fbpx

چټک مزل کول فکر او دماغ پیاوړي کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ورځې په جریان کې د لږ وخت لپاره چټک مزل کول حافظه پیاوړې کوي او د ستونزو حل لپاره د فکر کولو وړتیا زیاتوي.

په برطانیه کې د یوې شوې وروستۍ مطالعې په وینا د ورځې یواځې لس دقیقې چټک مزل کول دماغي قدرت پیاوړی کوي، په ځانګړي ډول هغه سیمې کومې چې دماغو کې د ستونزې حلولو مسؤلیت لري.

دا څیړنه د برطانیې په ویسټرن اونټاریو پوهنتون کې ترسره شوې، او پایلې يې د شنبې په ورځ په یوه علمي مجله کې چاپ او بیان کړي دي.

د څیړنې پایلې ته رسیدلو لپاره څیړونکو د هغو کسانو څخه چې د ورځې په جریان کې يې سړې هوا ته تمرین کولو تجربه وکړه، لکه د لسو دقیقو لپاره چټک مزل کول او یا هم د لسو دقیقو لپاره بایسیکل چلول.

په دماغ کې د سپورت او تمرین اغیز نظارت لپاره څیړونکو د وسایلو په کارولو د اجرائیوي دندو لکه تمرکز او پریکړه کول تعقیب کړل.

څیړونکو وموندل، هغه کسان چې سپورت کوي ددماغ فعالیت یې پیاوړی وي، په ځانګړي ډول په دماغو کې هغه سیمې کومې چې تمرکز، پریکړې او د ستونزو د حل مسؤلیت په غاړه لري.

د سپورت مسؤول پروفیسر ماتیو هیت وویل: ځينې خلک نشي کولی د وخت او یا بدني وړتیا نه لرلو له کبله اوږدمهاله تمرین ترسره کړي.

څیړنې زیاته کړې هغه کسان چې د لنډې مودې لپاره په چټکۍ سره سپورت کوي، اګر که په ورځ کې یې یو ځل هم ترسره کړي خوند او ګټه ترې پورته کوي، ددوی لپاره سمدستي مثبتې پایلې په نښه کیږي.

څیړنه زیاتوي چې تمرین یا سپورت کول، په تیره بیا په چټکۍ سره، کولی شي د لویانو او عمر لرونکو کسانو فکر او حافظه پیاوړې کړي.

همدارنګه څیړنې ښیي چې چټک مزل کول د عمر لرونکو/زړو ښځو د ناروغۍ مخنیوی کوي، هغه ښځې چې د شکری، زړه او سرطان ناروغي لري لامل یې د فزیکي نه فعالیت یعني چټک نه ګرځیدل ښودل شوي دي.

سرچینه: میډل ایسټ انلاین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د