نړۍ

روسيه: پلورنځي کې چاودنې لس کسان ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د روسيې د سن پيترزبورګ ښار په يوه پلورنځي کې د چاودنې له کبله لس کسان ټپيان شوي دي.

ځايي امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، پېښه په لاس د جوړ شوي بم د چاودنې په پايله کې  رامنځته شوې ده.

د روسيې د تاس خبري اژانس د راپور پربنسټ په چاودنه کې لس کسان ټپيان شوي، چې د يو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.

پوليس وايي، ښايي دا يو ترهګريز بريد وي، خو زياتوي چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړي څو معلومه کړي چې دغه چاودنه په کوم هدف ترسره شوې ده.

تر اوسه پورې د دغې چاودنې مسئوليت کوم چا په غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې ده، چې د روان مېلادي کال په اپريل مياشت کې هم د دغه هېواد په سن پيترزبورګ ښار په يوه ميټرو کې د چاودنې له کبله ۱۳ تنه ووژل شول او نږدې پنځوس تنه نور ټپيان شول.

هغه مهال روسي چارواکو د ميټرو چاودنه يو ترهګريز بريد بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x