افغانستان

په پنجشیر کې د ننني برید وروستی حال

نن ټکی آسیا: نن مازدیګر څه باندې پنځه بجې د پنجشیر ولایت د لومړۍ ورودي دروازې په خوله کې د پولیسو د تلاشۍ پر مهمې پوستې د طالب سرتېري له لورې د ترسره شوي موټر بم برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي.

د پنجشیر امنیه عبدالعزیز غیرت په خبره، په دې برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

د نوموړي په وینا، په وژل شویو کې ۷ پولیس او ۶ نور د یوه ساختماني شرکت کارکوونکي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې دا برید د دوی د حزب الله نومي ملګري له لورې چې د وردګو ولایت اصلي اوسېدونکی و، ترسره شوی او په پایله کې د پولیسو او د ملي امنیت د ادارې اړوند ۱۳ عسکر ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل دي.

خو یوه بله سیمه یېز امنیتي سرچېنه د نوم د نه ښودلو په شرط د وژل شویو عسکرو شمېر ۱۱ تنه او د ټپیانو هغه ۳۰ کسان ښودلي.

ویل کېږي، چې پولیسو له برید وروسته سېمه تر خپل کنټرول لاندې راوسته او د ساعتونو ساعتونو لپاره یې پنجشیر ته ننوتلې لاره د ترافیکو پر مخ وتړله.

د پنجشیر امنیه قوماندان همداراز څرګنده کړه، چې د برید کوونکي په موټر کې درې تنه وسلوال کسان سپاره ول، خو د طالبانو ویاند په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې دا برید د دوی یوازیني ملګري حزب الله ترسره کړی.  

په برید کې ۳ موټر هم تخریب شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x