افغانستان

نن په ټول هېواد کې صرافانو کاربندیز اعلان کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د صرافانو سراسري شورا نن په ټول هېواد کې کاربندیز اعلان کړی او له امنیتي ځواکونو یې غوښتي، چې د دوی امنیت ته پام وکړي.

د افغانستان د صرافانو د سراسري شورا مشر میرافغان ساپی وايي، نن به په ټول هېواد کې د صرافۍ هټۍ تړلې وي او په پلازمېنه کابل کې به د شهزاده سرای مخې ته د احتجاج په ډول راټولېږي او خپل غږ به پورته کوي.

د ساپي په خبره، د صرافانو ځاني او مالي امنیت ساتل د دولت دنده ده او په ننني احتجاج سره غواړي چې دولت خپل مسوولیت ته متوجه کړي.

د صرافانو د شورا غړي ضاء الرحمن الکوزي ویلي، که امنیتي ځواکونه یې د ځاني امنیت ډاډ ور نه کړي؛ نو دوی به  خپل کار بندیز څو ورځو ته وغځوي.

د الکوزي په خبره، پرون وسله والو غلو په جلال اباد کې یو صراف وویشت او نقدې پیسې یې هم وړي دي.

صرافانو وروسته له هغه د کاربندیز اعلان وکړ، چې تېره ورځ د جلال اباد ښار د صرافي په مارکېټ کې وسله والو غلو د ملتان په نامه صراف وویشت.

د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون رییس ډاکټر احسان الله شینواري ویلي، په پرونۍ پېښه کې ۷ تنه ټپیان شوي وو، چې د ځینو روغتیايي حالت هم ښه نه دی.

دی وايي، صراف پرون ساه ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x