افغانستان

ننګرهار: پر یوه وخت له دوو خویندوسره نکاح کوونکی پر ۱۷ کاله بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار د استیناف محکمې هغه کس ته د ۱۷ کلونو د بند سزا ورکړه، چې پر یوه وخت یې له دوو خویندو سره نکاح کړې وه.

د ننګرهار د استیناف محکمې رییس عبدالولي قاضي زاده ویلي، د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکي ولایت خان یې ته یې د قضاییه قوې د واک او تشکیل قانون د ۵۴ مې پر بنسټ ۱۷، د ولایت خان پلار رسول داد ته ۱۶ کاله او یو بل تن غلام نبي چې په جنبش مشهور دی ۱۶ کاله د تنفیذي بند سزا ورکړې ده.

د ده په خبره، په دغه قضیه کې تورن ملا عبدالرحمن چې د دویمې خور نکاح یې په ناخبرۍ کې تړلې وه برائت ورکړل شو.

تېر کال د ۱۳۹۵ د تلې په لومړۍ نېټه د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د ولایت خان په نامه یو کس د مروا په نامه له یوې نجلۍ سره نکاح شوې وه؛ خو د خپلې مېرمنې بله خور مرحبا یې په زور په دې خاطر بېولې وه چې لومړۍ مېرمنه یې «باکره» نه وه او په یوه شپه یې له دواړو سره نکاح کړې وه.

دغه پېښه هغه وخت له بېلابېلو اورګانونو له لوري غندل شوې وه او د قضايي ادارو نه یې غوښتنه کړې وه، چې دواړه خویندو دې ته انصاف ورکړل شي، چې د ۱۶ میاشتو په تېریدو یې تورن کس پر ۱۷ کاله حبس محکوم شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x