان ته یې د لښکرو د لیږلو پریکړه کړې وه، نور ژوندي نه وو، نویو مشرانو له جګړې درس اخیستی وو، نور یې د جنګي ماشین د مخ ته وړلو وس نه درلود او له ناچارې یې د نا اعلان شوې جګړې د درولو هوډ ونیو او لښکرې یې را وویستې.
۵- شوروي اتحاد نور نه غوښتل چې همداسې په ورانه لار تلو دوام ورکړي، هغوی له نړیوال تجریده نور ځانونه راویستل.
۶- کوم شوروي عسکر به چې د پوځي دورې له بشپړولو وروسته خپل ټاټوبي ته تلل نو به یې د خپل یرغل او مقاومت په اړه کیسو په ولسي رایو اغیز اچوه، په دې ډول شوروي اتحاد په تدریجي توګه له ولسي نا خوښئ سره مخ وه.
بالاخره په ۱۳۶۷،سلواغه،۲۶ مه نېټه د لکونو شهیدانو په ورکولو سره افغانانو د یوه اوږده جهاد او مقاومت په پای کې شوروي لښکرې له خپل هیواده وویستې، د افغان شوروي جګړې د پای په اړه ستر جنرال مایاروف وایي چې: د افغانستان جګړه د شوروي اتحاد له خوا تر سره شوې وروستۍ جګړه ده، دا له هغو وروستیو ځان وژونکو ماینونو څخه یوه راوختله چې یو لوی دولت پرې والوت او دړې وړې شو۴۶.
————————————————————————————————————————————–
اخذ لیکونه
۱-سخاروف اندري، د افغانستان جګړه او ګورکي ته زما تبعید ۱۴ مخ
۲-جنرال ګروموف بوریس، سرې لښکرې په افغانستان کې، ۵۰۰ مخ
۳-طرزی محمود، د یوې دورې لنډ تاریخ، ۱۴ مخ
۴-ستر جنرال الکساندر مایاروف، په افغانستان کې ریښتیا څه تیریدل، ۳۸۲ مخ
۵-جنرال و.ا. کریوچکوف، افغانستان، له شخصي دوسيې څخه، ۵۲-۵۴ پورې مخونه
۶-دستګیر پنجشېری، ظهور وزوال حزب دیموکراتیک خلق افغانستان، لومړی جلد، ۱۵۱ مخ.
۷-ارغنداوی عبدالعلي، ژوندئ خاطرې، ۱۴۸ مخ
۸-برادشر هنري، افغانستان، تجاوز شوروي ومقاومت مجاهدین، ۵۲ مخ
۹-دکتورتنویر حلیم، د افغانستان تاریخ او خپرونې، ۳۰۶ مخ
۱۰-الف هارون، داودخان دکی جي بي په لومو کې، ۱۸۱ مخ
۱۱- ګارییف احمدوویچ محمود، افغانستان زما وروستئ جګړه، ۲۵ مخ
۱۲-جنرال و.ا. کریوچکوف، افغانستان، له شخصي دوسيې څخه، ۴۰ مه او ۴۴ مه صفحه
۱۳-جنرال ګروموف بوریس، سرې لښکرې په افغانستان کې، ۲۵ مخ
۱۴-برادشر هنري، افغانستان، تجاوز شوروي، ومقاومت مجاهدین، ۱۶۱ مخ
۱۵-زرملوال غلام محمد، افغانستان تر وروستي افغانه، دویم ټوک، ۶۴ مخ
۱۶-هماغه اثر، ۷۹ مخ
۱۷-ګروموف بوریس، سرې لښکرې په افغانستان کې، ۵۲ مخ
۱۸-تورنجنرال لیاخوفسکي اناتولیویچ الکساندر، د افغان مېړانه او غمیزه، ۷۰ مخ
۱۹-ګروموف بوریس، سرې لښکرې په افغانستان کې، ۵۳ مخ
۲۰-جنرال و.ا. کریوچکوف، افغانستان، له شخصي دوسيې څخه، ۵۶ مخ
۲۱- برادشر هنري، افغانستان، تجاوز شوروي، ومقاومت مجاهدین، ۱۶۸ مخ
۲۲-جنرال لیونید ولادیمیرویچ شیبارشین، د مسکو لاس، ۱۵۰ مخ
۲۳-ارغنداوی عبدالعلي، ژوندئ خاطرې، ۳۰۹ مخ
۲۴-دکتورتنویر حلیم، د افغانستان تاریخ او خپرونې، ۳۰۹ مخ
۲۵-برادشر هنري، افغانستان، تجاوز شوروي، ومقاومت مجاهدین، ۱۹۶ مخ
۲۶-جنرال ګروموف بوریس، سرې لښکرې په افغانستان کې، ۱۲۳ مخ
۲۷- سخاروف اندري، د افغانستان جګړه او ګورکي ته زما تبعید ۲۳ مخ
۲۸-ګارییف احمدوویچ محمود، افغانستان زما وروستئ جګړه، ۵۲۸ مخ
۲۹-سخاروف اندري، د افغانستان جګړه او ګورکي ته زما تبعید ۲۴ مخ
۳۰-هماغه اثر ۱۰۲ مخ
۳۱-تورنجنرال لیاخوفسکي اناتولیویچ الکساندر، د افغان مېړانه او غمیزه، ۱۶۴-۱۶۵ مخونه
۳۱-جنرال شیبارشین لیونید ولادیمیرویچ، د مسکو لاس، ۱۰۸ مخ
۳۲-ګروموف بوریس، سرې لښکرې په افغانستان کې، ۵۷ مخ
۳۳-دکتور کامګار جمیل الرحمن، کرونولوژي، حوادث تاریخي افغانستان، صفحه ۹۸
۳۴- ستر جنرال الکساندر مایاروف، په افغانستان کې ریښتیا څه تیریدل، ۳۳۵ مخ
۳۵-ستر جنرال محمد احمد ویچ ګارییف، افغانستان زما وروستئ جګړه، ۵۸۷ مخ
۳۶-هماغه اثر، ۵۸۱ او ۵۸۲ مخونه
۳۷-دکتور کامګار جمیل الرحمن، کرونولوژي، حوادث تاریخي افغانستان، صفحه ۷۸ و ۸۹
۳۸-برادشر هنري، افغانستان، تجاوز شوروي ومقاومت مجاهدین، ۲۳۳ مخ
۳۹-جنرال ګروموف بوریس، سرې لښکرې په افغانستان کې، ۳۴۱ مخ
۴۰-ستر جنرال الکساندر مایاروف، په افغانستان کې ریښتیا څه تیریدل، ک، ۹۶، ۱۲۳، ۱۲۵، ۱۲۶، ۱۹۷، ۱۹۹، ۳۰۸، ۲۰۹، ۲۱۴، او ۲۳۰، مخونه
۴۱-جنرال و.ا. کریوچکوف، افغانستان، له شخصي دوسيې څخه، ۴۰-۴۱ مخونه
۴۲-جنرال ګروموف بوریس، سرې لښکرې په افغانستان کې، ۳۲۰ مخ
۴۳-دکتورتنویر حلیم، د افغانستان تاریخ او خپرونې، ۳۲۶ مخ
۴۴-ډاکټر یوسفزی شیرشاه، تاریخ مسخ نمی شود، صفحات ۱۹۶ و ۱۹۷
۴۵-تورنجنرال لیاخوفسکي اناتولیویچ الکساندر، د افغان مېړانه او غمیزه، ۴۳۹ مخ
۴۶-ستر جنرال الکساندر مایاروف، په افغانستان کې ریښتیا څه تیریدل، ۳۹۶ مخ

له اصلاح انلاين نه په مننې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د