تر امریکايي وحشت لاندې د شوروي وحشت یاد

د پرونیو وحشتګرو د وحشت او تباهي ساحه معلومه وه ، هغوی به هرځای له خلګو سره د دوست ، دښمن د معلومو معیارونو له مخې تعامل کاوه ، خو نني وحشیان د دوست او دښمن له تفکیک پرته افغانان له یوه مخه وژني ، د هغوی پرکلیو بمبارۍ کوي او د شپې مهال یې پر کورونو ورخیژی.

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : د جدي۶ پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له کرغیړنې کلیزې سره برابره ده.

نن چې زمونږ پر هیواد د پخوانۍ شوروي اتحاد له یرغله پوره ۳۸ کلونه تیريږي په ویرځپلي هیواد مو د امریکايي یرغل څپه خپره ده ، داسې څپه چې د پرونیو یرغلګرو ټول وحشتونه یې په خپل وحشت کې پټ کړي.

پروني وحشیان (شورویان) ټولې نړۍ په وحشت پیژندل او دوی هم خپل وحشت د ترقي ، قانونیت او دیمکراسي په نوم نه توجیه کاوه ، خو نني وحشیان چې په وحشت او بربریت کې ترپرونیو هغو ډیروړاندې دې خو دوی خپل ځان د تمدن ، ترقي او تهذیب علمبرداران معرفي کوي.

د پرونیو وحشتګرو د وحشت او تباهي ساحه معلومه وه ، هغوی به هرځای له خلګو سره د دوست ، دښمن د معلومو معیارونو له مخې تعامل کاوه ، خو نني وحشیان د دوست او دښمن له تفکیک پرته افغانان له یوه مخه وژني ، د هغوی پرکلیو بمبارۍ کوي او د شپې مهال یې پر کورونو ورخیژی.

مونږ ولیدل چې ډیرځله یې خپل هغه کسان هم ووژل چې له دوی څخه د دفاع په لومړۍ کرښه ولاړ وو.

له پروني هغه سره د نني وحشت یو بل توپیردادی چې د پروني وحشت په مقابل کې جنګیدونکي مدعیانو هم له ننیو وحشتګرو سره لاس یو کړی.

هغوی چې پرون یې د شوروي یرغل په مقابل کې د هیواد له حریم نه د دفاع سینه ډبوله نن په ډیرذلت او ټیټ سترګې سره د امریکايي یرغلګرومدافع ، د هغوی د یرغل مؤید او پرهغو افغانانو بد رد وايي کوم چې د ننیو یرغلګرو خلاف په جهادي مقاومت لګیادي.

خو افغانان په دې باور دي چې ننی یرغلګر به هم که خدای کول د پرونیو هغو په برخلیک اخته کیږي ، ځکه افغانستان د هغو مظلومو او بیوزله افغانانو ټاټوبی دي چې چا هم په بده سترګه ورته کتلي هغوی بیا کله هم ښه ورځ نه ده لیدلې.

چراغ ظلم ظالم تا دم محشر نمي سوزد . اګر سوزد شبي سوزد ، شبي دیګر نمي سوزد