حجاب مې حسن او ښکلا ده!

لیکوال

ليک: عبيدالله ساحل

په اسلامي ټولنه کې د حجاب د څرنګوالي موضوع هم د منځلارو، توند لارو او سيکولارنو تر منځ د اباحت او حرمت په کشمکش کې ده. ځينې په دې باور دي، چې ښځه دې سر تر پایه ټوله وپوښل شي. ځينې وايې، چې د حج مراسمو او لمونځ ادا کولو کې، چې کوم حجاب مراعت کيږي هماغه په هر حالت کې شرعي حجاب دی. خو ځيني بيا بيخي حجاب نه مني او هيله لري، چې ښځې هم بايد د سړيو په څېر وازې تڼۍ ازاد تګ راتګ ولري، هېڅ ډول قيودات او بنديزونه يې بايد مخه ډب نه کړي؛ کټ مټ لکه اوسنۍ بې معنويته اروپا په څېر.

په دې بحث نه کوم، چې د حجاب شرعي ماهيت څه  ډول دی. بلکې دې کوچنۍ ليکنه کې د عربي، اروپايې او افريقايې ټولنو د هغو پيغلو تاثرات رااخلم، چې د حجاب په اړه يې وړاندې کړي.

لندن کې مېشته کشميرۍ عفت، چې اکسفورډ پوهنتون کې يې زده کړې کولې کيسه کوي، چې ۲۰۱۵ م کال کې د پاريس له پېښې وروسته زه پوهنتون ته پر لاره وم، چې څو تنه هلکان او انجوني رانه راچاپير شول او ښکنځلې يې راته شروع کړې، ويې رټلم، ټيله يې کړم او ټولو راباندې په قهر سترګې رابرګې کړې، هېڅ نه پوهيدم، چې ولې؟

زه دې ښار ته نوې تللې وم. پوه شوم، چې د مسلمانۍ نښه حجاب مې پر تن ؤ. ځکه دې پيښې سره مخ شوم. سره له دې، چې د لندن خلک ډير زغم لري. يو مسلمان ښاروال هم لري. خو؛ دا هغه ورځې وې، چې لندن او اروپا کې د اسلام ضد نظرياتو او تعصب ډير زور کړی وو، خو دې ټولو فشارونو زما وقار، زما حسن او زما پړونی(حجاب) زما له سر راښکته نه کړ.

ماته په حجاب کې ځان تر بلې هرې لوڅې پيغلې ښايسته ښکاريده، ماته په حجاب کې خپل ځان بشپړ بريښيده. دا مې د کوم فيش او مود په دود نه اغوستو، بلکې فکر مې کولو، چې د اسلام يو امر مې پرځای کړی.

په دې هم پوهيدم، چې حجاب د دندې په لټه کې راته خنډ وو. دا مې هم درک کړې وه، چې د ننګونو سره مخ يم. خو؛ بيا هم حجاب کې مې د ازادۍ او ارامۍ احساس کولو.

ازينارا محمد د نايجيريا اوسيدونکې ده. د حجاب اغوستو او پريښودو مختلف پړاوونه يې تېر کړي. يو وخت يې حجاب ترڅنګ نقاب هم اغوستلو خو داسې هم وشول، چې لوڅ سر او خلاصې تڼۍ بازار ته راووتله. هغه د وروستۍ کړنې او د حجاب په ارمان خپله کيسه داسې کوي:

درې کلنه وم، چې خپل ويښتان به مې پړونې کې رانغاړل، دا راته کلتوري او مذهبي کار ښکاريده، تر شل کلنۍ مې حجاب پر تن وو، چې بيا مې وروسته پريښود.

لس کاله وړاندې د خپلې کورنۍ سره حج ته ولاړم، هلته مې د حجاب برسيره نقاب هم واغوست. نقاب له سترګو پرته ټول مخ او سر پټوي، دا ځل راته ځان تر حجاب هم راټول ښکاريده. تر دې چې بيرته نايجيريا ته راغلم. دلته مې هم نقاب پر مخ راخور وو. د خوښۍ او ازادۍ احساس مې کولو. د خلکو له سترګو ازاده وم، پر لويه لار د تګ پر وخت له نظرونو او کمينټونو محفوظه وم. سړيو به زما په ليدو نظرونه لاندې غورځول. شمالي نايجريا کې، چې خلک ښځه په نقاب کې وګوري ګومان کوي، چې تر ټولو شريفه او پرهيزګاره ده. درناوی يې کوي.

خو څه موده وروسته د نقاب په اړه غبرګونونه راولاړ شول، په ځانګړي توګه د سياست په ميدان کې لوبيدونکو لخوا د دې غبرګون شور زيات ؤ. ځينې روڼ اندو هم پرې نيوکې پيل کړې. ما تکل وکړ، چې همداسې پاتې شم، خو بالاخره متاثره شوم او د نقاب په اړه مې د غبرګون غږ بدرګه کړ. ما هم غوښتل، چې نورو ته ځان متمدن او روښان فکره وښايم.

زما دې حالت او ناوړه دريځ ټوله کورنۍ غمجنه کړه، پلار و مور مې په دې وضعيت ډير ناراضه وو. کابو شپږ مياشتې لا نه وې تېرې، چې نقاب مې وغورځاوه، ډير وخت نه وو تېر، چې حجاب مې هم يوازې په يو دوديز پړوني بدل کړ. بالاخره مې پړونی هم ليرې کړ.

زه اوس نږدې ديرش کلنه يم، لوڅ مخ او خورې زلفې ګرځم،‎ حجاب مې غورځولی!!

له نقاب نيولې بيا تر بې حجابۍ زما تدريجي مزل ۲۰۰۸م  کال ته رسيږي، دا هغه مهال ؤ، چې د ځان د ازادۍ او اسلام په اړه مې اندیښنه درلوده، فکر مې کاوه چې اسلام د ښځې د ازادۍ کلک مخالف دی. دې پايلې ته ورسيدم، چې اسلام او زما ازادي دواړه جوړه کول ستونزمن دي، نو ازادۍ ته مې ترجيح ورکړه او نور هر څه مې شاته وغورځول.

لمړی ارايشګاه ته ولاړم او خپل ويښتان مې له مود سره سم برابر کړل. له دې وروسته مې ټول هغه ځايونو ته تګ هم پريښود، چې مذهبي امور به پکې ترسره کيدل. هغه کلتوري برنامو ته به هم نه ورتلم، چې مذهبي خلکو به پکې ګډون درلود، ان تر دې چې د مذهبي خلکو ودونو ته مې تګ هم پريښود.

دا زما د ژوند ستونزمنو شپو پيل وو، کورنۍ کې هم ستونزو سره مخ وم او بيرون راته هم ملګرو پخوانۍ مينه نه راکوله، نه راته خلکو په هغه درنه سترګه کتل. زما دغه حالت ټولو ته هېښوونکی ؤ.

خو وروسته پوه شوم، چې اسلام او ازادي دواړه زما په ژوند کې جوړه کيدلی شول، هغه ازادي چې ماته اسلام راکړې او په اسلام کې نغښتې بل چيرته نشته، د اسلام په دايره کې پرتې ښځې تر ټولو زيات د ازادۍ او ارامۍ احساس کوي.

بېرته راته د حجاب ارمان راغئ، کاش د حجاب پړونی مې اوس هم پر سر وای. ځکه چې زه پکې راټوله وم، خلکو راته مينه راکوله درناوی مې کيدلو، د سترګو له غشو پټه وم، هېچا راته د شيطاني هوس په سترګه نه ليدل، زما وقار او عزت پکې خوندي وو؛ هغه ورځې مې اوس هم ژړوي، چې څو بې باکو زما د عفت لوټلو ناکامې هڅې وکړې، پر لويه لار راپسې د انسي شيطانانو لښکرې جوړې وې. دا ځکه چې زه سر توره وم، بې حجابه وم، د شيطان په ورغوي کې پرته وم؛ همدې حالت مجبوره کړم، چې د حجاب درنه لوپټه يو ځل بيا په سر کړم، نقاب يو ځل بيا پر مخ راخپور کړم. هماغه وو، چې انسي شيطانان وتړل شول، شيطاني هڅې يې شنډې شوې او د سکون ساه مې واخستله.

حجاب زما د ژغورنې يوازينۍ وسيله او اسلحه سوه!!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

لومړى تر هرڅه مسلمانو خويندو ته پکارده چې ځان په قرآن مجيد پوه کړي، بيا يې د هر حکم په تفسير ځان خبر کړي وروسته له پوهې دې حجاب پرسر کړي، که يې قرآني پوهه نه وي ترسره کړې نو خوشې سرپټول او د پټېدو حرمت نه مراعاتول هېڅ ګټه نلري. ډېرې مسلمانې خويندې ميندې شته چې سر نه پټوي خو د ډېرو سر پټؤونکو خويندو نه ښه اخلاق، حيا او ښه اعمال لري. بيا هم بهتره ده چې حجاب بشپړ ترسره شي. د ټولو انسانانو لپاره د اسلامي بېدارۍ په هيله.