افغانستان

روزګان: بهرني ځواکونه د جګړې له ډګره تښتېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل):روزګان ولايت ته د طالبانو سره د جګړې په موخه راغلي بهرني ځواکونه د جګړې له ډګره تښتېدلي.

کابو يوه نيمه مياشت وړاندي د ټرمپ د نوي ستراتيژۍ له اعلان سره سم بهرنيو ځواکونو د طالبانو د ځپلو په موخه د روزګان مرکز ترينکوټ ته ځانونه ورسول.

بهرنيو ځواکونو له خپل راتګ سره سم د روزګان مرکز ترينکوټ د جګړې په تاوده ډګر بدل کړ، شپنۍ چاپې ، بمبارۍ او جګړې يې پيل کړې.

له يوې نيمي مياشتي مسلسلې جګړې او شپنیو چاپو وروسته بهرني ځواکونه بیرته تش لاس له ترينکوټ نه ستانه شول.

د ترينکوټ ښار اوسېدونکي وايي : بهرني ځواکونه د خپل ماموريت په مهال ونه توانيدل چې د طالبانو کمربند له ترينکوټ ښار نه په شا کړي ، په وينا يې جګړې په سيمه کې زور اخيستی و خو د تلفاتو ډېر تاوان يې ملکي وګړو پرې کاوه.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي : پر راغلو بهرنيو ځواکونو چې د ترينکوټ په هوايي اډه کې استوګن وو د يوې نيمي مياشتي په موده کې ۱۱۶ عمري مزايل وار شول ، درانه مالي او ځاني زيانونه يې ور واړول.

دا څلورم ځل دی چې بهرني ځواکونو په روزګان کې د طالبانو په وړاندي ماتي خوري او د جګړې له ډګره ستنيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x