fbpx

جلال اباد: په رڼا ورځ د صرافۍ دوکان ولوټل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې وسله والو غلو په رڼا ورځ د صرافۍ دوکان لوټ کړ.

شیبه وړاندې دوه تنه وسله وال غله په صرافۍ مارکیټ کې د ملتان په نامه یو تن صراف دوکان ته ورغلل او په هغه یې ډزې وکړې.

په برید کې نوموړی صراف، د هغه منشي (همت) او څلور تنه لارویان ټپیان شوي دي. وسله والو غلو له دوکان څخه نغدې پیسې هم وړي دي.

له برید وروسته صرافانو خپل دوکانونه تړلي او مارکیټ بند دی.

عیني شاهدان وايي، کله چې وسله والو له سیمې څخه پښې سپکې کړې، ښایسته شیبه وروسته پولیس سیمې ته راورسیدل.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې یو «مشکوک کس یې په ټپي حالت کې» نیولی دی.

تېره ورځ هم په جلال اباد ښار کې یو درملتون ته په رڼا ورځ وسله وال ورننوتلي او نغدې پیسې يې ترې وړي دي.

افغان صرافانو ډیر ځله شکایت کړی چې په هیواد کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی او په امنیت کې يې ناغیړي کیږي.

دوه اونۍ وړاندې د کندهار ولایت د ښکارپور دروازې پر چوک د پولیسو د پوستې په لس مترۍ کې د (نصرالله) په نامه یو صراف په خپل دوکان کې دننه ووژل شول.

د تېر کال په اګست میاشت کې د کابل د شهزاده سرای صرافان او زرګران د امنیتي ګواښونو له کبله تر دې حده کړیدلي وو چې د احتجاج په دود یې تر یوې مودې خپل دوکانونه تړلي وو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

These type of robberies happen in US cities too.