غزني: مقر کې دوه قومي مشران وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د غزني په مقر ولسوالي کې دوه قومي مشران د حکومت تر واک لاندې ساحه کې وژل شوي دي.

بازګل خان او شامحمد د ميرزاخېلو په کلي کې وژل شوي، چې واک يې د سیمې له اربکیانو سره دی.

که څه هم کومې دولتي سرچينې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو ورته مرموزې وژنې ډېری وخت د سیمې د اربکیانو له لوري ترسره شوې دي.

مقر چې د بازار په ګډون يې ګڼې سیمې د اربکیانو تر لاس لاندې دي، تر دې وړاندې هم د داسې وژنو شاهد پاتې شوی دی.

د غزني یو تن اوسېدونکي نجیب الله جامع پخپله فیسبوک پاڼه په اشاروي ډول دا کار د اربکیانو کار ګڼلی دی.

هغه د پېښې په تړاو لیکلي دي: «نور نه بايد اجازه ورکړل شي او نه يې ورکوو چې شرابيان, اربکيان, اخلاقي او ادارى مفسدين د ولس عادي ژوند ګډوډ او ټول ارزښتونه حتا د خلګو په ژوند قمار ووهي.»

تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې دغه قومي مشران د څه له امله وژل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د