خبرتیاوی او پیغامونه

د عرفان الله عرفاني شعري ټولګه (دحماسو کلی) چاپ شوه

د ځوان شاعر ښاغلي عرفان الله عرفاني لومړنۍ شعري ټولګه په څه کم سل مخونو کې تازه په تازه چاپ شوې او بازار ته راوتې ده .

عرفان الله عرفاني دکابل د ده سبز اوسیدونکی ځوان شاعر دی چې اوس مهال په پیښور کې دهجرت ژوند کوي ، (د حماسو کلی) دنوموړي لومړنۍ شعري ټولګه ده چې تازه چاپ شوې ، دا شعري ټولګه چې د مکتبه عزیزیه په نوم کتابخانې لخوا چاپ شوي ده ، تکړه شاعر ملا دُرمحمد ګوهري او عبدالستار سعید ورباندې لیکنې کړي دي .

دغه کتاب دشاعر لخوا شهید ترانه خوان انعام الله انعام ته ډالۍ شوی دی ، انعام الله انعام چې دعرفان الله عرفاني کشر ورور وو یو خوږژبی ترانه خوان وو چې څوکاله وړاندې دشمشتو په نصرت مینه کمپ باندې د پاکستاني عسکرو دعملیاتو په مهال د پاکستاني پوځیانوپه ډزو په شهادت ورسید.

د حماسو کلی شعري ټولګه چې تر ډیره دافغانستان داوسنیو انقلابي شرایطو انځورګري په کې شوې ده په معاصر حماسي ادب باندې یو ښه زیاتونه بلل کیدلای شي .

د کتاب مینه کولای شئ، دا کتاب په پېښور سربېره د هېواد د مهمو ښارونو په کتاب پلورنځیو کې هم ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x