هلمند: بهرنيو الوتکو سنګوري اربکيان بمبار کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو الوتکو سنګوري اربکيان په نښه او بمبار کړي.

پېښه د مارجې ولسوالۍ په مالک چهار راهي سيمه کې رامنځته شوې.

ځايي اوسېدونکي وايي امريکايي الوتکو څو ځله د مالک چهار راهي هغه سيمه په بمونو وویشتل چې سنګوريانو په کې عمليات کول.

د بهرنيانو په ياد بمبار کې ۱۱ تنه سنګوري اربکيان وژل شوي.

داخلي او بهرنيو ځواکونو لا تر دې دمه د پيښي اړوند څه نه دي رسنيز کړي.

یاده پېښه داسي مهال رامنځته کيږي چې نن دوه نیمې بجې د لښکرګاه د ۵۰۵ بُست زون د پولیسو د قومندانۍ مخې ته د طالبانو د سرتېري برید له امله دوه عسکر وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د يادوني ده چې څو ورځي وړاندي هم د هلمند په ريګ سيمه کې بهرنيو الوتکو نژدې ۲۰ تنه سنګوريان بمبار او ووژل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د