خامنئي: تر ټرمپ هوښیاران مو مات کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په ایران کې د شیعه رژیم روحاني مشر علي خامنئي تېره ورځ په یوه غونډه کې وویل چې امریکا د ایران ازلي دښمن هیواد دی، حکومت یې د نړۍ په سطحه ظالم او فاسد دی، او ټرمپ به داسي ناکامه کیږي، لکه څرنګه چې یې تر مخه ولسمشران ناکام شول.

نوموړې تېره ورځ چهارشنبه د اسلامي میډیا په نامه یوې غونډې ته په وینا کې وویل: امریکایانو د تروریزم او داعش ملاتړ په خپل ټول وس او توان سره وکړ، اوس یې هم په پټه کوي.

خامنئي د امریکا پخوانی ولسمشر رونالډ ریګن د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره مقایسه کړ او وې ویل چې ریګن تر اوسني ولسمشر ډېر قوي، عاقل او ماهر وو، هغه هم د ایران پر ضد عملي هڅه وکړه، د ایران یوه مسافر وړونکې الوتکه یې را نسکوره کړه، بیا جهنم ته ولاړ خو ایران لا په خپل ټول قوت د پرمختګ په حال کې دی.

نوموړي وویل چې د اوسني ولسمشر ټرمپ په زړه کې به هم د ایران د کمزوري کولو ارمان پاته شي.

په کال ۱۹۸۸ کې یوې امریکايې بیړۍ په خلیج کې د ایران یوه مسافر وړونکې الوتکه په میزایل ویشتلې وه چې له امله یې ۲۹۰ کسان ووژل شول، په هغه وخت کې امریکا وویل چې دا یو قصدي عمل نه وو بلکې غلطي وه، خو ایران ددوی وینا رد کړه او وې ویل چې امریکا په قصدي ډول یوه مسافر وړونکې ملکي الوتکه په نښه کړه او په سلګونو مسافر یې ووژل.

خامنئي په تېره غونډه کې داهم وویل چې اوسنۍ جګړه عسکري نه ده، ځکه چې امریکا کله هم نشي کولای پر ایران باندي د برید جرأت وکړي، اوسنی جګړه تر عسکري جګړې خطرناکه د رسنیو او دیپلوماسۍ ده.

نوموړي ټینګار وکړ چې د ایران حکومت او ولس دی ویښ اوسي، تر څو امریکا ونه توانیږي چې د پریکړي کولو په ځای کې خپل نفوذي جاسوسان په کار وګماري، او زیاته یې کړه، چې د دښمن په ظاهري شکل باید ونه غولیږو چې وايي مذاکرات درسره کوو او په نورو طریقو ځان درته نیژدې کوي او محبت درسره څرګندوي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا اوسني ولسمشر ټرمپ پر ایران نوي بندیزونه تایید کړه او د ایران سره اتومي تړون یې تصدیق نه کړ او داسي یې څرګنده کړه چې کیدای شي هیواد یې له دغه تړونه په بشپړه توګه ځان وباسي. امریکا پر ایران تور پوري کړ چې د اتومي تړون له وجې د ایران اقتصاد پياوړی شوی او د میزایل جوړونې پروګرام یې پیاوړی کړی او په سوریه، عراق او نورو هیوادونو کې يې د تروریزم ملاتړ کړی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د