
لښکرګاه: په سرتېري برید کې دوه پولیس وژل شوي، ۱۵ ټپیان دي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، نن دوه نیمې بجې د لښکرګاه د ۵۰۵ بُست زون د پولیسو د قومندانۍ مخې ته د سرتېري برید له امله دوه عسکر وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د ځواک په خبره، برید پر هغه موټریز کارون شوی، چې د ۵۰۵ بُست زون د ملي اردو عسکر مارجې ولسوالۍ ته د نظامي عملیاتو لپاره روان وو.
دی وايي، برید د کرولا موټر پر مټ شوی دی.
په تېرو درېیو اوونیو کې دا درېیم سرتېری برید دی، چې په هلمند کې د پر امنیتي عسکرو تره سره کېږي.
دوه ورځې وړاندې هم په هلمند کې شپږ سرحدي پولیس وژل شوي وو.
د ننني برید مسوولیت د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي منلی دی.
د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې برید یې د پلډر موټر په مټ کړی او ګڼ عسکر یې مړه او ژوبل کړي دي.
طالبانو هم په ننني برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده ښودلې.