د 2017 کال 5 زیات منډې جوړوونکي لوبغاړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کرېکټ په نړۍ کې 2017 میلادي کال یو له مهمو او تاریخ جوړونکو کلونو څخه و، چې د ځینو لوبډلو له نسکوریدو او تر ځینو د پورته کیدو یې ډیر څه لرل، ډیرو لوبغاړو نړیوال ریکارډونه مات کړل، په توپ وهنه کې له ډیویډ میلر نه تر روهیټ شرما او په توپ اچونه کې له راشد خان نه تر روي چندرن اشوین پوري.

ددې کال پای ته رسیدل د یو ورځنیو لوبو لپاره یوه اونۍ وړاندې تیر شوی، چې د نیوزیلنډ او ویسټ انډیز ترمنځ آخري یو ورځنۍ لوبه د ویسټ انډیز په ماتې ترسره شوه، او د نوي کال 2018 یوه ورځنۍ لوبه به پاکستان د نیوزیلنډ په وړاندې ترسره کوي.

همدارنګه په 2017 کال کې داسې پيښې او ریکارډونه ثبت شول چې تر ډیره به یادیږي، چې د کریس ګیل یو ورځنیو لوبو ته بیا راستنیدل، د روهیت شرما دریم ځل دوه سوه منډې جوړول او داسې نور، مګر مونږ دلته هغه غوره پنځه لوبغاړي ګورو چې د ۲۰۱۷ کال په یو ورځنیو لوبو کې یې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړي:

1. ویرات کوهلي Virat Kohli:

1460 منډې په 76.84 اوسط

د هند لوبډلې نوی لوبډلمشر ویرات کوهلي ته 2017 کال له یو شمیر ریکارډونو ډک و، هغه د کال له پیله په غوره لوبو پیل کړی، نوموړي دغه کال په غوره توپ وهنه پیل کړ چې د کال لومړۍ سلیزه یې ووهله او 122 منډې یې جوړې کړې، چې خپلې لوبډلې ته یې بریا وروبخښله، په چیمپینز ټرافي کې نوموړي درې پنځوسیزې ووهلې، د پاکستان په وړاندې په لومړۍ لوبه کې یې 76 منډې جوړي کړې، د سویلي افریقا په وړاندې یې 81 منډې او د بنګلدیش په وړاندې یې 96 جوړي کړې، چې خپله لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله، نوموړي د ویسټ انډيز په وړاندې په 5 یو ورځنۍ سیریز کې د 81.33 په اوسط 244 منډې جوړې کړې.

د سرېلنکا په وړاندې ویرات کوهلي 2 سلیزې وهلو سره سرېلنکا ته په سیریز کې په 5/0 ماتې ورکړه، چې دده لخوا 30مه سلیزه وه، او د استرالیا غوره لوبغاړي ریکي پونټینګ ریکارډ يې مساوي کړ، همدا ډول نوموړي د نیوزیلنډ په وړاندې 2 نورې سلیزې ووهلې چې خپلې لوبډلې ته بریا او ځان یې د ډیرو سلیزو وهلو په لوبغاړو کې په دوهم نمبر کړ، چې مجموعا یې 32 سلیزې وهلې دي.

نوموړي د 2017 کال پای په 2 سلیزو سره وکړ، چې د 76.84 په اوسط 1460 منډې جوړې کړې، چې په کې 6 سلیزې او 7 پنځوسیزې شاملې دي.

2. روهیت شرما «Rohit Sharma»

1293 منډې په 71.83 اوسط

د هند له غوره توپ وهونکو څخه یو هم روهیت شرما دی، چې نوموړی په یو ورځنۍ لوبو کې د یوې لوبې زیاتو منډو جوړولو ریکارډ لري، هغه د نورو لوبغاړو نه مختلف دی، د لوبې پیل یې نسبت نورو ته سست وي، خو چې کله ځان سیټ کړي او حالات وسنجوي بیا هغه کولی شي ریکارډونه جوړ کړي.

2017 کال د روهیت شرما لپاره له غورو کلونو څخه و، که څه هم نوموړي د کال لومړۍ ربع د پښې زخمي کیدو له امله له لاسه ورکړه، خو له جوړیدو وروسته له راستنیدو سره سم یې په چیمپینز ټرافي کې دوه پنځوسیزې (91 او 78) ووهلې، همدا ډول په نیمه پایلوبه کې یې د بنګلدیش خلاف 123 ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

نوموړي خپله ښه توپ وهنې ته دوام ورکړ، چې د سرېلنکا په وړاندې یې نړیوال ریکارډ ثبت کړ، نوموړي د استرالیا په وړاندې د لومړۍ دوه ناکامو لوبو نه وروسته پرلپسې دوه پنځوسیزې ووهلې، چې لوبډلې ته یې د 4-1 بریا وروبخښله، نوموړي د لوبډلمشرۍ لومړۍ لوبه کې د سرېلنکا په وړاندې شرموونکې ماتې خوړلو نه وروسته په موهالي کې خپله درېمه ډبل سلیزه 208 ووهله او د ریکارډونو په لیست کې یې خپل نوم ورزیات کړ، او له سرېلنکا یې د تیرې لوبې سخت غچ واخیست.

روهیت شرما 2017 کال په 1293 منډو او 71.83 اوسط سره پای ته ورساوه، چې په کې 5 پنځوسیزې او د یوې ډبل سلیزې په شمول 6 سلیزې لري.

3. اپل ترنګا «Upul Tharanga»

1011 منډې په 48.14 اوسط سره

د سرېلنکا اوپنر توپوهونکي 2017 کال پیل په 90 توپونو د 119 منډو سره وکړ، نوموړي په یو ورځنۍ لوبو کې په سخت وخت کې د انجلیو میتیوز نه وروسته د سرېلنکا لوبډلمشري شروع کړه، نوموړي د خپل کال پیل په غوره لوبې سره وکړ، چې د سویلي افریقا په وړاندې یې په کیپ ټاون کې 119 منډې جوړې کړې، هغه د بنګلدیش په وړاندې په چیمپینز ټرافي کې پنځوسیزه ووهله او همدارنګه یې له اوسط منډو سره مخکې تګ وکړ، نوموړي د زیمبابوی په وړاندې خپلې غوره توپ وهنې ته پرمختګ وکړ، خو نوموړي د هند پر وړاندې ښه لوبه ترسره نه کړه خو له دې وړاندې یې د پاکستان په وړاندې په عربي متحده اماراتو کې غوره توپ وهنه ترسره کړه او یوه سلیزه (112) او یوه پنځوسیزه (61) یې ووهله.

که څه هم د سرېلنکا لوبډلې د هند په وړاندې په ټیسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزو سیالیو کې ښه ونه ځلیدل خو ترنګا خپله شخصي ښه وځلید، هغه د هند په وړاندې په پایلوبه کې په 82 توپونو 95 غوره منډې جوړې کړې.

4. جویي رووټ Joe Root

منډې 983 په 70.21 اوسط سره

د انګلستان ټیسټ لوبډلمشر او غوره توپ وهونکی له پیله په ورو توپ وهنه پیل کړی و، خو په تېرو دوه کلونو کې نوموړی ښه وځلید، هغه په ټولو فارمیټو کې ښه وځلید خو یو ورځنۍ لوبو کې یې ځانګړې بریاوې لرلي، نوموړي 2017 کال په مثبته توپ وهنه پیل کړ، او د هند په وړاندې یې په 3 لوبو کې 2 پنځوسیزې ووهلې، همدا ډول د ویسټ انډیز په وړاندې یې 90 او 101 منډې جوړې کړې، مګر په چیمپینز ټرافي کې نوموړي ډیرې ځانګړنې لرلې، هغه د بنګلدیش په وړاندې 133 منډې جوړې کړې او لوبډلې ته یې بریا ور په برخه کړه، همدارنګه په ورپسې لوبه کې نوموړي 64 او د چیمپینز ټرافي په نیمه پایلوبه کې د پاکستان په وړاندې یې 46 منډې جوړې کړې.

نوموړي د ویسټ انډیز په وړاندې په څلورو لوبو کې 2 پنځوسیزې ووهلې، چې په مجموعي ډول یې په 2017 کال کې 983 منډې جوړې کړې، او څلورم نمبر یې خپل کړ.

5. روس ټیلر Ross Taylor

منډې 968 په 60.50 اوسط سره

روس ټیلر د نیوزېلنډ منځني توپ وهونکو څخه دی، نوموړي د 2017 کال پيل د استرالیا پر وړاندې سلیزې (107) څخه وکړ، چې د نیوزېلنډ لپاره یې په سیالۍ ګټلو کې مرسته وکړه، هغه د سویلي افریقا په وړاندې خپله 17مه سلیزه ترسره کړه او 102 ناسوځیدلې منډې یې ترسره کړې، د روان کال په جریان کې روس ټیلر ښه منډې جوړې کړې، نوموړي 7 پنځوسیزې او 2 سلیزې جوړې کړې، د هغه یو له ښو لوبو څخه د هند په وړاندې د 280 هدف پوره کولو لپاره 95 منډې جوړې کړې او بریا یې خپله کړه، نوموړي د کال پای د ویسټ انډیز په وړاندې په درېو لوبو کې 57، 49 او 47 ناسوځیدلې منډو سر وکړ.

ددې سره د استرالیا لوبډلمشر سټیو سمیت، د نیوزېلنډ لوبډلمشر، کین ویلیمسن، ای بي ډیویلیرز او د پاکستان بابر اعظم هم په زیاتو منډو جوړولو کې د روان کال له غوره لوبغاړو څخه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د