نړۍ

امارات: عربي نړۍ دې د ایران او ترکیې پر ضد یو لاس شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د متحده عربي اماراتو په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر انور قرقاش پر ایران او ترکيې لفظي بريدونه کړي او دواړه هېوادونه يې په عربي نړۍ کې په نفوذ او پراختيا تورن کړي دي.

انور قرقاش نن چهار شنبه په خپل ټویټر پيغامونو کې له عربي هېوادونو غوښتي، چې د ترکيې او ایران پر وړاندې راپورته شي او زياتوي، چې «تهران او انقره د عربي نړۍ د مشرۍ توان نه لري.»

په بهرنیو چارو کې د اماراتو د دولت وزیر په داسې حال کې د ترکيې پر ضد توندې څرګندونې کړي، چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي نړۍ په کچه د سیمې په قضيو کې تر ټولو فعال سړی بلل کېږي، اوسمهال د اسلامي همکاريو د سازمان مشر هم دی او د بیت المقدس په اړه يې د امریکا د پرېکړې ډېر سخت مخالفت وکړ.

اردوغان د نړۍ په کچه يوازينی مشر دی، چې د اسرائيلو په ملاتړ يې د امریکايي ولسمشر ټرمپ پرېکړه وغندله، دا يې د اسرائيلي ترهګرو ملاتړ وباله او ټرمپ ته يې خبرداری ورکړ، چې د دې پرېکړې د ناوړو پايلو پړه به يې پر غاړه وي.

د اماراتو په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې هم راغلي، چې د ترکيې ولسمشر وړمه ورځ سوډان ته د سفر پر مهال د سوډان حکومت د بحر احمر يوه جزیره د اوسېدو لپاره ترکيې ته سپارلې ده او اماراتو د ترکيې دا هڅه په عربي نړۍ کې د پراختيا او نفوذ زياتولو پلان بللی دی.

انور قرقاش ويلي، چې «عربي نړۍ يوه داسې پسرلي ته اړتيا لري، چې د عربي دولتونو چارواکي په ګډه د يو بل مرسته وکړي او په ګډه د ایران او ترکيې د پراختيا مخنیوی وکړي.»

د يادونې وړ ده، چې په ترکيې کې له ناکامې کودتا وروسته د ترکيې او اماراتو اړيکې ترينګلې دي. ترکيې تور پورې کړی، چې اماراتو له کودتا چيانو سره مالي مرستې کړي، خو اماراتو دغه تورونه رد کړي دي.

د دواړو هېوادونو تر منځ لفظي شخړې وروسته تر هغه يو ځل بيا زياتې شوي، چې تېره اوونۍ د اماراتو د بهرنيو چارو وزير د عثماني خلیفه فخرالدين پاشا سپکاوی کړی و، هغه يې غل بللی و او ويلي يې و، چې اردوغان هم د هغوی لمسی دی.

اردوغان د اماراتي وزير په ځواب کې ويلي و، چې «تاسې ځکه پر ترکانو نيوکې کوئ، چې خپل خيانتونه پټ کړئ.»

اردوغان دا هم ويلي، چې دوی پوهېږي، د اماراتو چارواکي د عربي نړۍ او مسلمانانو پر ضد کوم پټ پلانونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x