د نن سرلیکنه

د اكبرآغا د نوي ګوند اعلان او تر شا یې پراته عوامل -سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: بي بي سي راډیو تیره ورځ په کابل کې د خلاصون لار په نوم دیوه نوي غورځنګ تاسیسولو خبر ورکړ.

دغه نوی غورځنګ د اکبرآغا په نوم د مجاهدینو د یوه پخواني قومندان لخوا اعلان شوی کوم چې مخكي یې خپل ځان د جیش المسلمین ډلې مشر معرفي كاوه.

اکبر آغا دشوروي اشغال پرمهال د هیواد په جنوب لویدیځ کندهارولایت کې د مجاهدینو د یوې جبهې مشري کوله ،خو د طالبانو د غورځنګ په رامنځته کیدوسره یې د دې ولایت د نورو جهادي قومندانانو برعکس له هغوی سره یوځای کیدوته زړه ښه نه کړ او هغه مهال یې دوباره د جیش المسلمین ګوند له لارې خپل سیاسي فعالیت پیل کړ چې کله د طالبانو واکمني د امریکایانو د تیري په ترڅ کې سقوط وکړ.

جیش المسلمین ګوند هغه وخت مطبوعاتي شهرت ترلاسه کړ چې کله یې په کال ۲۰۰۳کې له یوې یرغمل کوونکې ډلې څخه دوه تنه بهرني یرغمل شوی اتباع د پیسو په مقابل کې واخیستل او بیايي د هغو د نیولو مسؤلیت په خپل نوم اعلان کړ.

جیش المسلمین چې مشري او عضویت یې ټول یواځې داکبر آغاپه وجودکې حصردی که څه هم چې د رسنیو لخوا طالبانو ته منسوبه ډله اعلانیږي خو خپله اکبر آغا اوطالبانو کله هم دا ډله په طالبانو پوري مربوط نه ده بللې.

اوس چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ نیټه رانیږدې شوې د امریکایانو او د هغوی په دستور د کابل چارواکو له لوري د دې کوښښ کیږي چې د طالبانو یو موټي قوت په متعددو برخو وویشي ، هغه تضعیف اوبیا ورباندې خپلې غوښتنې ومني.

د امریکایانو لخوا د افغانستان له ۱۳ کلن اشغال او په دغه اشغال کې د هغوی له پوځي ناکامي وروسته د دوي پالیسي په دې ټکې متمرکزه ده چې څرنګه وکولای شي د افغان متحد ولس ترمنځ انشعابونو او ویشلو ته لاره هواره کړي او له دې لارې هغه هدف ته ځان ورسوي کوم ته چې له پوځي لارې رسیدل ورته ناشوني شول.

مونږ وینو چې د امریکایانو د دغې تفرقه اچوونکي پالیسې ترمخه اوس افغانستان د سیاسي ګوندونو تورم په سر اخیستی او د هغو ګوندونو شمیر چې په وزارت عدلیه کې رسمیت لري سلګونوته رسیږي.

یواځې یوحزب اسلامي یې په ۵برخو وویشو همداراز نورهم كوښښ کوي چې د احزابو د تکثر له لارې د افغانانو ویشلوته زمینه سازي وکړي او له دې لارې خپلو تخریبي عزائموته ځان ورسوي.

د اکبر اغا له خوا د خلاصون لارې په نوم د نوي غورځنګ تأسیسول هم په افغانستان کې د احزابو او سیاسي سازمانونو د تکثر له هڅو یو داسې اقدام دی چې ګټې یې د افغان ولس پرځای د نورو ځولۍ ته توییږي ؛ ځکه چې افغانان اوس مهال د انشعاباتو او تفرق پرځای اتحاد او یوالي ته ضرورت لري نه د دبهرنیو مصلحتونو په اساس د سیاسي تنظیمونو تكثرته.

د دغه ډول ګوندونو ښاغلي مؤسسین باید په دې خبره ځان پوه کړي چې تر مختلفونومونو لاندې د احزابو او ګوندونو تأسیسول د افغان لانجې حل لاره نه بلکې لا دهغې د اوږدولو عامل ګرځي له‍ذا هغوی باید د خپل ملي او اخلاقي مسؤلیت له مخې له داسې هڅو ځان وساتي چې هغه د دښمن شومو پلانونو ته دبریالیتوب چانس برابروي او د یوموټي ولس ملي وحدت ورباندې متضرر کیږي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x