افغانستان

مصر کې د الجزيره تلويزون بندي ژورناليست د بيان د ازادۍ جايزه وګټله

محمد فهمي مصري الاصله کاناډايي ژورناليست، چې له شپږو مياشتو راهيسې د مصر پلازمينه قاهره زنداني دی.

نوموړي ته د کاناډايي ژورناليستانو د اتحاديې لخوا د بيان د ازادۍ نړيواله جايزه ورکړای شوه.

محمد فهمي د مصر پلازمېنه قاهره کې د الجزيرې نړيوالې تلويزوني شبکې د انګريزي برخې مدير دی او د تېر ۲۰۱۳ کال ۲۹ ديسامبر را پدې خوا له خپلو دوو همکارانو سره مصر کې د پوځي واکمن حکومت لخوا بندي دی.

د الجزيرې درې ژوناليستان محمد فهمې، عبدالله الشامي، باهر محمد او يو استرالياوي ژورناليست هم اخونا المسلمين سره د خواخوږۍ او د تروريزم په تور قاهره کې بنديان دي.

 

د امريکا ولسمشر باراک اوباما او نورو نړيوالو مشرانو د مصر له پوځي واکمنه څو څو واره غوښتنه کړې، چې نوموړي ژورناليستان دې را پرېږدي.
د کاناډا د بهرنيو چارو وزير جان برډ هم مصر ته د خپل سفر پر مهال له مصري چارواکو غوښتنه کړې وه، چې محمد فهمي او د ده نور همکاران دې خوشې کړي.

محمد فهمي شل کاله وړاندې مصر څخه کاناډا ته تللی او له دې وړاندې يې مشهور تلويزوني کانال سي ان ان او د بي بي سي نړيوالې شبکې سره کار کړی دی.

د ښاغلي فهمي دوه وروڼو تېره يکشنبه پلازمېنه قاهره کې ده سره په زندان کې وليدل او هغه يې خبر کړ، چې ده د بيان د ازادۍ نړيواله جايزه تر لاسه کړې ده.

د دې خبرې په اوريدو محمد فهمي زياته کړه، چې دې جايزې د ده مورال نور هم لوړ کړ او دی به د بيان د ازادۍ لپاره نه ستړې کيدونکې هڅې کوي.

د کاناډا د بيان د ازادۍ نړيوالې اتحاديې ښاغلي فهمي ته د يوې تقدير نامې تر څنګ دوه زره امريکايي ډالر هم  دانعام په توګه منلي دي.

 محمد فهمي و ويل، چې نوموړي دوه زره امريکايي ډالر دې مياديه اشرف، د هغې ځوانې ژورناليستې کورنۍ ته ورکړای شي، چې تېره مياشت د پوځي واکمن عسکرو او د اخوان المسلمين د لاريون کوونکو تر منځ اخ وډب کې د مصري عسکرو لخوا و وژل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x