نړۍ

امریکا د فلسطين پلازمېنې لپاره د بل ځای وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د فلسطين د حماس جهادي غورځنګ د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه ويلي، چې امریکا وړانديز کړی، چې د فلسطين د پلازمېنې لپاره دې بل ځای وټاکل شي.

اسماعيل هنيه په غزه کې له فلسطيني مشرانو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې امریکا او ځينې نورې کړۍ هڅه کوي، چې د غزې لويديځه تراډه په درې برخو وويشي او سربېره پر دې دا هڅې روانې دي، چې په غزه کې د حماس پر وړاندې نوی سياسي ځواک رامنځته کړای شي.

ښاغلي هنيه زياته کړې، چې واشنګټن د فلسطين چارواکو ته وړانديز کړی، چې کولای شي، چې د اسرائيلي يرغلګرو له لوري يرغمل شوي بیت المقدس ته څېرمه ابودیس سيمه د فلسطين د پلازمېنې په توګه وپېژني.

د حماس د سياسي دفتر مشر ويلي، چې د امریکا له لوري بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه پېژندل د فلسطين د ازادۍ غورځنګ د ناکامولو او ځپلو هڅه ده.

د ټرمپ له لوري بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنې پېژندلو پرېکړه د ملګرو ملتونو سربېره په نړيواله کچه غندل شوې، د اسلامي همکارۍ ټولنې، ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ټولنو دغه پرېکړه غندلې ده.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس هم ويلي، چې امریکا د یرغلګرو اسرائيلو په ملاتړ پرېکړه کړې او د سولې په اړه يې خپل د منځګړي حيثيت له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي عباس دا هم ويلي، چې نور ورته د سولې په اړه د امریکا وړانديزونه او هڅې د منلو وړ نه دي.

په اسلامي نړۍ کې د اسرائيلو په ملاتړ د امریکا د پرېکړې تر ټولو زيات مخالفت د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان او نورو ترکي چارواکو کړی او په ملګرو ملتونو کې يې هم د امریکا پر ضد قراداد وړاندې کړی، چې د رايو په قاطع اکثریت منل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په غونډې کې ۱۲۸ هېوادونو د فلسطين په ملاتړ رايه ورکړې، د امریکا او اسرائيلو په ګډون نهو هېوادونو د امریکا په ملاتړ رايې ورکړي او ۳۵ هېوادونو په رايې اچونې کې ګډونه نه و کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x